بريتانیا کې دوه تنکي افغان ځوانان د جنسي تېري په جرم محکوم شوي

جهانزېب او اسرار

د عکس سرچینه، Warwickshire Police

په بريتانیا کې دوو تنکیو افغان ځوانانو ته پر یوې ۱۵ کلنۍ نجلۍ د جنسي تېري له کبله د بند سزا ورکړل شوې ده.

دغو دواړو ۱۷ کلنو هلکانو جان جهانزېب او اسرار نيازل د مې مياشتې لسمې نېټې تېري په تړاو اکټوبر کې د یوې اورېدنې پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړی و.

د وارېک شاهي محکمه کې د سزا ټاکلو پر مهال قاضۍ سليويا ډي برټوډانو د بي بي سي په ګډون د رسنيو د غوښتنو له مخې د هلکانو د نومونو په ډاګه کولو بندیز لېرې کړ.

د بریتانیا د قانون له مخې هغه تورن او مجرمین چې عمرونه یې له اتلسو کلونو کم وي، نومونه یې نه په ډاګه کېږي.

جهانزېب ته د لسو کلونو او اتو مياشتو او اسرار ته د نهو کالو او لسو مياشتو سزا واورول شوه. دواړو ته له بریتانیا د اېستل کېدو اسناد هم ورکړل شوي دي.

دواړه به لومړی د تنکيو مجرمینو په يوه اصلاحاتي مرکز کې خپله سزا پیل کړي او وروسته به زندان ته ولېږدول شي.

دواړه هلکان د تل لپاره د بریتانیا د جنسي مجرمينو په نوملړ کې هم شامل شوي‌ دي.

د ویډیو تشریح، د سي سي ټي وي په ويډيو کې ۱۷ کلن ځوانان لیدل کېږي چې د نجلۍ دواړو خواوو ته روان دي.

د سزا له اورېدو وړاندې محکمې ته د هغې نجلۍ چې جنسي تېری پرې شوی، بيان ولوستل شو چې په کې يې ويلي وو، "هغه ورځ چې پر ما جنسي تېری وشو، زه یې بدله کړم. اوس چې هر ځل بهر وځم، ځان خوندي نه احساسوم".

"زه له دې کرکه لرم چې اوس خلک ماته د یوې قربانۍ په سترګه ګوري، که څه هم زه پوهېږم چې هغه یم".

"یو ځوروونکی بريد"

د سزا اورېدنې پر مهال څارنوال شان وېليمز وويل، تورن کسان چې هر يو له خپل ژباړن سره حاضر شوي، بې سرپرسته پناه غوښتونکي ماشومانو په توګه یاد شوي.

ښاغلي وېليمز وويل، جهانزېب له افغانستانه تښتېدلی و او کله چې په جنورۍ مياشت کې بریتانيا ته ورسېد د عمر ارزونې پر مهال ۱۷ کلن وموندل شو.

نيازل بیا د تېر کال په نومبر مياشت کې بريتانيا ته رسېدلی و. دی لومړی په کېنټ کې ځای پر ځای شوی او وروسته د واروېکشاير د سيمه ييزې ادارې تر سرپرستۍ لاندې و.

جنسي تېری وروسته له هغه شوی و چې نجلۍ په يوه شنه سیمه کې له خپلو ملګرو جلا شوې وه. په هغه قانوني اسنادو کې چې د قضیې په اړه د راپور ورکولو محدودیتونو لېرې کېدو غوښتنه کوي، دا "ځورونکی برید" بلل شوی دی.

ښاغلي وېليمز محکمې ته وويل، ويډيويي شواهد ښيي چې جهانزېب له نجلۍ سره دی او په پښتو ژبه له اسرار نيازل غواړي چې ورسره مل شي.

ښاغلي وېليمز وويل، هغه ويډيو چې د پوليسو له خوا له يوه موبايله تر لاسه شوې ډېره ځورونکې وه. نوموړي زياته کړه چې نجلۍ د مرستې لپاره نارې وهلې خو جهانزېب د هغې پر خوله لاس اېښی و.

څارنوال محکمې ته وویل چې جهانزیب او اسرار نیازل ځورېدلې نجلۍ په لېمېنګټن سپا کې یوه جلا ځای ته بوتله او هلته یې جنسي تېری پرې وکړ.

قرباني په مکرر ډول نارې وهلې او له جهانزیب یې غوښتل چې هغه پرېږدي. لږ وخت وروسته، یوه لاروي هغه وموندله او ورته یې وويل چې پولیسو ته زنګ ووهي، او تر هغې ورسره پاتې شو څو ډاډمن شي چې هغه خوندي ده.

"موږ مات شوو"

د راپور ورکولو د محدوديت لېرې کولو د پرېکړې وضاحت پر مهال قاضۍ وويل، که دا محدوديت پر ځای پاتې شي، خلک به اټکلونه پيل کړي او ښايي بې ګناه کسان په نښه شي. هغې وویل، "د معلوماتو نشتوالی د خلکو غوسه راپاروي او د ناسمو معلوماتو د خپرېدو لامل کېږي".

د نجلۍ مور په یوه بيان کې محکمې ته وويل، "زموږ فعاله، خوشحاله او پر خپل ځان باوري لور، زموږ د سترګو پر وړاندې راوپرځېده، له داسې سخت خپګان سره مخامخ شوه چې ډېری وخت فزیکي ناروغه کېږي."

هغې زياته کړه، "په هغه ورځ موږ ټول مات شوو".

له پرېکړې وروسته، د واروېکشایر پولیسو د جنايي څېړنو مشر ریچارډ هابز وویل، "جهانزیب او اسرار له نجلۍ سره په قصدي توګه د جنسي تېري په نیت دوستانه اړیکې جوړې کړې، د بند موده یې د جرم له سختوالي سره متناسبه ده."