پاکستان: د طالبانو له حکومت لیکلی ډاډ غواړي

اسلام اباد - د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د سټېج مخ ته ولاړ دی. شا ته یې ښي لاس ته د پاکستان او کیڼ لاس ته د بهرنیو چارو وزارت مخصوص بیرغ دی. دی

د عکس سرچینه، @ForeignOfficePk

اسلام اباد په کابل کې د عالمانو شورا لخوا د صادر شوي پرېکړه‌لیک، چې وايي هېڅ افغان له افغانستانه بهر د "نظامي‌ فعالیت" جواز نه لري، محتاط هرکلی کړی، خو ویلي یې دي چې پخوا په دې راز ژمنو عمل نه دی شوی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي نن (پنجشنبه د ډسمبر۱۱مه) اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي، "د افغان ټولنې یوې برخې د وضعیت جدیت درک کړی او د دې منل چې "د افغانستان خاوره یوازې د ټي‌ټي‌پي او بې ایل اې لخوا نه، بلکې د هغوی د اتباعو لخوا هم پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره کارول کېږي"، یو مثبت او د هرکلي وړ ګام دی.

خو هغه وویل، په دا ډول پخوانیو ژمنو عمل نه دی شوی او همدا لامل و چې پاکستان په مذاکراتو کې د افغانستان لخوا 'په لیکلې بڼه د ډاډ' پر ورکول کېدو ټینګار کړی.

د طالبانو حکومت په تېر کې بیا بیا د پاکستان دغه ادعاوې رد کړي‌ او ویلي چې د افغانستان خاوره د هېچا ‍په خلاف نه کارول کېږي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د افغان عالمانو پرېکړه لیک یو بشپړ لیکلی ډاډ ځکه نه دی، چې مشخصآ پاکستان او د ټي‌ټي‌پي عوامل پکې په زغرده نه دي یاد شوي.

هغه زیاته کړه، چې دوی بیا هم دغه سند ارزوي، خو په دې تړاو له افغان مشرتابه په لیکلې بڼه ډاډ او اطمینان غواړي.

کابل کې د سلګونو عالمانو په ګډون غونډه پرون جوړه شوې وه، او د خپاره کړي پرېکړه‌لیک یوه برخه کې یې راغلي، "دا چې د شرعي امیر له خوا [د طالبانو مشر] هېڅ افغان ته اجازه نه ده ورکول شوې چې بهر ته د نظامي فعالیت لپاره ولاړ شي، نو که څوک تخلف کوي، دا تګ یې جایز نه دی."

دغه پرېکړه‌لیک کې مشخصآ د کومې ډلې نوم نه دی اخیستل شوی او دا هم په زغرده نه دي ویل شوي، چې دغه کسان کوم هېواد یا هېوادونو ته جګړې لپاره ځي، خو ظاهرا داسې ښکاري چې موخه یې پاکستان دی.‌

د یادونې وړ ده چې د طالبانو حکومت دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په ګډون ځینو طالب مشرانو پخوا هم ویلي وو، که څوک د امیر له اجازې پرته له افغانستانه بهر جنګ ته د جهاد په نیت ځي، دا جنګ یې جهاد نه بلل کېږي.‌

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد همدا تېره ورځ امنیت شورا کې د افغانستان وضعیت په تړاو غونډه کې ادعا وکړه چې همدا سږ کال "۱۲۰۰ پاکستانیان" د ترهګرۍ داسې پېښو کې وژل شوي چې " له افغانستانه" یې سرچینه اخېستې وه.

یو وسله وال چ�� خړچکه ملکي جامې یې په تن دي او سر یې په دسمال تړلی، ار پی جي راکټ پر اوږه ایښی دی. دی په یو نامالوم ځای کې ولاړ دی - شا ته یې د خښتو دېوال ښکاري او ظاهرآ کمرې ته ګوري.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په افغانستان کې واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته پاکستان کې امنیتي پېښې او بریدونه پام وړ زیات شوي‌ دي

هغه ادعا وکړه چې ، ټي‌ټي‌پي، بي‌اېل‌اې او نورې ترهګرې ډلې افغانستان کې ځای لري.

اسلام اباد د طالبانو له حکومت غواړي چې خپله خاوره کې د ټي‌ټي‌پي پر ضد ګامونه واخلي.

خو د طالبانو حکومت د پاکستان دا ادعاوې په ځلونو رد کړي او ویلي چې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي‌ په ګدون نورې بهرنۍ وسله والې ډلې هېڅ حضور نه لري.

کابل وايي،‌ د ټي‌ټي‌پي‌ بریدونه د پاکستان کورنۍ موضوع ده او دوی چا ته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد خلاف وکاروي.‌

دا مخالفتونه د دې لامل شول چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ خبره تر خونړیو نښتو ورسېږي او اسلام اباد له افغانستان سره د تګ راتګ او سوداګرۍ لارې وتړي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان پلاوو که څه هم په تېرو دوو میاشتو کې دوحه، استانبول او ریاض کې د کوربنو په منځګړیتوب څلور پړاوه مذاکرات هم کړي،‌ خو داسې ښکاري چې تر دې دمه کومې پرېکړې او پایلې ته نه دي رسېدلي.