د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فیض حمید پر ۱۴ کلن بند محکوم شو

فیض حمید په پوځي درېشۍ کې ښکاري.

د عکس سرچینه، ISPR

د عکس تشریح، فیض حمید د پاکستان پوځي محکمې په څلورو بېلابېلو تورونو پړ پېژندلی.

د پاکستان پوځ وايي چې د دغه هېواد د استخباراتي ادارې (ای‌اېس‌ای) په پخواني مشر او متقاعد‌ جنرال فیض حمید باندې "څلور بېلابېل تورونه ثابت شوي" او پوځي محکمې ورته د ۱۴ کاله بند سزا اورولې ده.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې یا (ای‌اېس‌پي‌ار)‌ نن پنجشنبه (لیندۍ ۲۰/دسمبر ۱۱) په دې اړه خبرپاڼه خپره کړې. پکې ویلي یې دي چې د ای‌اېس‌ای دغه پخواني مشر ته دا سزا د پاکستان د پوځ قانون له مخې د هغې پوځي‌ محاکمې تر ۱۵ میاشتېني اوږده بهیر وروسته اورول شوې چې د ۲۰۲۴ کال د اګست پر ۱۲ نېټه پیل شوی و.

ای‌اېس‌پي‌ار ویلي چې، "تورن په څلورو بېلابېلو تورونو باندې محاکمه شو چې په سیاسي مسئلو کې ښکېلتیا، د هغو پټو رسمي معلوماتو د نه افشا کولو له اصله سرغړونه چې د حکومت ګټو ته تاوان رسوي، له خپل واک او حکومتي وسایلو ناوړه ګټه اخیستنه او ښاریانو ته تاوان رسول پکې شامل دي."

د پوځ د عامه اړیکو څانګې زیاته کړې، "تر اوږده قانوني بهیر وروسته تورن په ټولو تورونو پړ وپېژندل شو او د دسمبر میاشتې پر ۱۱ یعني د پنجشنبې په ورځ محکمې هغه ته د ۱۴ کاله بند سزا واوروله."

د لومړی ځل دی چې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای‌اېس‌ای) یوه مشر ته د پوځي محکمې له لوري سزا اورول کېږي.

د جنرال فیض حمید مدافع وکیل څه وايي؟

فیض حمید له عمران خان سره روان دی او تر شا یې نور ملکي او پوځي چارواکي هم ښکاري.

د عکس سرچینه، GOVT. OF PAKISTAN

د عکس تشریح، پر فیض حمید په څلورو تورونو کې یو دا هم دی چې په سیاسي مسئلو او فعالیتونو کې ښکېل و.

په خپله فیض حمید لا د دغو تورونو او ورته د اورول شوې سزا په اړه څه نه دي‌ ویلي خو د هغه وکیل میا علي اشفاق ویلي چې د دې سزا پر ضد "د استېناف غوښتنې حق" لري او پوځي محکمې ته به دا غوښتنه یا اپيل سپاري.

د بي‌بي‌سي اردو خبریالې فرحت جاوید ته ښاغلي اشفاق په یوه ټلیفوني مرکه کې ویلي چې دې د محکمې له دې پرېکړې د پوځ د عامه اړیکو څانګې د خبرپاڼې له خپرېدو وروسته خبر شوی دی او په وینا یې، د محکمې د دې پرېکړې د "ننګونې" لپاره د استېناف غوښتنې لارښوونه ورته شوې ده.

ښاغلي اشفاق ویلي، "پوځي محکمې ته به د پرېکړې یو نقل او اړوند سندونه د استېناف غوښتنې په ترڅ کې وسپاري او په ۴۰ ورځو کې دننه باید دا غوښتنه یا اپيل باید وشي."

