یوناما ته د مجاهد غبرګون: د افغانانو هغه "ټول حقونه خوندي دي چې اسلامي شریعت ورکړي دي"

مجاهد چې برګه لونګۍ یې پر سر او سپين کالي او تور واسکټ یې اغوستی، رسنیو ته خبرې کوي. پر دریځ د ګڼو رسنیو مایکونه ورته ایښي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مجاهد: "هغه بشري حقونه چې تعریفونه یې په بېلابېلو ټولنو او هېوادونو کې کېږي، افغانان مکلف نه دي ‌چې هغه خپل حقوق وبولي".

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د نننیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې د خلکو هغه "ټول حقونه تامین دي چې اسلامي شریعت ورکړي دي".

د ښاغلي مجاهد په وینا "اسلامي امارت ځان مکلف بولي ‌چې دغه حقونه خلکو ته ورکړي ځکه چې دا د الله جل جلالهُ امر دی"، "د یوې وجیبې او فریضې په توګه ادا کېږي" او "موږ په ډاډ سره ویلی شو چې په افغانستان کې تامین دي".

خو ښاغلي مجاهد وویل، "هغه بشري حقونه چې تعریفونه یې په بېلابېلو ټولنو او هېوادونو کې کېږي، افغانان مکلف نه دي ‌چې هغه خپل حقوق وبولي".

د ذبیح الله مجاهد دا غبرګون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا د یوناما هغو څرګندونو ته دی چې د بشري‌ حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت یې نن چهارشنبه (لیندۍ ۱۹/دسمبر ۱۰) کړې دي.

یوناما په خپله اعلامیه کې ویلي‌ چې بشري حقونه "اختیاري" نه بلکې اړین دي خو لا هم "ګڼ افغانان، په ځانګړي ډول ښځينه ترې بې برخې دي".

یوناما په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې له "نړیوالو مکلفیتونو" سره ځان برابر او د افغانانو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې "کوټلي ګامونه" پورته کړي.

یوه ښځه چې شنه چادري/برقه یې پر سر ده، روانه ده او څنګ ته د طالبانو حکومت یو سرتېری وسله په لاس ولاړ دی چې په برګ دسمال یې سر او مخ پوښلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

یوناما ویلي چې بشري حقونه د ورځني ژوند هغه اړتیا ده چې خلکو ته له "درناوي ډک" ژوند ورکوي او په ترڅ کې یې باید ټول وګړي د "زدکړو، روغتیايي خدمتونو، کار، د ځان مطرح کولو او په ټولنه کې د بشري‌ ونډې حق ولري". خو په وینا یې، په افغانستان کې "ډېر خلک په ځانګړي ډول ښځې، لا هم دغو اړینو شرایطو ته لاسرسی نه لري" چې دا "د هېواد راتلونکی اغېزمنوي".

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

په اعلامیه کې د یوناما د چارو مشرې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیالې جورجیټ ګانیون ویلي چې د افغانستان بیارغونې لپاره په ټولنه کې د ښځو ونډه اړینه ده او ب��ید ډاډ ترلاسه شي چې ښځې او نجونې زدکړو، کار او په ټولنه کې د بشپړ ګډون حق لري.

اغلې ګانیون ویلي،"موږ له واکمنو چارواکو غوښتنه کوو چې له نړیوالو مکلفیتونو سره د سمون لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او د افغانستان او د هغه د ټولو وګړو لپاره د پرمختګ زمینه برابره کړي".

د کډوالو په اړه اندېښنې

ځينې افغان کډوال د راجستر کېدو لپاره د تورخم دروازې ته څېرمه له پنجرې سره ولاړ دي او د طالبانو حکومت ساتونکي یې په نوبت نوبت پرېږدي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دې وروستیو کې پاکستان او ایران زرګونه افغان کډوال په زور افغانستان ته ستنېدو ته اړ کړي دي.

یوناما د ځینو هغو افغان کډوالو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې چې په زور افغانستان ته ستنول کېږي.

ویلي یې دي چې، "په دوی کې ځینې ډلې - په ځانګړې توګه ښځې، هغه کسان چې له پخواني حکومت او امنیتي ځواکونو سره تړاو لري، د مدني ټولنې او د رسنیو کارکوونکي - په افغانستان کې د غچ اخیستنې او د بشري حقونو د نورو سرغړونو له خطر سره مخ دي."

د طالبانو حکومت دې ته کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی خو په تېر کې یې دا راز ادعاوې رد کړې دي چې ګواکې افغانستان ته ستنېدونکي دې "د غچ اخیستنې له خطر سره مخ وي". وايي، د دوی له "عمومي عفوې/بښنې ټول خلک برخمن دي".

