د طالبانو حکومت ځينو مخالفو څېرو د امنیت شورا په ملاتړ د 'هر اړخیزې سولې' لپاره د مذاکراتو غوښتنه کړې

د طالبانو حکومت ځینو مخالفو سياسي څېرو د افغانستان د کړکېچ حل لپاره د ملګرو ملتونو امنيت شورا په ملاتړ د سولې د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د یو شمېر سیاسي مشرانو لکه عبدالرشيد دوستم، عطا محمد نور، محمد محقق، محمد یونس قانوني، سرور دانش، محمد حنيف اتمر، عمر داودزي، تادين خان اڅکزي، سيمين بارکزي، راحلې دوستم تر څنګ له هېواده بهر يو شمېر نورو سياسي څېرو په دې انلاین غونډه کې ګډون درلود.
د افغانستان د ملي مقاومت په نامه د جبهې مشر احمد مسعود او د جمعيت اسلامي ګوند يوه لوړ پوړي غړي محمد اسماعيل خان د غونډې په وروستيو کې ګډون وکړ.
د افغانستان د ژغورنې مقاومت عالي شورا په نامه د يوې ډلې وياند حسين ياسا بي بي سي ته وويل چې دا غونډه د طالبانو حکومت پر ضد د سياسي خوځښتونو د "يووالي" په موخه جوړه شوې وه او ګډه اعلاميه ولوستل شوه.
نوموړي وويل، د اعلاميې اصلي پام د ده په ټکو "د سولې جامع پروسې پر غوښتنه، د داخلي هوکړې له لارې د حکومت مشروعيت او د وګړو د حقونو پر ساتنه" راټول و.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی په ډاګه کړی.
په اعلامیه کې ټينګار شوی چې د طالبانو پر حکومت بايد فشار راوړل شي چې "د بشري حقونو درناوی" وک��ي، "د مېرمنو ګډون" یقيني کړي، د تېر حکومت د چارواکو نيول او محاکمه" بنده کړي، د ملکيتونو غصب او د جبري بېځايه کېدنې مخه ونيسي"، "د عامه څارنې او قانوني حساب ورکولو پرته د افغانستان د طبيعي سرچينو د پلور مخنيوی" وکړي او د دې تر څنګ ځينې نورې غوښتنې شاملې وې.
په اعلاميه کې ويل شوي چې "د افغانستان کړکېچ بايد په لازمي او غوره توګه د هر اړخيزه او بين الافغاني خبرو اترو او هوکړې له لارې حل شي. دغه مذاکرات بايد ژر تر ژره د ملګرو ملتونو امنيت شورا، د سیمې هېوادونو او نړيوالې ټولنې په ملاتړ وشي".
يوې سرچينې بي بي سي ته وويل، چې ايران، ترکيه او قطر د دې غونډې او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مخالفو سیاسي ډلو د "يووالي" ملاتړ کوي چې د دوی او طالبانو حکومت تر منځ "معنی لرونکو سياسي خبرو اترو" ته لاره هواره شي.
خو دې هېوادونو په رسمي ډول تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
دا غونډه د ژغورنې ملي مقاومت عالي شورا، د ژغورنې ملي شورا او د سولې او عدالت غورځنګ لخوا پیل شوه، دا درې واړه سیاسي جوړښتونه له افغانستان څخه بهر د طالبانو حکومت له سیاسي مخالفینو جوړ شوي دي، چې ډېری غړي یې د پخوانيو حکومتونو لوړ پوړي چارواکي وو.
که څه هم د طالبانو حکومت يو شمېر مخالفو څېرو په دې غونډه کې ګډون کړی و خو ځينې نورو بيا پرې نیوکې کړې او وايي دا ډول ائتلافونه او غونډې د دوی په ټکو پايلې نشي لرلي.
د افغانستان د پخواني جمهوری نظام د چارو ادرې رئيس فضل محمود فضلي دغه غونډې ته په اشاره پر فېسبوک ليکلي چې، "اوس هم جنګسالاران او انجيوبازان هر څو اوونۍ وروسته یو ائتلاف جوړوي او بيا ژر ړنګېږي". نوموړي تور پور کړی چې د دوی "هدف د شخصي ګټو خوندي کول دي."
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د سیاسي ګوندونه او ډلو پر فعالیت بنديز لګولی خو ویلي یې دي چې دا سیاستوال کولی شي افغانستان ته راستانه شي.








