اسټراليا کې پر ماشومانو د ټولنيزو رسنيو بنديز: دا کار څومره شونی او ګټور دی؟

یو ماشوم موبايل کاروي

د عکس سرچینه، BBC/Jessica Hromas

    • Author, ټېفني ټرنبول
    • دنده, اسټراليا

اسټراليا د چهارشنبې په ورځ (۱۰ ډسمبر) له ۱۶ کلونو کم عمره ځوانانو له خوا د ټولنيزو رسنيو په کارولو بنديز پلی کړ.

اسټرالیا وايي که کوم پلټفارم لکه فېسبوک، يوټيوب، اېنستګرام، اېکس او نور له دغه امر سرغړونه وکړي ۳۳ ميليونه ډالر به جريمه کېږي.

اسټراليا لومړنی هېواد شو چې پر سترو ټولنيزو شبکو یې دا ډول بنديز ولګاوه. حکومت وايي له دې کار یې موخه د ماشومانو خونديتوب دی.

په اسټراليا کې د دې ګام پر وړاندې بېلابېل نظرونه موجود دي، یو شمېر یې بې ګټې بنديز بولې او ځينې نور بيا ورته خوشبينه دي خو د دې پر وړاندې بېلابېل خنډونه موجود دي.

په اسټراليا کې ۱۳ کلنې اېزوبېل په پنځو دقیقو کې پر ماشومانو د ټولینزو رسنيو له خوا لګول شوی بنديز مات کړ.

د هغې د سنپ چټ پر اکونټ یو پیغام راڅرګند شو چې ويل یې، که ثابته نه کړي چې عمر یې له ۱۶ کلونو زيات دی د نوی قانون له پلي کېدو سره به یې، حساب وتړل شي.

اېزوبېل ��ايي، "ما د خپلې مور عکس واخيست د کامرې مخې ته مې کېښود او ما ته یې د کارولو اجازه راکړه، ويل یې د عمر له تائیدولو مننه." اېزوبېل ادعا کوي، "ما اورېدلي چې یو چا د بيانسې [امریکایۍ سندرغاړې] څېره هم کارولې ده".

د روانې مياشتې ډسمبر له ۱۰ مې نېټې وروسته به له ۱۶ کلونو کم عمر ماشومان نور د ټولنيزو رسنيو د اکونټ لرلو اجازه نه لري.

د اسټرالیا حکومت وايي، دا بنديز به په نړۍ کې د دې کچې لومړنی هغه وي چې د ډېرو ميندو او پلرونو له خوا به یې هرکلی وشي چې موخه یې له زيانمنو منځپانګو، نور ګواښونو، لکه سايبري ځورونې، د ماشومانو دوکه کولولو د هغوی خونديتوب وي او دا به، د هغوی ښه خوب، بدني او ذهني روغتیا ښه کولو کې اغېزمن ثابت شي.

که څه هم د اېزوبېل مور مېل خپلې لور ته تر سخت څار لاندې د ټېک ټاک او سنپ چټ د کارولو اجازه ورکوله او هيله منه وه لکه څنګه چې ژمنه شوې دا به د هغې په څېر له ميندو او پلرونو سره مرسته وکړي.

خو اوس نهيلې شوې، ځکه یو شمېر کارپوهانو او خپله ماشومانو د دې تاریخي تګلارې د عملي کېدو او خونديتوب په اړه د خطر زنګ وهلی دی.

دا به څرنګه پلې کېږي؟

یو مور له خپلې لور سره ناسته

د عکس سرچینه، BBC/Jessica Hromas

د دې تګلارې له مخې چې د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې اعلان شوه، میندې، پلرونه او ماشومان به د ټولنيزو رسنيو د کارولو له کبله نه جریمه کېږي.

د دې پر ځای پلټفارمونه مکلف دي چې "مناسب ګامونه" واخلي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د کاروونکو عمر لږترلږه ۱۶ کاله دی، که نه د خورا جدي سرغړونې په صورت کې به تر ۳۳ میليونه امریکايي ډالرو پورې جرمانې سره مخامخ کېږي.

د حکومت له خوا تمويل شوې یوې ادارې د عمر تائید په تړاو د ممهو لارو چارو ارزونه کړې او سږ کال یې راپور ورکړ چې ټولې لارې له تخنیکي پلوه شونې دي خو هېڅ یوه بشپړه نه ده او هره یوه خطرونه لري.

د پېژندپاڼو له لارې تائید ډېر کره و خو دا له کاروونکو غواړي چې ډېر حساس او مهم اسناد له پلټفارمونو سره شریک کړي.

د کاروونکو د انلاين فعاليتونو او د څېرې د ارزونې ټکنالوژۍ له مخې د عمر معلومول دومره کره نه وو چې پر ماشومانو د�� پلی شي. خو سره له دې د راپور موندنې ښيي چې د عمر د تائید ټکنالوژي به "خوندي او اغېزمنه" وي په ځانګړې توګه هغه مهال چې دواړه وکارول شي.

په بریتانیا کې د عمر د معلومولو د ادارې يو مشر ټوني الن وايي، "کله چې تاسو د شرابو دوکان ته ولاړ شئ او دوکاندار له سره تر پښو درته ګوري، وايي ستا د عمر په اړه باوري نه یم، نو له تاسو د پېژندپاڼې غوښتنه کوي... دا هم همداسې ده."

