د ټیلفون د ډېر کارولو زیانونه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یاسمین روفو
- دنده, بيبيسي نیوز
ټول پوهېږو چې له ټیلفون سره بوختیا مو اړیکو ته ښه نه ده، خو بیا یې هم ورځ کې لسګونه ځله راخلو او کاروو.
همدا ده چې فبېنګ یا په غیر ارادي ډول ټلټفون لپاره د چا له پامه غورځول، زموږ ستاسې د ورځني ژوند برخه ګرځي.
دا مو اړیکې زیانمنولی شي، ځکه ملګري داسې انګېري چې پام ورته نه کېږي یا یې پروا نه ساتل کېږي.
ماشومان هم مور او پلار لخوا د ټلټفون د کارېدو له اړخه ډېر اغېزمنېدلی شي، داسې چې په کوچنیو کې د اړیکو متره کمزورې کوي او په یو څه لویانو کې ځان درناوي او پر ځان باور ته زیان رسوي.
د یوه ارواپوه په وینا، د ټیلفون کارولو کې پر ځان د کنټرول نه درلودو له کبله پر ځان د نیوکې پر ځای ښه او اغېزناکه لار دا ده چې د ټلټفون کارولو لپاره د وخت پر غوراوي تمرکز وشي.
لندن کالج په نوم پوهنتون کې مرستیاله استاده ډاکتر کاتلین رېګېر د دې ساده لار راښيي چې کله له بل چا سره یو، څنګه ناپامۍ کې د ټلټفون د راخیستلو مخه نیولی شي.
هر ځل چې ټیلفون ته لاس کوئ، نو مقابل لوري ته وایئ چې ولې مو راخیستی او کله چې مو کار پای ته ورسېږي، نو بېرته یې ږدئ او په خبرو کې بوختېږئ.
دا کار تقریبا ډېر اسان ښکاري، خو ډاکتره رېګېر د بيبيسي 'ومېڼ هاور' خپرونې ته ویلي، دا کوچنی بدلون کولی شي زموږ د چلند بدلولو کې مرسته وکړي، ځکه موږ ډېر وخت پیغامونه چک کوو، خبرتیاوې یا نوټېفکېشنونه تېروو یا له فکر کولو پرته "یوازې ژر ژر یو څه وګورو."

د عکس سرچینه، Getty Images
مهمه دا ده چې هر څه روښانه وي. که کوم پیغام راځي چې تاسو یې چیک کولو ته اړتیا لرئ، نو هغه کس یا خلکو ته چې ورسره یاست، باید وايئ: "اړینه ده چې دا ځواب کړم. بېرته به تاسې سره اوسم."
"باید د ټرېن وختونه مې چک کړم" یا "مور ته مې ځواب ورکوم" په واضېح ټکو داسې روښانولو سره تاسې په ناپوهېدلي ډول د خپل موبایل د کتلو عادت مخه نیولی شئ او ترڅنګ یې تاسې سره موجود کس ته دا پیغام رسوي چې دوی مهم دي.
ډاکتره رېګېر وايي "دا مقابل کس کې د دې احساسولو ته نه پرېږدي چې پام ورته نه کېږي."
"او دا تاسې هم مسوول ګرځوي، ځکه د دې احتمال کموي چې نورو اپلېکېشنونو ته سر ورښکاره کړئ او یا پاڼې کښته پورته کړئ."
دا کار ستاسې د اړیکو ښه کولو کې هم مرسته کولی شي.
د بریتانیا په ساوتامپټن پوهنتون کې د ارواپوهنې مرستیالې استادې ډاکترې کلایر هارټ د یوې داسې څیړنې مشري کړې، چې له ۱۹۶ کسانو سره په کې د دوی د اړیکو او د ټیلفون کارولو په اړه خبرې شوې دي.
پایلو په ټولیز ډول ښودلې، هرڅومره ډېر چې تاسو دا احساسوئ چې د یو چا لخوا تلېفون لپاره له پامه غورځول کېږئ، هماغومره مو اړیکي خرابېدای شي.
ډاکتره هارت وايي "هر کس یو شان غبرګون نه ښيي... دا له شخصیت سره تړاو لري، خو یو ځل چې یو کس احساس کړي چې له پامه غورځول کېږي، دا د غبرګون لامل ګرځېدلی شي."
"دوی پخپله هم ټیلفون ته لاس کوي، او په دې توګه دا پر یوه خطرناکه کړۍ بدلېږي ځکه د ژوند هر ملګری د ردېدو احساس کوي او داسې انګېري چې د ټیلفون پر ښیښه د ښکارېدونکي شي پرتله کم ارزښت ورکول کېږي."
هر وخت چې فب یا ټیلفون لپاره له پامه غورځول کېږئ، ارتباط مو پرې کېږي او کله چې د ټیلفون ښیښې ته د لیدلو لپاره یوه ګډه شیبه له لاسه ورکړئ، نو بېرته هغه څه ورستنېدل یو څه وخت نیسي، چې مخکې روان وو.