ملګرو ملتونو د طالبانو له حکومته غوښتي چې "ځانونه د نړیوالو بشري حقونو مکلفیتونو ته نږدې کړي" ځکه چې په وینا یې، "حقونو ته درناوی باور پیاوړی کوي" او د افغانستان د پرمختګ لامل کېږي.

د یادولو ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ګڼ افغانان له هېواده ووتل چې د تېر جمهوري دولت چارواکي، امنیتي‌ مسؤلان، د نړیوالو ادارو کارکوونکي، د مدني ټولنې فعالان او خبریالان هم پکې شامل وو. ځینې یې امریکا، بریتانیا او نورو اروپايي هېوادونو ته لاړل خو ګڼ نور یې بهرنیو هېوادونو ته د تلو په تکل په ګاونډيو هېوادونو، په ځانګړې توګه په پاکستان او ایران کې مېشت شول. خو دغو دواړو هېوادونو په دې وروستیو کې زرګونه افغان کډوال بېرته په زور افغانستان ته ستانه کړي دي. تر یوناما مخکې د بشري حقونو ځينو نورو بنسټونو هم د دغو کډوالو د کاري مخینې له کبله وېره څرګنده کړې وه چې ښايي افغانستان ته په ستنېدو یې ژوند له خطر سره مخامخ شي.

په ټولګي‌ کې یوه نجلۍ پر سپينه تخته لیکل کوي او لاندې پر څوکیو نور ټولیګوال د ښوونځي په کالیو کې ورته ناستې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو پر حکومت نیوکه کېږي چې نجونې یې تر شپږم ټولګي پورته زدکړو نه منع اوښځې یې له کار او عام ژونده څنډې ته کړې دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له رسېدو راهیسې د یوناما په ګډون ګڼ بنسټونه په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې په وار وار د طالبانو حکومت ته بشري او په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته د درناوي کولو سپارښتنه کوي. دا له هغو شرطونو یو دی چې د طالبانو حکومت د رسیمت پېژندنې پر وړاندې یو خنډ بلل کېږي.

که څه هم د طالبانو حکومت د خپل باور له مخې وايي چې "د اسلامي شریعت پر بنسټ یې د ښځو په ګډون ټولو ته حقونه ورکړي" خو د بشري حقونو نړیوال بنسټونه نیوکه پرې کوي چې واک یې "انحصار کړی"، د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو حقونه یې تر پښو لاندې کړي، تر شپږم ټولګي پورته زدکړو ته یې نه پرېږدي او همدا راز یې له کار او عام ژونده څنډې ته کړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان: روغتیايي خدمتونو ته "بې توپيره" لاسرسی د ټولو افغانانو حق دی

یوه ډاکټره چې مخ یې په تور ماسک پوښلی، برګ ټېکری یې پر سر او نسواري کالي یې اغوستي، په کتابچه کې یو څه لیکي او تر څنګ یې یوه ناروغه ښځه ناسته ده چې مخ یې نیمه پټ دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په افغانستان کې د طالبانو حکومت په روغتیايي برخو کې هم د نجونو پر زدکړو او کار محدودیتونه لګولي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم نن د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې "روغتیا یو بشري حق دی" او د افغانستان هر وګړی باید "پرته له کوم توپيره" روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

د دغه سازمان په وینا، "روغتیا ساتنه د بشري حقونو ساتنه ده" او دا حق باید "هره ورځ" پرځای شي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر اډوین سینیزا سلواډور په دې اړه په یوه پیغام کې ویلي، "د بشري حقونو ورځ موږ ته دا رایادوي چې روغتیا یو امتیاز نه، بلکې یو بنسټیز بشري‌ حق دی. د افغانستان هر وګړی، دې ته له پام پرته چې څوک دی او چېرته ژوند کوي، خوندي، باکېفیته او ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي حق لري."

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان په هکله دا څرګندونې داسې مهال کوي په تېره اګست میاشت کې ځينو مرستندویه ټولنو وېره څرګنده کړه چې د دغه هېواد روغتیايي سیسټم د نړیوالو مرستو د سخت کمښت له امله له ژور کړکېچ سره مخامخ دی. د دې ترڅنګ وروستیو زلزلو، طبعي افتونو، بې وزلۍ او د سلګونه زره کډوالو بېرته ورستنېدو هم د افغانستان پر روغتیايي برخې فشار ډېر کړی دی.

په ورته حال کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له نړیوالو غوښتي چې مرستې دې "نه سیاسي کوي".

د طالبانو حکومت له لوري د نورو برخو په څېر په صحي څانګو کې هم پر ښځينه کارکوونکو محدودیتونه او په دې برخه کې له لوړو او نیمه لوړو زدکړو د ښځينه زدکړیالانو منع کول ځينې نورې هغه ننګونې دي چې د دغه هېواد روغتیايي سیکتور یې سخت اغېزمن کړی دی.