مصر خپله لومړنۍ ځانمرګې بېپېلوټه الوتکه جوړه کړه، جنجال یې څه دی؟

- Author, سلما خطاب
- دنده, بي بي سي عربي
مصر خپل لومړنی ځانمرګی ډرون "جبار ۱۵۰" نندارې ته وړاندې کړ، خو له ایرانۍ "شاهد-۱۳۶" بې پیلوټه الوتکې سره د ورته والي په تړاو یې ناندرۍ راپورته شوې.
دغه بېپیلوټه الوتکه د یوه خصوصي شرکت لخوا جوړه شوې او په ایډیکس (EDEX) نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوه.
دا نندارتون هر کال د مصر دفاع وزارت له لوري تنظیمېږي.
د "جبار ۱۵۰" ځانګړنې
جوړوونکی شرکت وايي چې "جبار ۱۵۰" لوړې برید کوونکې وړتیاوې لري. دا کولی شي تر ۱۵۰۰ کیلومتره الوتنه وکړي، او په یوه ساعت کې ۲۰۰ کیلومتره چټکه لار ووهي.
دا الوتکه تر لسو (۱۰) پرلپسې ساعتونو په هوا کې پاتې کېدای او کولی شي چې له ۴۰ تر ۵۰ کیلوګرامه مهمات ولېږدوي. دا ډرون د جيپياېس او (INS) سيستم په مرسته کار کوي، دا توان ورکوي چې د حرارتي حساسوونکو په وسیله خپل هدف ومومي، ان که د جيپياېس هم ورسره وي.
"جبار ۱۵۰" د یوې نوې لړۍ لومړنی ماډل دی چې وروسته به "جبار ۲۰۰" او "جبار ۲۵۰" هم ورسره یو ځای شي.

د عکس سرچینه، Reuters
ایرانۍ "شاهد-۱۳۶" سره ورته والی
ایراني رسنیو د "جبار ۱۵۰" او د ایرانۍ بې پېلوټه الوتکې "شاهد-۱۳۶" ترمنځ د ورته والي په اړه خبرې کړې دي.
د دفاعي چارو کارپوهه خبریاله، لېز کرېګ، وايي چې بڼه او ډیزاین یې له "شاهد-۱۳۶" په الهام اخیستی ښکاري، څه چې په دې وروستیو کلونو کې یوه له تر ټولو بریالیو یو لوري برید کوونکو الوتکو ده.
اغلې کرېګ بي بي سي ته ویلي چې مصر "لومړنی هېواد نه دی او نه به وروستی وي چې له شاهد-۱۳۶ په الهام اخیستې ځانمرګې الوتکه ډیزاینوي" او پر دې باور ده چې "ټول هېوادونه غواړي د ایراني ډرون تقلید وکړي، ځکه هغه په هوايي جګړه کې بدلون راوستی دی."
خو مصري جوړوونکې شرکت د ایرانۍ الوتکې سره هر ډول تخنیکي تړاو رد او ټینګار کړی چې ورته والی یوازې په بهرنۍ بڼه پورې محدود دی.
د تولیدوونکې شرکت سلاکار برید جنرال محمد سید بي بي سي ته ویلي چې "دا الوتکه په بشپړه توګه توپیر لري، په مصري فکر او مصري لاسونو جوړه شوې، او په نړۍ کې له هر ډول ورته یا بلې ډرون الوتکې جلا ده."
هغه زیاته کړه چې مصر "له هغه ځایه پیل کوي چې نور کار پای ته رسوي، او ټیکنالوژي له خپلو اړتیاوو سره سمه پرمخ وړي."
یو لوري الوتکې

د عکس سرچینه، Reuters
دا الوتکې "یو لورې" (One-Way Drones) بلل کېږي ځکه چې له هدف سره په ګډه له منځه ځي.
دا تر ډېره د توغندیو د توغولو یا نورو مهماتو کارولو مخکې د دفاعي شبکو د ژغورنې لپاره کارول کېږي. دا د ټیټ لګښت او اسانه کارونې له کبله په ستراتیژیکه توګه اغېزناکې ګڼل کېږي.
د مصر د لوړو زدکړو پوځي اکاډمۍ سلاکار، هشام الحلبي، وايي د متحدو ایالتونو، روسیې او چین په څېر هېوادونه هم په وروستیو کلونو کې د دې ډول الوتکو تولید پراخ کړی دی. هغه وايي چې دا الوتکې د خپل ویجاړونکي ځواک پرتله لږ لګښت لري.
لېز کرېګ وايي چې د روسيې-اوکراين جګړې د ډرون الوتکو ارزښت نور هم څرګند کړ، ځکه چې دوی د اېف-۱۶ په څېر د دودیزو جنګی الوتکو پرتله (چې لګښت یې ۹۰ ميليونه ډالر دی) د څارنې، او بريد لپاره ډېرې کم لګښته دي.
د مصر پوځي ځواک او نړیوال درجه بندي

د عکس سرچینه، Reuters
د ۲۰۲۵م کال د اګسټ میاشت کې، "ګلوبل فایر پاور" (Global Fire Power) وېبپاڼې د ۲۰۲۵ کال لپاره د نړۍ د پیاوړو پوځونو کلنۍ درجه بندي خپره کړه.
دا څېړنه پر ۱۴۵ هېوادونو د ۶۰ زیاتو دلایلو پر بنسټ شوې، لکه پوځي، مالي او لوژیستیکي وړتیاوې.
د ګلوبل فایر پاور په وینا د مصر پوځ په عرب نړۍ کې خپل لومړی مقام ساتلی او په نړیواله کچه نولسم (۱۹م) ځای لري. دا درجه بندي، چې مصر ته یې د ځواک "۰.۳۴۲۷" شاخص ورکړی، ښیي چې دغه هېود لاهم د نړۍ د ۲۰ پیاوړو پوځونو په ډله کې پاتې دی.
دا په داسې حال کې ده چې مصر تېرو څلورو کلونو کې لس (۱۰) درجې شاتګ کړی دی. د ۲۰۲۰ کال په درجه بندۍ کې یې د نړۍ په کچ نهم (۹م) ځای درلود.
د وسلو واردات او تولید:
د سولې څېړنو لپاره د سټاکهولم نړیوال انسټیټیوټ (سیپري - SIPRI) لخوا د ۲۰۲۲ کال مارچ میاشت کې خپور شوي راپور مصر د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ په نړۍ کې د وسلو د لسو (۱۰) ترټولو لویو واردوونکو هېوادونو له ډلې شمېرلی.
دغه هېواد له هند او سعودي وروسته درېیم (۳م) ځای درلود.
خو د سیپري د ۲۰۲۴ کال د اپرېل میاشتې په راپور کې د هغو هېوادونو له نوملړه د مصر نوم لیرې شوی چې پوځي لګښتونه یې زیات کړي دي.
دا ښیي چې په دې موده کې یې د وسلو پېر کم شوی دی.
مصر تېره لسیزه کې د وسلو د پراخ پېر ترڅنګ په کور دننه پوځي تولیدو ته هم لېوالتیا ښودلې ده.
د وروستیو تولیداتو یوه بېلګه "سیناء ۲۰۰" (Sinai 200) زغروال موټر دی، چې د مصر نوی پوځي سپرلۍ لېږدونکی دی او د "ار پي جي" (RPG) راکټ لانچر پر وړاندې پیاوړي دي.








