پوتین: د طالبانو له حکومت سره د اړیکو ساتل خورا مهمه چاره ده

PUTIN

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ولادیمیر پوتین هند ته له خپل سفر مخکې په کریملین کې له "انډیا ټوډې" تلویزیون سره مرکه وکړه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د افغانستان وضعیت بدلېدلو لپاره د طالبانو له حکومت سره د اړیکو ساتل خورا مهمه چاره ده. ښاغلی پوتین په ټینګار سره وویل، افغانستان په بشپړه توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې دی او هېڅ یو هېواد نه شي کولای، په کابل کې له اوسني مشرتابه سره د اړیکو له درلودلو پرته، د دې هېواد پر چارو واقعي اغېز ولري.

د هند ټلویزوني شبکې (انډیا ټوډې) په یوه مرکه کې له ښاغلي پوتین پوښتنه وشوه، چې مسکو ولې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند؟

"هر هېواد یو شمېر مسائل لري، افغانستان هم استثنا نه دی، دې هېواد کې تر لسیزو کورنۍ جګړه روانه وه، دا ډېره بوږنکونکې وه، خو (اوس) طالبان په څرګند ډول په افغانستان کې وضعیت کنټرولوي او دا ثبوت دی، دا باید په لومړي سر کې وویل شي، او باید ومنل شي، ځکه واقعیت دی، دویمه دا، چې باید په پام کې ونیول شي، دا چې افغان حکومت له ترهګرۍ، داعش او دې ته ورته ډلو په ګډون له ترهګرو سازمانونو سره د مبارزې لپاره ګڼ اقدامات کړي. دا هم موږ ټولو ته ښه معلومه ده."

د نشه يي توکو تولیداتو کمښت

پوتین دغه راز د طالبانو د حکومت هغه هڅې وستایلې چې د ترهګرۍ پر ضد او د نشه‌يي موادو د تولید په کمولو کې یې کړې دي. هغه وویل: "افغان چارواکو د نشه يي توکو (کوکنارو) تولید په څرګنده توګه راکم کړی او په فعاله توګه د خپلو پولو په دننه کې د نشه‌يي موادو له منځه وړلو برخه کې له ګواښونو سره مبارزه کوي."

روسیه د هغو لږ شمېر هېوادونو له ډلې ده، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د طالبانو د بیا واکمنېدو او د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په کابل کې خپل سفارت نه و تړلی. مسکو دغه راز په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو له حکومت سره لومړی نړیوال اقتصادي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې افغانستان ته تېل، ګاز او غنم برابروي.

په روان کال کې طالبان د روسیې له هغه لېسته هم وایستل شول چې ترهګریز سازمانونه په کې شامل وو. پوتین تر دې وړاندې د طالبانو حکومت د "ترهګرۍ ضد مبارزې ملګری" بللی و.

پوتین: اوکرایین باید له دونباس ووځي یا به یې په زور ونیسو

TRUMP

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر ټرمپ د روسیې د تېلو د اخیستلو له امله پر هند ۲۵ سلنه اضافي تعرفه ولګوله

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یوځل بیا خبرداری ورکړی چې د اوکرایین ځواکونه باید د دې هېواد په ختیځ کې له دونباس سیمې شاتګ وکړي، که نه، نو روسیه به دا سیمه په زور ونیسي.

هغه د پنجشنبې په ورځ (ډسمبر څلورمه)، له "انډیا ټوډې" ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: "یا موږ دا سیمې په زور نیسو، یا به د اوکرایین ځواکونه دا سیمې پرېږدي". مسکو اوس د دونباس شاوخوا ۸۵ سلنه په خپل کنټرول کې لري.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي څو ځله ټینګار کړی چې د خپل هېواد د ځمکې سپارل ردوي او د هېواد بشپړتیا د کېیف لپاره سره کرښه ده.

دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې ډونلډ ټرمپ وویل د هغه د مذاکراتو ډلې، چې د امریکا د سولې پلان په اړه خبرې کوي، باور لري چې د روسیې مشر "غواړي جګړه پای ته ورسوي".

د ښاغلي ټرمپ استازی سټیو ویتکاف، چې څو ورځې په مسکو کې و، اوس پلان لري له اوکراییني ډلې سره بیا په فلوریډا کې وګوري.

ډونلډ ټرمپ وویل د سه شنبې ورځې خبرې په کرملین کې "نسبتا ښې" وې، خو زیاته یې کړه چې د پایلې لپاره لا وخت شته، ځکه چې "د تړون لپاره دواړو اړخونو ته اړتیا ده".

د امریکا د سولې پلان لومړۍ طرحه کې د دونباس پاتې سیمو سپارل شامل وو چې لا هم د اوکرایین په کنټرول کې دي، خو د مسکو کنټرول ته پام شوی و. خو د سټیو ویتکاف ډلې اصلاح شوې طرحه مسکو ته وړل شوې وه چې د اوکرایین او د کېیف اروپایي متحدینو نظرونه پکې شامل شوي وو.

ولادیمیر پوتین ډیلي ته له سفر وړاندې "انډیا ټوډې" ته وویل، له ښاغلي ویتکاف او د ټرمپ له زوم جارد کوشنر سره یې له کتنې مخکې دا طرحه نه وه لیدلې. هغه وویل: "د همدې لپاره باید ټولې مادې وڅېړل شي او د همدې لپاره غونډه اوږده شوه".