ځوانان ټولنيزې رسنۍ کاروي

د عکس سرچینه، Getty Images

وروسته بیا پر ټولنيزو رسنيو په پراخه کچه داسې لارې چارې خپرې شوې چې څه ډول له دې بنديز څخه ځان ژغورلی شئ. د عمر د تائید ملاتړي ټينګار کوی چې د دې ډول تېر ايستلو د مخنیوي ټکنالوژۍ شته دي. هغه عکس جې اېزابېل یې يادونه کوي بايد دا سيستم تېر نه باسي.

بي بي سي له سنپ چټ په دې اړه پوښتنه وکړه او یوه وياند یې وويل چې شرکت په پرلپسې ډول د بنديز پلي کولو د "تخنيکي ننګونو" په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي او دا "يوه له هغو ننګونو څخه ده".

د هغې ادارې چې پر سنپ چټ د عمر ارزونه څاري وايي، "په دې اړه بايد هره ورځ د مخنيوي لارې نورې هم پياوړې شي."

اېزوبېل چې د خپلې تجربې له کبله زړوره شوې وايي، ډاډه ده چې دا بنديز به کار ورنکړي.

دا وايي، "که پر ما په یوه اپ کې بنديز ولګي، بل اپ به پیدا کړم".

د هغې مور مېل وايي، په دې اړه بحث کېدی شي. خو هغه اندېښنه لري چې پلټفارمونه او تنظيموونکي به په يوه نه ختمېدونکې لوبه کې ښکېل شي.

سټېفن شييلر چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ په اسټراليا او نيوزيلنډ کې د فېسبوک مشري کړې د هغو کسانو له ډلې دی چې وايي، ټولنيز پلټفارمونه ښايي په پټه هڅه وکړی چې بنديز کمزوری کړي او جرمانې هغومره اغېز نه شي کولی.

دی وايي، د بېلګې په توګه فېسبوک دغه اندازه پیسې په نړيواله کچه په دوو ساعتونو کې ګټي. هغوی ته دا یوازې د "پارکېنګ ټيکټ" په څېر دي.

د فېسبوک مشر مارک زوکربرګ

د عکس سرچینه، Getty Images

بله خبره قانوني ننګونه هم ده. دوو تنکیو ځوانانو لا دمخه د هېواد په تر ټولو لوړه محکمه کې قضيه وړاندې کړې او ادعا یې کړې چې دا کار غيرقانوني دی.

ويل کېږي چې يوټيوب او ګووګل هم له خپله اړخه د قانوني ګامونو په اړه فکر کوي. د بشري حقونو ډلو او ځينې حقوقي کارپوهانو هم اعتراضونه کړي دي.

ایاد دا کار به زيان کم کړي؟

لومړۍ اندېښنه دا ده چې ښايي دا تګلاره ماشومان د انټرنېټ ناوړه برخو ته ولېږدوي. کېدی شي ګېمونو او لوبو چټ رومونه وي چې د سختدريځۍ د راټوکېدوی تودې ځالې بلل کېږي او له بنديزه خوندي دي.

ماشومان بیا هم کولی شي چې په ګڼو اپونو لکه ټېک ټاک او يوټیوب کې له اکونټ پرته ورشي چې دا يوه بله خطرناکه برخه ده ځکه منځپانګه او اعلانونه یې بې فېلټره مخې ته راځي.

د سترو پلټفارمونو د منځپانګې د څارنې په اړه نیوکې شته خو ښايي ډېر لږ کسان وي چې ووايي دوی دا کار له کوچنیو هغو په ښه توګه ترسره کوي. فېسبوک د بېلګې په توګه داسې سيستمونه لري چې که يو بالغ انسان يوه ماشوم ته ډېر پيغامونه واستوي، خبرداری ورکوي.

يو ماشومه موبايل کاروي

د عکس سرچینه، BBC/Jessica Hromas

د ټولنيزو رسنيو او روغتيا تر منځ علمي څېړنې پېچلې دي او بدلېږي رابدلېږي. د هغو څېړنو تر څنګ چې بدې پايلې ورسره تړي، داسې شواهد هم شته چې دا د ځينو ماشومانو لپاره مرسته ده، په ځانګړې توګه هغو ته چې له اېل جي بي ټي کيو ټولنې، له ذهني پلوه اغېزمن شويو او لرې پرتو سیمو سره تړاو لري.

ډېرو وړانديز کړی چې پام بايد پر دې ورټول شي چې ټولنيزې رسنۍ دې ته اړ شي چې ناسمه او زيان رسوونکې منځپانګه په ښه توګه کنټرول کړي، د الګورېتمونو ځواک محدود او ورسره ماشومان د انټرنېټ له واقعيت سره بلد کړي.

د اسټراليا د مخابراتو وزيرې انیکا وېلز بي بي سي ته ويلي، حکومت یې غواړي دغه کارونه ترسره کړي او که څه هم بنديز به بشپړ نه وي خو ګټور به وي.

هغې وويل، "دا درملنه نه ده، دا د درملنې پلان دی او د درملنې پلانونه تل بدلېږي".