د ټوخي درمل که د لیمو او شاتو شربت - کوم درته ښه دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, الېکس ټیلر
- دنده, بي بي سي
دا د کال داسې موسم دی چې ژمني ویروسونه پکې قوي کېږي، او امکان لري له کوره نیولې تر کارځي او بیا عامه ترانسپورته هر ځای د ټوخي غږونه واورئ.
ډېر خلک د ستونزې حل لپاره د ټوخي درملو ته مخه کوي. خو ایا درمل باید حتمي وخوړل شي، که د شاتو او لیمو په څېر کورنۍ لارې هم همدومره ګټورې دي؟
د مانچسټر پوهنتون کې د تنفسي درملو استادې جکي سمېت، د بيبيسي راډیو فور له سلایسډ برېډ سره پر دې غږېدلې چې په دې تړاو حقایق او افسانې سره جلا کړي.
اکثریت ټوخي له زکامه وي او د زکام ویروسونه معمولا دې ته اړتیا لري چې په طبیعي ډول زموږ له بدنه ووځي. د ټوخي په درملو سره د ویروسونو درملنه نشي کېدای، خو دومره کولی شي ستونی مو یو څه ارام او د خارښت احساس یې کم کړی، چې د ټوخي لامل کېږي.
پروفیسوره سمېت وايي، که ټوخی وچ وي نو د بلسام یا د اراموونکو ګلېسرول په څېر ټېنګ-خوږ شربت کولی شي "ستوني مو وپوښي" او له وچوالي وساتي.
خو نوموړې زیاتوي چې د ارزانه بیه پلورنځیو او لویو برانډونو د ټوخي درملو اغېزمنتیا یو ډول ده، نو پر دې نه ارزي چې ګرانه وپېرئ.

د عکس سرچینه، Getty Images
لېبل یې یوازې د یو توپیر لپاره کتی شئ - د بورې اندازه. د ټوخي شربتونو کې معمولآ د بورې اندازه ډېره زیاته وي. که له دې اړخه اندېښنه لرئ، نو د ټوخي بې بورې درمل غوره انتخاب کېدای شي.
د ټوخي درملو کمپنۍ ډېر وخت دا اعلانونه هم کوي، چې ګوندې د دوی درمل ځینې "فعال اجزا" لري. په دې کې ډېکسټرومیتورفن هم شاملېدای شي، چې ادعا کېږي د ټوخي انعکاس مو لمنځه وړي. خو پروفیسوره سمیت وايي، چې اغېزه یې لږه ده.
نوموړې زیاتوي، چې د درملو دوز او اندازه هم تل مهمه ده، په ځانګړي توګه د ډېکسټرومیتورفنو، چې د روږدتیا یا اعتیاد لامل کېدای شي. اغلې سمېت وايي: "یقینآ چې نه به غواړئ چې پر لېبل له وړاندیز شوي دوزه ډېر وخورئ."
د سینې ټوخي په ځینو شربتونو کې لیومینتول وي - داسې توکی چې ستونی یو څه "سړوي" او د خارښت احساس، چې د ټوخي لامل کېږي، کموي.
اوبه وڅښئ او انتظار وکړئ

د عکس سرچینه، Getty Images
که ټوخی لوند وي نو ډېر خلک ورسره پر خپله سینه د بلغم بوج او د ساه تنګون احساسوي.
دا کېدای شي د برونشیت په څېر د ثانوي انتاناتو له کبله وي، چې تنفسي لارې سوځوي، یا مو په پزه او سینوسونو کې د اضافي بلغم د راټولېدو لامل کېږي.
طبیعي ده چې ښايي له نسخې پرته شربت واخلئ. خو د پروفیسورې سمیت مشوره دا ده چې د اغېزمنتیا په اړه یې شکمن اوسئ.
د بېلګې په توګه، ادعا کېږي چې د ګوایفینسین اجزا بلغم نرموي، خو د دې کوم پرېکنده ثبوت نشته.
او په داسې حال کې چې د ډېفنهایډرامین په څیر ارام بښوونکي انټيهېسټامینونه ښايي د شپې ښه خوب کې درسره مرسته وکړي، خو پخپله د ټوخي درملنه نه کوي.
په ورته ډول د دې شواهد هم کم دي، چې د سعتر (تېم) او نجمابي (سکوېل) په څېر د بوټو استخراج دې اغیز لري.
پروفیسوره سمېت وايي، د دې پر ځای غوره دا ده چې رغېدو ته "انتظار" وکړئ، اوبه وڅښئ چې د بدن اوبه مو پوره وي او تر یوه وخته د ستوني درد ګولۍ وخورئ، چې د څه وخت لپاره "ټوخی بندوي".
شات او لیمو څنګه؟
د شاتو او لیمو ګرم کورنی مخلوط د وچ ټوخي ارامتیا لپاره هماغسې اغېزه درلودای شي، چې له نسخو پرته نور غوراوي یې لري.
پروفیسوره سمېت زیاتوي، د کوکرین څېړنې چې د شواهدو یوه خپلواکه ارزونه ده، ښودلې چې له یو کلنو پورته ماشومانو ته چې وچ ټوخی او زکام لري، د شاتو او لیمو کارول "یو څه ګټه رسولی شي".
وټوخېږئ چې سینه مو سپکه شي
دا هم د یادولو وړ ده چې ټوخی اړین دی. په دې توګه زموږ بدن د خراشکو له شره خلاصېږي.
که ټوخی لوند وي، نو د خراشکو تو کول د تنفسي سیستم ارامولو سره مرسته کولی شی.
پروفیسوره سمېت وايي: "زه به تر هغې ټوخېږم، چې اړتیا یې وي. هېڅکله به دا هڅه ونه کړم چې بند یې کړم. تو یې کړئ." که داسې کوئ، حتمآ کاغذي دستمال کاروئ.
خو که تېر یې هم کړئ، هېڅ زیان نه رسوي، ځکه معده یې هم تجزیه کولی شي.
یوازې د بلغم د رنګ څرنګوالی د اندېښنې موضوع ده. که تیاره نسواري وي، نو "ښایي یو څه وینه ورکې وی."
د سینې ډېری ټوخي عمومآ څو اونیو کې انټيبیوټیکو ته له اړتیا پرته لمنځه ځي. خو که له درېیو اوونیو ډېر دوام وکړي، نو د پروفیسورې سمېت مشوره دا ده چې ډاکتر ته ولاړ شو.








