ولې افغانستان "د امریکا ملي امنیت تګلاره" کې نه شته؟

د امریکا ولسمشر  ډونلډ ټرمپ په درېشۍ کې ولاړ دی چې ګلابي رنګه خالداره نېټکټايي یې اچولې او ګوته یې مخامخ په اشاره نیولې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ
    • Author, فرهاد محمدي
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن

متحده ایالتونو دا اوونۍ "د امریکا ملي امنیت تګلاره" خپره کړه چې افغانستان نه دی پکې یاد شوی.

که څه هم د افغانستان په ګډون ځينې نور هېوادونه هم په دې سند کې نه دي ځای یا یاد شوي خو امریکا په دغه ملک کې د اوسنۍ زمانې "تر ټولو اوږده جګړه" درلوده او هلته یې سلګونه میلیارده ډالر لګولي او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په یوه "ناوریني" حالت کې ترې ووتله. خو له هماغه راهیسې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په تېرو څلورو کلونو کې تل د امریکايي سیاستوالو پر ژبه پاتې شوی دی.

د حقوقي او نړیوالو اړیکو کارپوه ملک ستېز له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي چې، "د امریکا ملي امنیت ستراتېژۍ" کې د افغانستان نوم نه یادول سیاسي لامل لري. دی زیاتوي، "ډونلډ ټرمپ غواړي له افغانستانه د خلکو پام واړوي او هلته کړې ټولې تېروتنې د جوبایډن (مخکېني ولسمشر) په ادارې پورې وتړي."

د ښاغلي ستېز په وینا، له افغانستانه تر وتو وروسته د امریکا مسؤلیت ته په کتو، د امریکا په ملي تګلاره کې د افغانستان نوم نه یادول د "نیوکې وړ" ده.

هغه په دې باور دی چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان ښايي امریکا ته "خطر پېښوونکی" برېښي. ځینې نړیوال رپوټونه ښيي چې ترهګرو ډلو ته په افغانستان کې د فعالیت زمېنه برابره ده خو د امریکا ملي امنیت ستراتېژۍ کې دا موضوع نه ده یاده شوې چې دغه هېواد باید څه وکړي چې افغانستان د امریکا ملي امنیت لپاره پر یوه خطر بدل نه شي."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په ځلونو دا خبره رد کړې چې په دغه هېواد کې دې ترهګرې ډلې وي. هلته د داعش د فعالیت په اړه یې هم ویلي چې سخت یې ځپلی دی او پر وړاندې یې مبارزه کې "د پام وړ لاسته راوړنې" درلودلې دي.

ځينې رپوټونه او نړیوالې څېرې هم د طالبانو حکومت دا خبره تاییدوي. په دې وروستیو کې د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین هم له یوې هندۍ رسنۍ سره په خبرو کې له ترهګرۍ سره د طالبانو حکومت "قوي مبارزه" ستایلې ده.

نور نو امریکا ته افغانستان کم ارزښته شوی دی؟

د بګرام هوايي ډګر عکس چې یوه الوتکه ترې پورته شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty image

د عکس تشریح، بګرام هوايي ډګر/مارچ ۲۰۰۹

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر او د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر عبدالکریم خرم وايي چې د امریکا ملي امنیت ستراتېژۍ کې د افغانستان نوم نه یادول "د واشنګټن لپاره د افغانستان د بې ارزښته کېدو په معنا نه ده."

هغه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې، "دا سند د هماغې ډلې په مشرۍ لیکل شوی چې په ۲۰۱۸ کې یې هم د امریکا ملي او دفاعي ستراتېژي جوړه کړې وه. دوی هم غوښتل چې امریکا باید "له ترهګرۍ سره جګړې" نه راووځي او له لویو قدرتونو سره د سیالۍ کولو پړاو ته ورننوځي. په اوسني سند کې هم هماغه استدلال ساتل شوی خو له سترو قدرتونو سره د نظامي رقابت بڼه یې له هغوی سره اقتصادي او "ټېکنالوژيکې" سیالۍ ته اړولې ده.

