ایران کې د طالبانو لوړو زدکړو پر وزیر"نیوکې"

ندا محمد ندیم

د عکس سرچینه، Taliban

د عکس تشریح، د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي ویلي، ښاغلي ندیم له ایران سره د استادانو تبادلې، د علمي چارو پیاوړتیا او نورو مهمو علمي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

ایران ته د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو د وزیر ندا محمد ندیم له سفر سره هم‌مهاله، هلته پر نوموړي د نجونو د زدکړو د بندیز له امله "سختې نیوکې" شوې دي. د ایلنا خبري اژانس له مخې د ایران د لوړو زدکړو یا علومو وزیر حسین سیمایي صرّاف، په لیدنه کې له ښاغلي ندیم وپوښتل: "ایا د هېواد نیمایي وګړي حذفېدلی شي؟".

د ایلنا خبري اژانس په وینا، د ایران د علومو وزیر ویلي دي، "نجونې او هلکان زموږ په پوهنتونونو کې یو ځای درس وایي. د ایران نیمایي وګړي ښځې دي."

خو د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي بي بي سي ته ویلي چې دواړو غاړو ترمنځ دا ډول خبرې هېڅ نه دي شوي.

خو د ایلنا خبري اژانس ویلي، دغه لیدنه چې پرون دوشنبې (لیندۍ ۱۷مه) شوې، ښاغلي سیمایي د ښاغلي ندیم هغه اندېښنې ته په اشارې چې ګنې د علماو فتوا به ستونزې جوړې کړي، ویلي:

"تاسو وېره لرئ چې د علماوو فتوا ګډوډي رامنځته کړي، خو کېدای شي خلک له سخت‌دریځه ستړي شي او اعتراض وکړي. که مطلق چلند وشي، خلک به په تنګ شي."

هغه زیاته کړې: " په دین او روایتونو کې د ښځې او نر ترمنځ هېڅ توپیر نشته. موږ د شرعي اصولو په رعایت د نجونو او هلکانو د زدکړو زمینه برابره کړې ده. ایا کېدای شي د هېواد نیمایي وګړي له تعلیم محروم کړئ؟".

هغه یادونه کړې چې زرګونه افغان نجونې او هلکان په ایران کې زدکړې کوي او سلګونه زره نور په ښوونځیو کې شامل دي او ټینګار یې کړی چې ایران د زدکړو په برخه کې له افغانستان سره مرسته کولی شي. هغه د انلاین زدکړو یادونه هم کړې ده.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي ویلي ندیم له ایران سره د استادانو تبادلې، د علمي چارو پیاوړتیا او نورو مهمو علمي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

د جامعة المصطفی العالمیة او د قم علمیه حوزې لیدنه

جامعة المصطفی، چې د علي خامنه‌يي په امر رامنځته شوې، په ایران کې د اسلامي علومو تر ټولو ستر مرکز دی.

د عکس سرچینه، wikipedia

د عکس تشریح، جامعة المصطفی، چې د علي خامنه‌يي په امر رامنځته شوې، په ایران کې د اسلامي علومو تر ټولو ستر مرکز دی.

د وزیر ندیم د سفر بله مهمه برخه قم ته تګ و چې د جامعة المصطفی العالمیة او حوزه علمیه قم له مشرانو سره یې د علمي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

جامعة المصطفی، چې د علي خامنه‌يي په امر رامنځته شوې، په ایران کې د اسلامي علومو تر ټولو ستر مرکز دی.

د راپورونو له مخې دا مرکز له ۱۳۶ هېوادونو نژدې ۱۰۰ زره بهرني محصلان لري. د رسمي شمېرو له مخې، ۱۸ زره افغان محصلان هم پکې درس وایي او بهرني محصلان یې ۱۸ سلنه جوړوي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ هاشمي هم تایید کړې چې ښاغلي ندیم دغو مرکزونو ته ورغلی او د ګډو علمي تجربو، پروژو او همکاریو په اړه یې خبرې کړي دي.

ښاغلی هاشمي وايي، ندیم د دغو مرکزونو د کتابتونونو، لابراتوارونو او علمي څانګو ته هم ورغلی او له نژدې یې کتلې دي.

د "تسنیم" خبري اژانس په وینا، ایراني چارواکو او د المصطفی او قم حوزې مسوولانو د ندیم تود هرکلی کړی او د علمي همکاریو، استادانو او محصلانو تبادلې او ګډو تعلیمي پروګرامونو د پراختیا ژمنه یې کړې ده.

د ازاد اسلامي پوهنتون د پراختیا غوښتنه او د مصنوعي ځیرکتیا (AI) زدکړه

"فارس" خبري اژانس لیکلي، ندیم د ازاد اسلامي پوهنتون له مشر علي ‌اکبر ولایتي سره په لیدنه کې غوښتنه کړې چې د دې پوهنتون فعالیتونه په کابل کې پراخ شي، په ځانګړي ډول په طبي، تخنیکي او د مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې.

ښاغلي ولایتي ویلي، دا پوهنتون چمتو دی چې له افغانستان سره په تخصصي، فوق تخصصي، استادانو او محصلانو په تبادله او ګډو څانګو کې کار وکړي.

ندیم له سیمایي‌ صرّاف سره په لیدنه کې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو د پراخېدو سربېره د افغانستان پوهنتونونو کې د دیني او عصري زدکړو د لوړولو غوښتنه کړې ده.

د ایران د علومو وزیر ویلي ایران په بشپړ ډول له افغانستان سره د پوهنتوني او علمي همکاریو پراختیا همکارۍ ته چمتو دی او ټینګار یې کړی چې علمي همکاري د افغانستان د خپلواکۍ او ځواکمنتیا لپاره مهمه ده.

په ایران کې د افغان زدکوونکو شمېر

ایران

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، ایران کې مېشت ځینې افغان زدکوونکي د تعلیمي کال د پیلېدا پرمهال په یوه ښوونځي کې

د رسمي شمېرو له مخې، د افغانانو د پراخې شړنې تر پیلېدو مخکې، شاوخوا ۷۱۰ زره افغان زدکوونکو،‌ طالب العلمانو او محصلانو په ایران کې درس ویل چې پکې:

  • ۴۰ زره پوهنتوني زدکوونکي
  • ۱۸ زره ديني طالب العلمان
  • ۶۵۰ زره د ښوونځي زدکوونکي وو

د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او کډوالو چارو مشر نادر یاراحمدي ویلي، سږ کال عقرب/چنګاښ کې ۲۸۰ زره غیر قانوني افغان زدکوونکي له هېواده شړل شوي، خو په ۱۴۰۴ تحصیلي کال کې ۳۲۰ زره نورو افغانو ماشومانو په ښوونځیو کې نوملیکنه کړې ده.

هغه ویلي چې د غیرقانوني افغان زدکوونکو شمېر د تېر کال پرتله ۷۰۰ زره کم شوی، خو دوی ژمن دي چې د زدکړو مخه یې ونه نیسي.

ځینو ایرانیانو د افغان کډوالو زدکوونکو شتون ته د کوربه ټولنې لپاره د فرصت له لاسه ورکولو په سترګه کتل کېدل. خو په افغانستان کې دا د ایران د راتلونکي سیاسي نفوذ یا "نرم ځواک" په توګه تعبیرېږي.