ولې د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ ونومول شوه؟

Kabul

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وولکر تورک وویل سږ کال د بشري حقونو لپاره "له شک پرته سخت او له تناقضونو ډک و."

نن د ډسمبر ��سمه د بشري حقونو نړیواله ورځ ده. دا ورځ د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر پر لسمه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ لخوا د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې (UDHR) له تصویبېدو سره سمون لري چې د بشري تاریخ یوه له ډېرو مهمو لاسته راوړنو ګڼل کېږي.

دا اعلامیه د عدالت، ازادۍ، برابرۍ او انساني کرامت پر ژمنتیا ټینګار کوي. سږ کال دې ورځ ته "بشري حقونه؛ زموږ د هرې ورځې بنسټیزو اړتیاو" نوم ورکړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګه وايي، د ناکرارۍ او نه اټکل کېدونکي حالت په دې دور کې، چې ډېر خلک د ناامنۍ، نهیلۍ او پردیوالي احساس کوي، د بشري حقونو د ارزښتونو بیا تایید او دا ښودل چې دغه ارزښتونه لا هم بشریت لپاره یو ګټونکی تجویز دی، د بشري حقونو د ورځې موضوع ده.

د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې د تصویبېدو ۷۷ کاله کېږي، خو ملګري ملتونه وايي، بشري حقونه اوس هم �� نړۍ لروبر له ډول ډول ننګونو او محدودیتونو سره مخامخ او تر بریدونو لاندې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر، وولکر تورک په جنیوا کې یوې خبري ناستې ته وویل، سږ کال د بشري حقونو لپاره "له شک پرته سخت او له تناقضونو ډک و."

هغه زیاته کړه چې د بشري حقونو خوندیتابه لپاره د کار او هڅو بودېجه کمه شوې، اړتیا وړ پام ورته نه کېږي او ان تر برید لاندې دي.

نوموړي وویل "څوک چې د حقونو او عدالت دفاع کوي، تر برید لاندې دي، بندیزونه پرې لګول کېږي او محکمو ته وړندې شوي، خو هغوی چې د جنایتونو د ترسره کېدو امرونه صادروي، له معافیته خوند اخلي.‏"

ښاغلي تورک زیاته کړه چې په نړیواله کچه بشري مرستو او مدني ټولنې لپاره بودېجه کمه شوې، خو د حقونو ضد غورځنګونه بیا له مالي اړخه پیاوړي شوي او د وسلو صنعت په ګټه کې روان دی.

جګړې، بې‌ عدالتۍ، نابرابرۍ، ناانډوله مالي سیستمونه او توکم‌یز او جنسیتي تبعیض د بشري حقونو پر وړاندې عمده ننګونې بلل کېږي.

ښاغلي تورک د دې ورځې په مناسب خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې د ښکېلاک، توکم‌پالنې، جنسیتي او بل هر ډول تبعیض پر وړاندې مبارزه د نړیوالو بشري حقونو بنسټ جوړوي.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې د بشري حقونو خوندیتابه لپاره کمپاین هم پیل کړی اوله دې لارې ټینګار کوي چې بشري حقونه مثبت، اړین او د ترلاسه کولو وړ دي.

د بشري حقونو نړیواله اعلامیه

Kabul

د عکس سرچینه، Getty Images

دا سند د ۱۹۴۸م کال د ډسمبر ۱۰مه د فرانسې پلازمېنه پاریس کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په درېیمه جلسه کې د ۲۱۷ شمېره پرېکړه‌لیک په توګه ومنل شو.

ملګرو ملتونو هغه مهال ۵۸ غړي لرل او د افغانستان په ګډون ۴۸ هېوادونو ترې دې اعلامیې ته مثبته رایه ورکړه.

دا اعلامیه ۳۰ مادې لري چې د افرادو بنسټیز حقونه او بنسټیزې ازادۍ پکې په تفصیل سره تشرېح شوې دي.

د بشري حقونو نړیواله اعلامیه هېوادونه اړباسي چې یو فرد د ملیت، جنسیت، رنګ، ژبې، دین، مذهب، اوسېدو ځای، قومي یا نژادي ریښې یا کوم بل حیثیت له پام کې نیولو پرته د ازاد زېږېدلي، د وقار، انساني کرامت او برابرو حقونو درلودونکي موجود په توګه په رسمیت وپېژني.

که څه هم د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې منځپانګه رسمآ قانوني الزامیت نه لري، خو د بشري حقونو نړیوال قانون، ملي قوانینو او حقوقي مقرراتو لپاره الهام بښونکې او بنسټ جوړونکې ده.

دې اعلامیې په نړیواله او ملي کچه پر حقوقي، سیاسي او ټولنیزو پرمختګونو ژوره اغېزه کړې او اهمیت یې له دې جوتېږي چې په نړۍ کې تر ټولو د ډېر ژباړل شوي سند په توګه ۵۷۷ ژبو ته ژباړل شوې ده.

ملګري ملتونه وايي، دغه اعلامیه "ټولو خلکو او ټولو ملتونو لپاره د لاسته راوړنې ګډ معیار" په توګه د نړیوالو، ملي او سیمه‌ییز قوانینو او پالیسیو لپاره یوه نړیواله طرحه او دوامدار پرمختګ لپاره د ۲۰۳۰ کال د اجنډا بنسټ دی.