ښاغلی خرم په دې باور دی چې امریکا ته په اوسني وخت کې د چین مهارول ځانګړی ارزښت لري او غواړي چې مهمو لارو او پراخو سرچینو ته د چین لاس‌رسی محدود کړي. د ده په وینا، "په دې برخه کې د افغانستان او پاکستان په څېر هېوادونه او مرکزي اسیا اهمیت لري، ځکه چې د دغو هېوادونو په مرسته پر چین کړۍ تنګولی شي... افغانستان په خپله امریکا ته نه، بلکې امریکا ته د نورو هېوادونو د مهارولو لپاره مهم دی."

امریکا د افغانستان پر وړاندې "دوګونی" سیاست غوره کړی

د طالبانو دوه ساتونکي برېښي چې د امر بالمعروف وزارت په مخه کې ولاړ دي او څېرمه د پاټک ستنه پورته شوې ده.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د تېر جمهوري دولت د مهال د پارلمان غړې شکریې بارکزۍ بي‌بي‌سي ته وویل چې، "امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني نو ځکه اوس نه غواړي چې په مستقیم ډول د افغانستان په قضیو کې ښکېله شي خو څه چې په سیمه او افغانستان کې تېرېږي، په هغو کې په نامستقیم ډول دخیله ده."

هغه د امریکا دا ډول سیاست "دوګونی" بولي او زیاتوي، "سمه ده چې د افغانستان نوم به په سندونو کې نه وي خو په جدي سیاسي بحثونو کې د افغانستان اهمیت ډېر دی. که څه هم د افغانستان په اړه نظرونه د پخوا پرتله اوس توپیر لري خو د افغانستان سیمه‌ييز موقعیت په خپل ځای مهم دی."

د مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال ادعا کوي چې په یوه وروستي مورد کې امریکا افغانستان ته ۴۵ میلیون ډالر استولي دي.

هغه پرون پرخپله اېکس‌پاڼه ولیکل، "نن، د ۲۰۲۵ کال د دسمبر پر اتمه سهار امریکا ۴۵ میلیونه ډالر چې د تازه چاپ شوو نوټونو کاپۍ وې، په کابل کې د طالبانو حکومت ته وسپارل... خو بیا هم د امریکا د ملي امنیت تګلاره کې د افغانستان نوم نه ښکاري."

دا هغه ادعا ده چې کومې خپلواکې سرچینې نه ده تایید کړې او په خپله په افغانستان کې د طالبانو حکومت یې تر اوسه په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان پر بیارغونه د څار امریکايي بنسټ (سیګار) هم په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې په ۲۰۲۱ کې له افغانستانه تر وتلو وروسته د طالبانو تر حاکمیت لاندې له دغه هېواد سره د امریکا مرستې د روان ۲۰۲۵ کال تر جنورۍ میاشتې هم روانې وې. د سیګار د رپوت له مخې، په دې موده کې امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو او بیارغونې په موخه ټولټال ۳ اعشاریه ۴۷ میلیارد ډالره مرسته کړې ده.

ملک ستېز وايي چې امریکا که یو خوا د دې پېسو په ورکړې سره طالبانو ته د "غلي پاتې کېدو باج" ورکوي نو بلخوا یې پر مټ پر طالبانو کنټرول ساتي چې د دوی ملي ګټو ته کوم خطر پېښ نه کړي.

افغانستان امریکا ته نور ګواښ نه دی پاتې؟

په کابل کې د طالبانو حکومت ځواکونه په یوه موټر کې لیدل کېږي چې وسلې ورسره دي او تر شا یې د طالبانو حکومت بیرغونه هم برېښي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

په امریکا کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي احمد ادریس رحماني بي‌بي‌سي ته وویل چې د امریکا د ملي امنیت ستراتېژۍ کې د افغانستان نوم نه یادېدل کومه د حیرانۍ خبره نه ده. ځکه چې په وینا یې، امریکا له دغه هېواده په وتو سره له افغانستانه "خپله بستره" ورټوله کړې او په دې توګه وتلو یې په ډاګه کړه چې دا کار یې "له ډېر مجبوریته" کړی دی.

