د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام په اړه څومره ��وهېږئ؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د فوټبال په راتلونکي نړیوال جام کې د لوبیدونکو لوبډلو د ډله بندۍ (قرعه کشۍ) مراسم په لوړه کچه امریکا کې نیول شوي وو.
د فیفا ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام لوبې د همدې دریو هېوادونو (امریکا، مکسیکو او کاناډا) په ګډ کوربتوب راتلونکي دوبی پیلېږي.
د فوټبال راتلونکی نړیوال جام د ډله بندۍ، کوربتوب او څو نورو دلایلو له کبله له پخوانیو هغو کمساری دی.
دا سیالۍ تر اوسه د فوټبال تر سره شویو ټولو نړیوالو جامونو څخه له دې کبله هم متفاوته دي چې له بل هر وخته ډېرې ۴۸ لوبډلې په کې ګډون کوي. د دوی له منځه ۳۲ هېوادونه په لومړي ځل د دې نړیوال جام برخه دي.
د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا ټول ټال ۲۱۱ غړي هېوادونه لري چې له شمېرې یې ۱۳۲ هېوادونو کله هم په کوم نړیوال جام کې ګډون نه دی کړی. د دوی له منځه بیا برازیل داسې لوبډله بلل کېږي چې د فیفا په ټولو ډېر۲۲ نړیوالو جامونو کې یې برخه اخېستې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اعلان شوې ډله بندۍ له مخې ګډون کوونکي لوبډلې په ۱۲ ګروپونو وېشل شوې چې په هر ګروپ کې یې څلور څلور لوبډلې دي.
د افغانستان او پاکستان فوټبال لوبډلو نړیوال جام ته لار نه ده موندلې خو د سیمې یو شمېر نور هېوادونه له ډلې یې ایران، ازبکستان، سعودي عربستان او یو شمېر نور د نړیوال جام برخه دي.
د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام ډله بندي
د جمعې ورځې پچې اچوونې له درکه ټولې ګډون کوونکي لوبډلې په لاندې ګروپونو وېشل شوي دي.
• اې ګروپ: مکسیکو، سویلي کوریا، سویلي افریقا او د اروپا د پلې اپ سیالیو ګټونکې لوبډله.
• بي ګروپ: کاناډا، قطر، سوېزرلنډ او د نړۍ د پلې اپ سیالیو ګټونکې اې لوبډله.
• سي ګروپ: برازیل مراکش، هایتي او سکاټلنډ.
• ډي ګروپ: د امریکا متحده ایالات، پاراګوای، اسټرالیا او د اروپا د پلې اپ ګټونکې سي لوبډله.
• اِي ګروپ: جرمني، کوراساو، د عاج ساحل او اېکوادور.
• اېف ګروپ: نیدرلنډ، جاپان، تونس او د اروپا د پلې اپ ګټونکې بي لوبډله.
• جي ګروپ: په دې ګروپ کې ایران، مصر، بلجیم او نیوزلنډ سره مخ دي.
• اېچ ګروپ: سعودي عربستان، هسپانیا، کېپ ورد او یوروګوای.
• ای ګروپ: فرانسه، سنګال، ناروې او د فېفا له پلې اپ دویمه لوبډله.
• جې ګروپ: ارجنټاین، الجزایر، اترېش او اردون.
• کې ګروپ: پرتګال، ازبکستان، کولمبیا او د فېفا پلې اپ لومړۍ لوبډله.
• اېل ګروپ: په دې وروستي ګروپ کې د انګلنډ، کروشیا، ګانا او پاناما لوبډلې راغلي دي.
د دغو سیالیو شپږ پاتې لوبډلې به د پلې اپ سیالیو له لارې چې را روان مارچ کې پلان دي وروستۍ شي.
د لوبډلو د ګروپونو له اعلان سره راتلونکی نړیوال جام ته معکوسې شمېرې هم پیل شوي او کوربه هېوادونو دغو سیالیو ته د لازم چمتووالي ټټر هم بیا ډبولی دی.
کومه لوبډله د ۲۰۲۶م کال فوټبال نړیوال جام د اتلولۍ ډېر چانس لري؟
که څه هم د شپږو لوبډلو ځای لا خالي دی خو د جولای په میاشت کې د پیلېدونکو سیالیو له منځه په ځينو لوبډلو وار له مخه د پیاوړو هغو فکر کېږي.
