د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د امنیت شورا غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو او بنسټونو استازو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، "دا چې ځينو هېوادونو له افغانستان سره پر مثبت تعامل ټينګار کړی دی، دا یوه ډېره اساسي موضوع ده او دا یوازېنۍ لاره ده چې د هېوادونو ترمنځ باور زیاتولی شي او د دواړو هېوادونو ګټې تامینولی شي. افغانستان هم له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي”.
ښاغلي فطرت که څه هم د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی خو زیاته کړې یې ده، "هغه یو شمېر هېوادونه چې لا هم د افغانستان په اړه ناسم موقف لري، د دوی د دې دریځ ډېر کلونه تېر شوي دي په کار ده چې دوی ��م د افغانستان په اړه واقع بینانه تګلاره اختیار کړي. منفي موقف ګیرۍ پخوا هم کومه پایله نه درلوده او له دې ایسته هم اغېز نه شي درلودلی. ښه دا ده چې د افغانستان په اړه سالم قضاوت وشي او د افغانستان واقعتونه په نظر کې ونیول شي."
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) مشر ټام فلېچر وویل چې له افغانستان سره د مرستو کمښت اړمن خلک اغېزمن کړي او له کبله یې سلګونه روغتیايي مرکزونه تړل دي. هغه وویل چې په افغانستان کې له حاکمو چارواکو سره په محلي او مرکزي کچه ښکېلتیا اړینه ده.
د چین استازی
په غونډه کې د چین استازي وویل چې د طالبانو حکومت سره باید خبرې دوام وکړي او له افغانستان سره مرستې باید سیاسي نه شي ځکه چې منفي اغېز لري. د چین استازي همداراز وویل چې افغان نجونو او ښځو ته د زدکړو حق ترڅنګ ټول بنسټيز حقونه ورکړل شي.
د روسیې استازی
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې د روسیې استازي وویل چې په افغانستان کې له یوه ټولګډونه حکومته ملاتړ کوي چې په خبره یې قومي، ژبنۍ او نور تبعیض پکې نه وي. هغه وویل چې د طالبانو حکومت سره دې ډیالوګ وشي او په وینا یې، فشار ته اړتیا نه شته ځکه چې دا بیا "ملموسې" پایلې لرلی شي. هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په برخه کې د روسیې مرستې ته چمتوالی وښود.
د امریکا استازې
د امریکا استازې وویل چې په افغانستان کې خلک د بشري حقونو له نقض، بې وزلۍ، بې کارۍ، پراخو محدودیتونو او له نورو سختو ستونزو سره مخامخ دي او د طالبانو حکومت یې د دې وضعیت مسؤل وباله. هغې تور پورې کړ چې د طالبانو حکومت له نړیوالو سره پر کړو ژمنو ډېر کم عمل کړی دی. د دې په خبره، په افغانستان کې د امریکا بنسټیز لومړیتوب د امریکایانو او د خپل کور خوندیتوب دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی
د افغانستان استازي نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې مدني ازادۍ محدودې شوې دي او افغانستان د نړۍ یوازېنۍ هېواد دی چې تر شپږم ټولګي پورته پکې نجونې د زدکړو اجازه نه لري. هغه اندېښنه څرګنده کړې چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ډېر حساس او په زیاتېدونکې توګه خطرناک دی.
د ایران استازی
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني وویل، افغانستان د یوناما او د ملګرو ملتونو د نورو ادارو له هڅو سره سره له سختو بشري او امنیتي ننګونو سره مخامخ دی، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې دوامداره محدودیتونه او د ترهګرۍ او نشهيي توکو ګواښونه پکې شامل دي. هغه ټینګار وکړ چې بشري مرستې باید هېڅکله سیاسي نه شي، بندیزونه باید د اقتصادي ثبات یا پرمختګ مخه و نه نیسي او د افغانستان ملي شتمنۍ چې په بهر کې کنګل شوې دي باید له ځنډه پرته ازادې شي چې د افغانانو بېړنۍ اړتیاوې پوره شي.
د هند استازی
د هند استازي پارواتني هرېش پاکستان ته په اشارې په افغانستان کې په وروستیو بریدونو کې "د افغان ښځو، ماشومانو او ورزشکارانو د وژونو" په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې باید د ملګرو ملتونو منشور ته درناوی وشي. هغه همداراز هغه څه وغندل چې ده "سوداګریزه او ټرانزیټي ترهګري" وبلله. هغه وویل چې هند د افغانستان د "ځمکنۍ بشپړتیا، حاکمیت او خپلواکۍ" ملاتړی دی او د افغانستان امنیتي وضعیت له نږدې څاري.
د ښځو حقونو افغان فعاله
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته د ښځو حقونو افغان فعالې نگینه یاری وویل چې د بشري حقونو نړیواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې "تقریباً د ټولو افغان ښځو حقونه له منځه تللي، له زدکړې او کار کولو حق رانیولې تر عامه او سیاسي ژوند کې تر ګډون پورې". د هغې په وینا، ښځې په افغانستان کې "د مرستې ترلاسه کوونکو په توګه پاتې شوې، نه د خپل ژوند جوړوونکو په توګه."