د فیض حمید وکیل میا علي اشفاق ادعا وکړه چې "د پاکستان په تاریخ کې دا لومړنۍ پوځی محاکمه ده چې د یوه مدافع وکیل په توګه ما تر وروستي بریده هلته د روڼتیا/شفافیت رامنځ‌ته کولو هڅه وکړه خو دا چې موږ ته د دې لپاره څومره ازادي راکړل شوه او څومره نه، پر هغې زه په دې پړاو کې څه نه شم ویلی ځکه چې نه غواړم د محاکمې ټول بهیر ډاګیز کړم."

ښاغلی اشفاق زیاتوي چې د محاکمې پر مهال فیض حمید "په زړورتیا سره د محاکمې بهیر بشپړ کړ" خو په وینا یې، "زموږ دریځ دا دی چې د محاکمې پرمهال شاوخوا ۸۰۰۰ پوښتنې وپوښتل شوې خو څارنوال زما د مؤکل په خلاف د اتو پوښتنو ځوابونو ته هم شواهد نه درلودل."

دی وايي، "زما په نظر دا قضیه سل نه بلکې زر فیصده موږ ګټلې ده خو د محکمې پرېکړه هغسې ده چې کړې یې ده. موږ هیله‌من یو چې په بل پړاو کې به خپل همدغه دریځ ساتو او انصاف به ترلاسه کوو."

غبرګونونه: "په کابل کې یوه پیاله چای ډېر ګران راته تمام شوی"

فیض حمید او ورسره په کابل کې د هغه مهال پآکستان سفیر په کابل سیرینا هوټل کې د چایو پیالې په لاس کامرې ته خاندي.

د عکس سرچینه، LINDSAY HILSUM

د عکس تشریح، پر افغانستان د طالبانو حکومت پر دویم ځل واکمنۍ څو ورځې تېرې وې چې د پاکستان د استخباراتو (ای‌اېس‌ای) مشر جنرال فیض حمید کابل ته لاړ او هلته یې په سیرینا هوټل کې د چایو له پیالې سره عکس پر خواله رسنیو ډېر لاس‌په‌لاس شو.

فیض حمید ته د پوځي محکمې له لوري د سزا تر اورولو وروسته د پاکستانیو چارواکو په ګډون پر خواله رسنیو بېلابېلو کسانو مختلفې څرګندونې کړې دي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف له فیض حمید سره د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرال باجوه هم یاد کړی او پرخپله اېکس‌پاڼه یې لیکلي، "ملت به تر کلونو کلونو د فیض حمید صاحب او د جنرال باجوا کرلي رېبي."

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ ویلي، "نن تر سرو کرښو پښې اړوونکي ته سزا واورول شوه."

د یادولو ده چې فیض حمید ههغه مهال هم د رسنیو سرلیک او د خواله رسنیو توده موضوع وګرځېد چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته کابل ته لاړ.

هلته یې په سیرینا هوټل کې د چایو له پیالې سره اخیستل شوی عکس ډېر لاس‌په‌لاس شو چې بېلابېل غبرګونونه یې وپارول.

که یو خوا ګڼو افغانانو د طالبانو پر حکومت نیوکه کوله چې څنګه یې واک ته له رسېدو سره سم د پاکستان استخباراتي ادارې مشر ته کابل ته د ورتګ اجازه ورکړې نو بلخوا په پاکستان کې دننه ځینو سیاسي فعالانو او خبریالانو د چایو له پیالې سره ورته عکسونه خپرول او هغه شېبه یې خلکو ته ور په زړه کوله.

خو له پاکستان سره د اړیکو تر تریخېدو وروسته په خپله پاکستانیو چارواکو بیا په زغرده وویل چې د جنرال حمید په کابل کې یوه پیاله چای "ګران" ورته تمام شوی.

له افغانستان سره تر ترینګلتیا وروسته تېره میاشت د (نومبر ۴/لړم۱۳) د پاکستان سنا مجلس ته د خبرو پرمهال د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم وویل چې په کابل کې یوه پیاله چای "ډېر ګران" ورته تمام شوی او له پاکستانیو چارواکو یې وغوښتل چې "داسې تېروتنه" دې بیا نه تکراروي.