"په غزه کې د وژل شويو شمېر له ۷۰ زرو اوښتی دی"

غزه کې وژل شوي ماشومان

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت وايي، د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر له اوومې راهيسې د اسرائیلو پوځي عملياتو کې له ۷۰ زرو زيات فلسطينيان وژل شوي دي.

د مړو شمېر په داسې حال کې زيات شوی چې د اوکټوبر پر ۱۰ مه د اوربند له پيلېدو وروسته هم اسرائیلو د ��وی په وينا له سرغړونو وروسته هوايي بريدونه ترسره کړي او د دې سربېره له کنډوالو لا هم مړي رايستل کېږي.

د راپورونو له مخې د شنبې په ورځ د اسرائیلو ډرون بريد له امله په وژل شويو کسانو کې دوه کوچني وروڼه فادي او جمعه ابو عاصي هم شامل وو. د دوی کورنۍ وايي په داسې حال کې وژل شوي چې د سون لپاره یې لرګي راټولول.

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو (ای ډي اېف) بي بي سي ته ويلي، دوه مشکوک کسان یې هغه مهال په نښه کړل چې له ژېړې لیکلې اوښتي وو.

دا هغه لیکه ده چې د امریکا په منځګړيتوب د اوربند له تړون وروسته په غزه کې کښل شوې او اسرائیلي ځواکونه د کرښې د هغې بلې برخې له سيمې وتلي دي.

په رسنيو کې د يوه وژل شوي ماشوم عمر اته او د بل له ۱۰ تر ۱۱ کلونو ښودل شوی دی.

د دوی خپلوان وايي، دغو ماشومانو د جنوبي غزې په خان يونس کې د سون لرګي راټولول.

د جنازې لمونځ یې د شنبې په ورځ د ناصر روغتون کې ترسره شو.

د جګړې په اوږدو کې د غزې روغتيا وزارت له خوا ورکړل شوې شمېرې تر ډېره کارول کېږي او د ملګرو ملتونو او نړيوالو ادارو له خوا د باور وړ بلل شوې خو اسرائیلو تل د غزې د چارواکو خپاره شوي معلومات رد کړي دي.

د بي بي سي په ګډون نړيوالو خبريالانو ته د اسرائیلو له خوا اجازه نه ورکول کېږي چې په خپلواکه توګه غزې ته ولاړ شي، له دې کبله د دواړو خواو له خوا ورکړل شوې شمېرې نشو تائیدولی.

د غزې د روغتيا وزارت وايي، د وژل شويو فلسطينيانو شمېر ۷۰۱۰۰ تنو ته رسېدلی چې په دې کې ۳۵۰ تنه د اوکټوبر له ۱۰مې کله چې اوربند پيل شوی هم شامل دي.

د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه هله پیل شوه چې حماس د اسرائيلو په جنوب برید وکړ چې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه پکې ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل شول.