ښاغلی رحماني زیاتوي، "د امریکا تګلارې جوړوونکي خپلې ستراتېژۍ اوږدمهاله جوړوي نو په لنډه موده کې بېرته افغانستان ته ورستنېدل د دولتدارۍ له منطقه لرې خبره ده."

دی په دې باور دی چې، "که څه هم طالبانو په افغانستان کې د امریکا پر ضد جګړه کوله خو تر شا یې د روسیې، چین، ایران او هند غوندې سیمه‌ييز قدرتونه وو."

ښاغلی رحماني له افغانستانه د امریکا وتل په ۱۹۸۹ کې له افغان خاورې د شورويانو له وتلو سره ورته بولي او وايي، "لکه څنګه چې روسانو افغانستان مجاهدینو ته تسلیم کړ، امریکا هم دغه هېواد طالبانو ته وسپاره. یعني د سیمې هېوادونو ته یې وویل چې د طالبانو ملاتړ کوئ نو اوس یې مسؤلیت هم واخلئ."

احمد ادریس رحماني د سیمې د راتلونکي په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، "پر کومه لاره چې طالبان روان دي، په راتلونکو له پنځو تر لسو کلونو به یې له کبله د سیمې ټول هېوادونه له ننګونو سره مخ شي. هند، چین، روسیه او ایران به د یوه بنسټپال سني مذهبه سازمان له امله له کړکېچ سره مخامخ شي. دا به بیخي هماغه حالت وي چې امریکا غواړي پر دغو هېوادونو راشي، ځکه چې امریکا فکر کوي چې په دې توګه به له افغانستانه د خپلې شرموونکې ماتې غچ په نامستقیم ډول واخلي."

هغه د پاکستان د مثال په راوړلو سره وویل چې، "دا هېواد به اوس د خپل کړي کار بدل وګوري."

د ښاغلي رحماني په باور "طالبانو ته د پیسو ورکړه د همدې لپاره ده چې له پښو غورځېدو یې وژغوري او پر هغه لار مزل ته دوام ورکړي چې روان دي."

دی زیاتوي، "تر اوسه داسې شواهد نه شته چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې دې افغانستان امریکا متحده ایالتونو ته کوم ګواښ پېښ کړی وي او امریکايان تر اوسه کوم تهدید نه احساسوي."

ملک ستېز هم وايي چې امریکا د قطر او عربي اماراتو په څېر طالبانو ته د نږدې هېوادونو په مرسته داسې ضمانت ترلاسه کړی چې طالبان به د امریکا ګټې نه ګواښي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په ټینګار سره ویلي چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره یو شان اړیکې غواړي او په دې برخه کې پرېکړه به هم د خپلو ملي ګټو خوندیتوب ته په کتو کوي.

د امریکا د ملي امنیت تګلاره یا ستراتېژي څه ده؟


د امریکا ملي امنیت ستراتېژۍ یو عکس او د ولسمشرۍ دفتر لوګو ښکاري.

د عکس سرچینه، whitehouse

د ۱۹۸۶ کال د (ګولډواټر-نیکولز) قانون له مخې د امریکا ولسمشر باید کانګرېس ته داسې رپوټ ورکړي چې د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت تګلاره پکې تشریح شوې وي. دا سند تر ډېره د نوي ولسمشر د دورې په لومړیو وختونو او یا نیمايي کې خپرېږي او له ګواښونو سره د مبارزې او له فرصتونو د ګټې اخیستنې لپاره د دغه هېواد د کورني او بهرني سیاست عمومي پالیسۍ یا تګلارې په ځان کې رانغاړي.

د دې ستراتېژۍ موخه دا ده چې معلومه شي امریکا له کومو ګواښونو سره مخامخ ده، ګټې یې په څه کې نغښتې دي او د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره څنګه د یوه ملي ځواک په توګه په سیاسي، اقتصادي، نظامي او ډېپلوماتیکو برخو کې کار ترې اخیستل غواړي.

دا سند خپلو کورنیو یا داخلي مخاطبانو (کانګرېس او امریکایانو) او نړیوالو ته هم دا روښانوي چې د امریکا د حکومت هدفونه او ارادې څه دي.