هغې وویل، چې د طالبانو حکومت "پالیسۍ یوازې ښځې نه محدودوي، بلکې ژوندونونه هم په خطر کې اچوي او د افغانستان اوږدمهاله ثبات ته ګواښ دی".
د پاکستان استازی
د پاکستان استازي وویل چې نړیواله ټولنه د طالبانو د خپلو ژمنو پر بنسټ له دوی ځینې تمې لري او هغه دا چې د افغانستان خاوره به یو ځل بیا " د ترهګرو پر پټنځي" نه بدلېږي ځکه چې د ادعا له مخې یې دغې مسئلې ټوله نړۍ او پاکستان یې له خطر سره مخامخ کړی دی. هغه بیا هم تور پورې کړ چې ګواکې چې ټيټيپي، بياېلاې او نورې ډلې افغانستان کې ځای لري او د طالبانو ځینې غړي د هغوی ملاتړ کوي.دا هغه تورونه او ادعاوې دي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار رد کړې دي.
د بریتانیا استازی
په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازي په افغانستان کې له نجونو او ښځو سره پر روان وضعیت او محدودیتونو اندېښنه څرګنده کړه. هغه همدراز وویل چې اټکل کېږي، په ۲۰۲۶ کال کې به څه کم ۲۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري. بریتانيا د افغانستان تر ټولو زیانمنو خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره کار ته ادامه ورکوي او د یوه مهم مرستندوی په توګه یې له افغانستان سره په ۲۰۲۵/۲۶ مالي کال کې تر ۲۰۱ میلیونو ډالرو پورې د بېړنیو او بنسټیزو خدمتونو لپاره ځانګړي کړي دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت غبرګون
تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دې غونډې او پکې شوو ویناوو ته کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی. خو پرون چهارشنبه (لیندۍ ۱۹/دسمبر ۱۰) د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې په افغانستان کې د خلکو "هغه ټول حقونه تامین دي چې اسلامي شریعت ورکړي دي".
هغه همدراز وویل، "هغه بشري حقونه چې تعریفونه یې په بېلابېلو ټولنو او هېوادونو کې کېږي، افغانان مکلف نه دي چې هغه خپل حقوق وبولي".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
دا وایي، د طالبانو حکومت د خپلو پالیسو له کبله د دغه وضعیت
مسوول دی. په دې غونډه کې د امریکا استازې ادعا کړې چې د طالبانو حکومت د افغانانو
د خیر ښېګڼې پروا نه ساتي او په خبره یې د طالبانو حکومت نړیوالو ته پر کړو
ژمنتیاوو باندې ډېر کم عمل کړی دی چې په دې کې د دوحې بهیر هم شامل دی.
په غونډه کې دغې استازې ویلي، په افغانستان کې د امریکا
بنسټیز لومړیتوب د امریکایانو او د خپل کور خوندیتوب دی او بل دا چې له افغانستانه
ورته د ترهګریزو ګواښونه له منځه وړل او په ناقانونه توګه د ټولو نیول شویو کسانو
ازادول دي.
د روسیې سفیر: په افغانستان کې له ټولګډون حکومت څخه ملاتړ کوي
د افغانستان په اړه
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې د روسیې استازی وایي، په افغانستان کې له
یو ټولګډون حکومت څخه ملاتړ کوي چې په خبره یې پکې قومي، ژبنې او نور تبعیض نه
وي.
د دغه استازي په خبره
روسیه د افغانستان په تړاو د یوه هر اړخیز دریځ غوښتنه کوي او دا چې په دې کې باید
د افغانانو اړتیاویو ته باید پام وشي.
د روسیې استازی
وایي، اړتیا ده چې د طالبانو له حکومت سره دیالوګ وشي او په خبره یې فشار ته اړتیا
نشته ځکه چې دا بیا "ملموسې" پایلې درلرلی شي.
دغه فعاله وایي، په افغانستان کې نړیواله مرستندویه
ټولنې دوه لارې لري، یو دا چې د ښځینه کارکوونکو له حضور پرته کار وکړي او یا په
بشپړه توګه خپل فعالیتونه ودروي.
دغه فعاله وایي، که له دې دواړو لاره هر یوه انتخاب شي
هرو مرو یې زیان افغان ښځو ته رسېږي.
د چین استازی: د طالبانو له حکومت سره دې دیالوګ دوام ومومي
د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په
غونډه کې د چین استازی وایي، د طالبانو له حکومت سره باید ډیالوګ او خبرې دوام
ومومي.
په دې غونډه کې د چین استازي وویل چې یو اړخیز ګامونه دې
پورته نه شي او بل دا چې له افغانستان سره مرستې باید دوام ومومي او په خبره یې
دا مسله باید سیاسي نه شي ځکه چې دا منفي اغېزې لري.