داسې اټکل کېږي چې جرمني، هسپانیه او بلجیم به د ۲۰۲۶م کال نړیوال جام تر ټولو اسانه ګروپي سیالۍ ولري. دا نظر د فیفا نړیوالې درجه بندۍ ته په کتو بیان شوی دی.
ویل کېږي نیدرلنډ او فرانسه بیا تر ټولو په سختو ګروپونو کې راغلي دي.
تېرو نږدې سیالیو ته په کتو انګلنډۍ لوبډله هم ښه وضعیت کې بلل کېږي.
هغه نظر پوښتنه چې د ډله بندۍ له اعلان وروسته بي بي سي پر لیکه خپره کړې د شنبې ورځې تر پایه ۲۹ سلنه خلکو د انګلنډ د اتلولۍ اټکل کړی. ۲۸ سلنو یې هسپانیا او ۱۲ سلنو ارجنټاین پیاوړي بللي دي.
د فوټبال د نړیوال جام د پرانیستې او پای لوبې چېرې دي؟
د فوټبال په راتلونکي نړیوال جام کې ټول ټال ۱۰۴ لوبې پلان دي چې له شمېرې یې ۷۸ سیالۍ په امریکا کې دي.
په پام کې ده چې د ۲۰۲۶م کال فوټبال نړیوال جام پرانېستې مراسم د جون پر ۱۱مه د مکسیکو په ازتکا لوبغالي کې تر سره شي.
د دغو سیالیو پای لوبه بیا د جولای په ۱۹مه د امریکا د نیوجرسي په مت لایف لوبغالي کې پلان ده.
مکسیکو له دې مخکې په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۶مو کلونو کې هم د فوټبال د نړیوال جامونو کوربتوب کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام (ورلډ کپ) په پچه اچونه (قرعه کشۍ) کې د هغه د ګډون موخه د جایزې ترلاسه کول نه وو، خو د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د جمعې پر ورځ د مراسمو په ترڅ کې هغه ته درناوی وکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړیوال جام تر ټولو لویه ننداره او پچه اچونه
ډونلډ ټرمپ، چې سږ کال یې د نوبل سولې جایزې ګټلو لپاره هڅې وکړې، د فیفا د سولې نوې جایزه ترلاسه کړه. فیفا دا جایزه د لومړي ځل لپاره د هغه هڅو ته په درناوي ورکړې ده چې په نړۍ کې یې په ځینو جنګي سیمو کې د خبرو اترو او د کړکېچ کمولو لپاره کړې دي.
د جمعې پر ورځ په واشنګټن کې د کینډي په مرکز کې، د ټلویزوني کامرواو د نړیوالو رسنیو پام یوازې ټرمپ ته و. هغه په خپله د نړۍ په یوې لويې لوبیزه ننداره کې ګډون وال و.
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني او د مکسیکو ولسمشرې کلاډیا شینباوم هم په دې مراسمو کې ګډون کړی و، خو ټول پام پر ټرمپ ور ټول و. د ایټالیې اپرا سندرغاړي اندریا بوچیلي د (نیسون دورما) سندره وویله، چې ټرمپ یې خوښوي او د هغه په ټاکنیزو غونډو کې یوه اساسي برخه وه، او په دې سره یې د مراسمو د پیل اعلان وکړ.
تېره میاشت، فیفا د "فیفا د سولې جایزې" په نوم د یوې نوې کلنۍ جایزې رامنځته کول اعلان کړل چې د قرعې کشۍ پر مهال "د هغو کسانو د ستاینې لپاره ورکول کېږي چې د سولې لپاره یې استثنایي او غیر معمولي ګامونه پورته کړي وي. ټرمپ یو مډال هم ترلاسه کړ او په داسې حال کې یې پر غاړه کړ چې د فیفا نړیوال فدراسیون مشر ګیاني انفانتینو یې ستاینه کوله، وویل شو چې ولسمشر "د نړۍ په کچه د سولې او یووالي د پیاوړتیا لپاره د خپلو هڅو" له امله د جایزې وړ دی.