ښاغلي پوتین همدارنګه وویل چې مسکو د امریکا د پلان له ځینو برخو سره مخالف دی: "ومو ویل چې پر ځینو مواردو به خبرې وکړو، خو ځینې موارد نه شو منلی".

هغه د اختلاف موارد ونه ښودل، خو لږ تر لږه دوه مهم موضوعات لا هم حل شوي نه دي: د هغو اوکراییني سیمو برخلیک چې روسي ځواکونو نیولې او د اوکرایین لپاره د امنیت تضمینونه.

د پوتین د بهرنیو چارو مشاور او د روسیې اصلي مذاکره کونکی یوري اوشاکوف له مذاکراتو مخکې او سملاسي وروسته ویلي وو چې دغې لیدنې د جګړې د پای ته رسولو لپاره "هېڅ سازش" نه درلود.‌

ښاغلي اوشاکوف همدارنګه اشاره کړې وه چې د مسکو په باور، د روسیې وروستي میداني پرمختګونو د دې هېواد د مذاکرې موقف پیاوړی کړی دی.

اوکرایین څو ځله روسیه تورنه کړې چې د اوربند مذاکرات اوږدوي چې د اوکرایین له خاورې نورې سیمې ونیسي.

د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها د کرملین د مذاکراتو په غبرګون کې وویل چې پوتین "د نړۍ وخت ضایع کوي".

اوکرایین له اوږدې مودې راهیسې په هر تړون کې د قوي امنیتي تضمینونو ترلاسه کولو ټینګار کوي.

ښاغلي زیلېنسکي د چهارشنبې په ورځ وویل: "نړۍ په واضح ډول داسې انګېري چې د جګړې د پای ته رسولو ریښتینی فرصت رامنځته شوی"، خو ټینګار یې وکړ چې مذاکرات باید "پر روسیه په فشار" راوړلو ترسره شي.

ښاغلي زیلېنسکي تېره اونۍ ویلي وو چې د هغه د مذاکره کوونکې ډلې په د نومبر پر ۲۳ د جنوا په مذاکراتو کې د امریکا له پلاوي‌سره وتوانېده چې د امریکا د سولې لومړني پلان کې ځینې داسې مهم بدلونونه راولي، چې د اوکرایین په باور په جدي ډول د مسکو په ګټه وو.

پوتین هند ته د دفاعي اړیکو د پراختیا په موخه تللی

د ډیلي په هوايي ډګر کې د نرندرا مودي لخوا ولادیمیر پوتین ته تود هرکلی وویل شو.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د ډیلي په هوايي ډګر کې د نرندرا مودي لخوا ولادیمیر پوتین ته تود هرکلی وویل شو.

د پنجشنبې په ورځ ښاغلي پوتین هند په دوه ورځني سفر ولاړ چې موخه یې د دوه اړخیزو دفاعي اړیکو پراختیا وه. هغه چې سبا – د جمعې، د ډسمبر پنځمه د دواړو هېوادونو په کلنۍ غونډه کې ګډون کوي. پوتین په هوايي ډګر کې د هند د لومړي وزیر له تود هرکلي سره مخ شو.

دغه سفر په داسې وخت کې کېږي چې هند د امریکا له خوا د مسکو د تېلو د پېرلو د بندولو په اړه تر سخت فشار لاندې دی.

هند د روسیې د تېلو اصلي پېرودونکی شوی، چې دا په تخفیف اخلي او وروسته له دې چې روسیې د اوکرایین جګړې له امله د اروپا له دودیزو پېرودونکو سره اړیکې پرې کړې، د صادراتو بازار چې مسکو ته ډېر اړین و، برابر کړی دی.

ډونلډ ټرمپ تیر اوړی د هند لخوا د روسیې د تېلو د دوامدارو پېرودونو په اساس، پر ��ېری هندي محصولاتو ۵۰ سلنه تعرفه ولګوله.

پوتین او مودي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، نرندرا مودي د هند د لومړي وزیر په استوګنځي کې د ولادیمیر پوتین د نا رسمي ډوډۍ کوربه‌توب کوي.

هند او روسیه څو لسیزې کېږي چې نژدې متحدان دي او ولادیمیر پوتین او ن��ندرا مودي تودې اړیکې لري.

ښاغلي پوتین له هند سره د دې نژدې اړیکو لپاره د روسیې د نورو مشرانو پرتله زیات وخت او انرژي مصرف کړې ده.

هند د نړۍ درېیم لوی د خامو تېلو مصرفوونکی دی او لویه اندازه یې له روسیې اخیستې ده. خو د اوکرایین له جګړې مخکې یوازې ۲.۵ سلنه د هند د تېلو واردات له روسیې وو.

پر هند د وسلو پلورل د روسیې لپاره له نورو لومړیتوبونو یو دی او دا د پخواني شوروي اتحاد له دورې راهیسې همداسې پاتې شوی دی. روسیه چې د کاري ځواک له کمښت سره مخ ده، هند د ماهر کاري ځواک یوه ارزښتناکه سرچینه ګڼي.

سره له دې چې د لوېدیځو حکومتونو له خوا د اوکرایین د جګړې له کبله پر روسیې د نیوکو سخت فشارونه راغلي، نرندرا مودي په دوامداره توګه ټینګار کړی چې خبرې اترې د شخړې د حل یوازېنۍ لاره ده.