BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • نګینه یاري

    ژوندۍ پاڼه, د امنیت شورا غونډې ته د طالبانو حکومت غبرګون: "مثبت تعامل باور زیاتوي خو منفي دريځ اغېز نه لري"

    په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازي وویل، نن چې موږ د بشري حقونو نړيواله ورځ لمانځو، په افغانستان کې د بشري حقونو د تحقق ژمنه لا هم په تراژيدۍ بدله پاتې ده. ده وویل،‌ په ۲۰۲۶ کال کې اټکل کېږي چې ۲۱،۹ میلیونه افغانان، چې د ټول نفوس ۴۵٪ جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا ولري. بریتانيا د افغانستان تر ټولو زیان‌منو خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره خپل کار ته ادامه ورکوي.

  • دیني‌ عالمان

    "عالمانو شورا" پرېکړه: له افغانستانه بهر هېڅ افغان د "نظامي‌ فعالیت" جواز نه لري

    په کابل کې سلګونه دیني عالمانو چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو راټول شوي وو، په یوه پرېکړه لیک کې ویلي چې "هېڅ افغان" اجازه نه لري چې له افغانستانه بهر جګړو کې برخه واخلي. دې ناسته ته چې د طالبانو حکومت په نوښت جوړه شوې وه، د طالبانو حکومت د سترې محکمې مشر مولوي عبدالحکیم حقاني، د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي او د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم په ګډون ځینې نور لوړ پوړي طالب چارواکي هم ورغلي وو.‌

  • MUJAHIL

    یوناما ته د مجاهد غبرګون: د افغانانو هغه "ټول حقونه خوندي دي چې اسلامي شریعت ورکړي دي"

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د نننیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې د خلکو هغه "ټول حقونه تامین دي چې اسلامي شریعت ورکړي دي". په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یوناما وايي چې بشري حقونه "اختیاري" نه بلکې اړین دي خو لا هم "ګڼ افغانان، په ځانګړي ډول ښځينه ترې بې برخې دي". یوناما په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې له "نړیوالو مکلفیتونو" سره ځان برابر او د افغانانو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې "کوټلي ګامونه" پورته کړي.

  • Kabul

    ولې د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ ونومول شوه؟

    نن د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ ده. دا ورځ د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر پر لسمه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ لخوا د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې (UDHR) له تصویبېدو سره سمون لري چې د بشري تاریخ یوه له ډېرو مهمو لاسته راوړنو ګڼل کېږي. دا اعلامیه د عدالت، ازادۍ، برابرۍ او انساني کرامت پر ژمنتیا ټینګار کوي. سږ کال دې ورځ ته "بشري حقونه؛ زموږ د هرې ورځې بنسټیزو اړتیاو" نوم ورکړل شوی دی.

  • نشست مجازی رهبران مخالف حکومت طالبان

    د طالبانو حکومت ځينو مخالفو څېرو د امنیت شورا په ملاتړ د 'هر اړخیزې سولې' لپاره د مذاکراتو غوښتنه کړې

    د طالبانو حکومت مخالفو سياسي څېرو د افغانستان د کړکېچ حل لپاره د ملګرو ملتونو امنيت شورا په ملاتړ د سولې د خبرو اترو غوښتنه کړې ده. د افغانستان د یو شمېر سیاسي مشرانو لکه عبدالرشيد دوستم، عطا محمد نور، محمد محقق، محمد یونس قانوني، سرور دانش، محمد حنيف اتمر، عمر داودزي، تادين خان اڅکزي، سيمين بارکزي، راحلې دوستم تر څنګ له هېواده بهر يو شمېر نورو سياسي څېرو په دې انلاین غونډه کې ګډون درلود.

ځانګړي مطالب

  • A girl lies on grey carpet and looks at her phone which is in a pink case

    اسټراليا کې پر ماشومانو د ټولنيزو رسنيو بنديز: دا کار څومره شونی او ګټور دی؟

    اسټراليا د چهارشنبې په ورځ (۱۰ ډسمبر) له ۱۶ کلونو کم عمره ځوانانو له خوا د ټولنيزو رسنيو په کارولو بنديز پلی کړ. اسټرالیا وايي که کوم پلټفارم لکه فېسبوک، يوټيوب، اېنستګرام، اېکس او نور له دغه امر سرغړونه وکړي ۳۳ ميليونه ډالر به جريمه کېږي. اسټراليا لومړنی هېواد شو چې پر سترو ټولنيزو شبکو یې دا ډول بنديز ولګاوه. حکومت وايي له دې کار یې موخه د ماشومانو خونديتوب دی.

  • هراتي ځوانان

    څلور هراتي ځوانان چې د ځانګړو جامو اغوستلو له کبله نیول شوي وو بېرته خوشي کړل شوي دي

    د طالبانو حکومت د دعوت او ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکوونکو د هرات په جبرئیل ښارګوټي کې هغه څلور ځوانان نیولي چې ویل کېږي په عام محضر کې یې د انګلیسي ټلویزیوني سیریال (پيکې بلائنډرز) کرکټرونو ته ورته کالي اغوستي وو. پر دې کسانو تور لګېدلی، چې د 'پردي کلتور' عامولو کې یې برخه اخیستې.

  • د امریکا ولسمشر  ډونلډ ټرمپ په درېشۍ کې ولاړ دی چې ګلابي رنګه خالداره نېټکټايي یې اچولې او ګوته یې مخامخ په اشاره نیولې ده.

    ولې افغانستان "د امریکا ملي امنیت تګلاره" کې نه شته؟

    متحده ایالتونو دا اوونۍ "د امریکا ملي امنیت تګلاره" خپره کړه چې افغانستان نه دی پکې یاد شوی. که څه هم د افغانستان په ګډون ځينې نور هېوادونه هم په دې سند کې نه دي ځای یا یاد شوي خو امریکا په دغه ملک کې د اوسنۍ زمانې "تر ټولو اوږده جګړه" درلوده او هلته یې سلګونه میلیارده ډالر لګولي او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په یوه "ناوریني" حالت کې ترې ووتله. خو له هماغه راهیسې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په تېرو څلورو کلونو کې تل د امریکايي سیاستوالو پر ژبه پاتې شوی دی.

  • جهانزېب او اسرار

    بريتانیا کې دوه تنکي افغان ځوانان د جنسي تېري په جرم محکوم شوي

    په بريتانیا کې دوو تنکیو افغان ځوانانو ته پر یوې ۱۵ کلنۍ نجلۍ د جنسي تېري له کبله د بند سزا ورکړل شوې ده. دغو دواړو ۱۷ کلنو هلکانو جان جهانزېب او اسرار نيازل د مې مياشتې لسمې نېټې تېري په تړاو اکټوبر کې د یوې اورېدنې پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړی و. د واروېک شاهي محکمه کې د سزا ټاکلو پر مهال قاضۍ سليويا ډي برټوډانو د بي بي سي په ګډون د رسنيو د غوښتنو له مخې د هلکانو د نومونو په ډاګه کولو بندیز لېرې کړ.

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

روغتیا

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۱ ډیسمبر ۲۰۲۵, ۲۸،۰۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • ژوندۍ خپرونه واورئ, غږیز کتاب, ۱۳:۰۰, ۱۱ ډیسمبر ۲۰۲۵, ۳۰،۰۰ موده

    خوشحال خان خټک د خپل شعر په نړۍ کې ـ د خوشحال خټک د شعرونو غږيز کتاب پر بي بي سي راډیو د داود جنبش او زمزمې نيازۍ په غږ کې.

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۱ ډیسمبر ۲۰۲۵, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي