د حماس ضد ملېشې مشهور قوماندان یاسر ابوشباب په غزه کې وژل شوی

د عکس سرچینه، Yasser Abu Shabab/Facebook
په غزه کې د حماس یو مخالف ملېشه مشر وژل شوی دی. یاسر ابو شباب د (القوات الشعبية) یا ولسي ځواک په نامه وسله والې ډلې مشري کوله، چې لسګونه وسله وال غړي لري او په رفح ښار کې د اسرائیلي پولې په شاوخوا سیمو کې فعالیتونه کوي.
(القوات الشعبية) ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي، ابو شباب په داسې حال کې ووژل شو، چې د (أبو سنيمة) کورنۍ تر منځ یې د ''یوې شخړې هوارولو'' هڅې کولې.
یادې ډلې هغه ''غولوونکي'' رپوټونه رد کړي، چې ګواکې ابو شباب د حماس لخوا وژل شوی، چې پر نوموړي یې له اسرائیل سره د همکارۍ تورونه لګولي وو.
له دې مخکې د نوموړي خپلې ترابین کوچي قبیلې له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي وو، چې ابو شهاب د ''مقاومت له لاسه'' وژل شوی او پر دی له فلسطینیانو سره د خیانت تورونه لګولي وو.
د حماس په یوه بیان کې ویل شوي، "هغه برخلیک چې ابو شباب ورسره مخامخ شو" "د هغو ټولو کسانو حتمي برخلیک دی، چې له خپلو خلکو او وطن سره خیانت کوي او د اشغالګرو (اسرائیل) په لاسونو کې د وسیلې په توګه کار کوي".
حماس د هغه په وژنه کې د لاس لرلو په هکله له څه ویلو پرته دا څرګندونې کړې.
د اسرائیلو پوځي راډیو په رپوټ کې بیا په دې هکله ویل شوي، چې ابوشباب له ټپي کېدو وروسته د اسرائیل بیرشیبا ښار روغتون ته لېږدول شوی او هلته یې ساه ورکړې. خو د روغتون چارواکو بیا دا رد کړې، چې ګواکې الشباب د دوی تر درملنه لاندې مړ شوی دی.
د القوات الشعبية ځواکونو په بیان کې ژمنه شوې چې د ابو شباب تګلاره به تر هغو دوام وکړي "چې د غزې پر خاوره وروستی ترهګر له منځه یوړل شي او زموږ د خلکو لپاره چې په سوله باور لري یو روښانه او خوندي راتلونکی جوړ شي".
په تېره جون میاشت کې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ومنله چې اسرائیل په غزه کې هغو فلسطیني قبیلو ته وسلې ورکوي، چې د ده په وینا د حماس مخالف دي.
دا له هغه وروسته وه، چې اسرائیلي رسنیو رپورټونو کې وویل شول چې هغه القوات الشعبية ته د وسلو رسولو اجازه ورکړې ده. خو یادې ملېشې بیا دا رد کړې وه، چې دوی د اسرائیلو لخوا وسله وال شوي دي.
القوات الشعبية د جګړې په ترڅ کې غزې ته د استول شويو بشري مرستو لاریو په لوټلو هم تورن شوي، خو یادې ملېشې دا هم رد کړې وه. په اسرائیل کې ځینې رپوټونه داسې هم خپاره شوي، چې ادعا کوي، چې د دوی دوه غړي د اسلامي دولت ډلې (داعش) سره پخوانۍ اړیکې لري.

د عکس سرچینه، Yasser Abu Shabab/Facebook
نږدې اته اونۍ مخکې چې د حماس او اسرائیل او حماس ترمنځ اوربند پیل شو، د راپورونو له مخې ابو شباب د حماس ضد ملېشو له څو مشرانو یو و، چې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د غزې سولې پلان په دوهم پړاو کې د مقام لپاره په جګړه بوخت وو.
په دې کې به د لنډمهاله حکومت جوړول، د نړیوال ثبات ځواک ځای پرځای کول، د اسرائیلي ځواکونو وتل او د حماس بې وسلې کول شامل دي.
حماس هوکړه کړې وه، چې هغه ټول اسرائیلي یرغمل چې فکر کېده ژوندي دي، او وژل شویو مړي به له اسرائیلي زندانونو د سلګونو فلسطیني زندانیانو خوشي کېدو او دغه راز له فلسطیني سیمو په جزوي توګه د اسرائیلي پوځیانو وتلو بدل کې خوشي کوي. ویل کېږي، د یوه وژل شوي یرغمل مړی تر اوسه نه دی سپارل شوی.
اسرائیل حکومت مخکې ویلي و، چې د دویم پړاو په خبرو کې به تر هغو پورې ګډون و نه کړي، چې ټول یرغمل کسان خوشي شوي نه وي. خو بل لور د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر چهارشنبه وویل د خبرو دویم پړاو به (خورا ژر پیل شي.)
په غزه کې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷ مه د اسرائیلو په سویل کې د حماس په مشرۍ له یوه برید وروسته پیل شوه، چې په کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل شول.
د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، له هغه راهیسې په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۷۰،۱۲۰ ډېر کسان وژل شوي دي.








