څلور هراتي ځوانان چې د ځانګړو جامو اغوستلو له کبله نیول شوي وو بېرته خوشي کړل شوي دي

هراتي ځوانان

د عکس سرچینه، Social Media

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دعوت او ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکوونکو د هرات په جبرئیل ښارګوټي کې څلور نیول شوي ځوانان چې ویل کېږي په عام محضر کې یې د انګلیسي ټلویزیوني سیریال (پيکې بلائنډرز) کرکټرونو ته ورته کالي اغوستي وو، خوشي کړي دي.

د طالبانو حکومت یاد وزارت بي بي سي ته ويلي، دغو ځوانانو ژمنه کړې چې دا پېښه به نه تکراروي او پښېماني یې څرګنده کړې ده.

پر دې کسانو تور لګېدلی، چې د 'پردي کلتور' عامولو کې یې برخه اخیستې.

د امر بالمعروف او نهی عن المنكر وزارت ویاند سیف الاسلام پر خواله رسنۍ اېکس یوه پیغام کې ویلي، دغه کسان د یوه بهرني سیریال له کرکټرونو په الهام سره د ورته کالیو اغوستلو له کبله نیول شوي دي.

په دا وروستیو ورځو کې پر خواله رسنیو د هرات جبرئیل ښارګوټي څلورو اوسېدونکو تصویرونه خپاره شول چې د انګلیسي ژبې ټلویزیوني سیریال (پيکې بلائنډرز) مرکزي کرکټرونو شلبي کورنۍ نارینه وو ته ورته کالي یې اغوستي او د سیمې په لارو کوڅو کې ګرځي.

دې کسانو ته د خواله رسنیو ځینو کاروونکو د ''جبرئیل شلبیانو'' نوم ورکړی و او د ډېرو توجه یې ځانته کړې وه.

بل لور د طالبانو امر بالمعروف او نهي عن المنكر وزارت کارکوونکو د دې ځوانانو کالي او فعالیت ''د افغانستان خلکو له کلتور او اسلامي ارزشتونو'' سره متضاد بللي او د یاد وزارت ویاند وايي، عکس العمل به ویني.

د امر بالمعروف وزارت ویاند پر خواله رسنۍ خپل پیغام کې د دې ځوانانو له ډلې د یوه اعترافي څرګندونې هم خپرې کړې، چې د دې ډول کالیو اغوستلو له کبله پښېماني څرګندوي. خو معلومه نه ده، چې دا اعتراف په څه ډول شرایطو کې اخیستل شوی دی.

یاد وزارت له دې مخکې هم ځینې کسان د ورته دلایلو له کبله نیولي او دغه راز یې د سلمانیو کارکوونکو ته ویلي و، چې د ''لوېدیځوالو'' په بڼه د خپلو مشتریانو د سر یا ږیرې وېښتو له جوړولو ډډه وکړي.

طالبانو په افغانستان کې دویم ځل واک ته له رسېدو سره سم په لومړیو اقداماتو کې د ښځو چارو وزارت پر ځای د دعوت او ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت رامنځته کړ. دغه وزارت ''د ټولنې اصلاح'' خپل هدف بولي.

ملګرو ملتونو سازمان په خپل یوه مخکیني رپوټ کې ویلي و، چې د دې وزارت له تګلارو د سرغړونې سزاګانې داسې دي، چې ''وړاندوینه یې نه کېږي او د وېرې ترهې چاپېریال رامنځته کوي.''

د امر بالمعروف والنهي عن المنكر وزارت ډېرې لارښوونې د ښځو ټولنیز او شخصي ژوند په هکله دي.

پیکې بلائنډرز سیریال

پیکې بلائنډرز سیریال

پیکې بلائنډرز سیریال لومړی ځل د بي بي سي له لارې خپور شو، چې د ډېرو پام یې ځانته کړ. د دې سیریال کیسه په ۱۹۲۰ کلونو کې د برېتانیا په برمنګهم کې د جنايي پېښو پر موضوع راڅرخي، چې اسټیون نائټ چمتو کړی دی.

کیسه د شلبي بانډ کورنۍ له کړو- وړو سره مخته ځي، چې د مشر توماس شلبي رول یې کلیلیان مورفي خورا ښه لوبولی او دا کرکټر هڅه کوي، د خپلې کورنۍ د واک ساحه پراخه کړي.

د دې سیریال نارینه معمولاً د پتلون، کورتۍ، ځانګړي انداز واسکټونو، جیبي ساعتونو، خولیو او څرمنې پیزارو کې لیدل کېږي، چې په هغو کلونو کې د فېشن برخه وو.

د کالیو او سټائل دې ځانګړې بڼې د لیدونکو لپاره د سیریال جذابیت نور هم زیات کړی.