افغانستان کې د شګو او دوړو توپانونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (يو اېن ډي پي) په خپل وروستي راپور کې افغانستان د اقلیم بدلون له پلوه په لسو تر ټولو ډېرو اغېزمنو شويو هېوادونو کې ياد کړی دی او زياته کړې یې ده چې د وچکالۍ تر څنګ د هېواد په ځينو برخو کې د شګو او دوړو توپانونه وګړو ته ډېر زیانونه رسولي.
د راپور له مخې په جنوب او جنوب لوېديزو ولايتونو لکه هرات، فراه، نیمروز او کندهار کې خلک په کال کې له ۵۰ ورځو زيات د شګو او دوړو له توپان سره مخامخ وي. په شمالي ولایتونو لکه بلخ او جوزجان کې بیا دغه توپان له ۲۰ تر ۳۰ ورځو دوام کوي.
یادې ادارې ویلي، په افغانستان کې د شګو په توپان کې له ۱۵ تر ۲۰ سلنې زياتوالی راغلی چې لامل یې په هېواد کې اوږدمهاله وچکالي او د شنو سيمو کمېدل بلل شوي دي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ويلي، دوی د افغانستان په ختيځ کې له خلکو سره کار کوي چې د وچکالۍ پر وړاندې مقاومت لرونکې ونې وکري او وچې شوې ځمکې بيا شنې کړي.
دغه اداره وايي، دا د اقلیمي بدلون په مخنيوي او د شګو توپانونو په کمېدو کې رغنده رول لرلی شي.
د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام وايي، دوی هڅه کوي چې د عامه پوهاوي زیاتوالي سره د ګواښونو کچه کمه کړي او په دې موخه له ځايي چارواکو سره په ګډه کار کوی چې د چاپېريال په اړه د دوی معلومات او پلان جوړونه ښه کړي.
افغانستان له څو کلونو راهیسې له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی چې د تېر کال وچکالي يوه تر ټولو سخته هغه وه.
له دې امله تېر اوړی په ټول هېواد په ځانګړې توګه په جنوب او جنوب لوېديځ لکه فراه، نيمروز او هرات کې د دوړو او شګو توپانونه رامنځته شوي.
تېر اوړی د دوړو توپان دومره کچې ته رسېدلی و چې د هرات ډېری اوسېدونکو نشوای کولی له خپلو کورونو ووځي.
سخت بادونه د افغانستان له شمال او پاکستان څخه د سيستان او بلوچستان پر لور روان وي.
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د کاپ ۳۰ غونډه کې د طالبانو حکومت استازو ګډون نه درلود.
د طالبانو حکومت د چاپېریال ساتنې ادارې نیوکه کړې وه چې افغانستان سره له دې چې د اقلیمي بدلون له کبله سخت زیان منونکی دی له پامه غورځول شوی.
په افغانستان کې لوی طبیعي کړکېچونه

د عکس سرچینه، UNDP
افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دی چې د سړې هوا او سختې وچکالۍ سربېره، د طبیعي پیښو لکه زلزلې، ځمکې ښوېدنې، واورې ښوېدنې، توپانونو او سېلابونو سره هم مخامخ دی.
اټکلونه ښیي چې له ۱۹۷۰ څخه تر ۲۰۱۲ پورې، په هېواد کې شاوخوا له ۹ زره څخه تر ۲۰ زرو پورې خلک په زلزلو کې مړه شوي دي، سېلابونو هېواد ته له ۳۹۶ څخه تر ۵۹۷ میلیون ډالرو پورې زیان رسولی، او وچکالۍ په دې کلونو کې له ۶ څخه تر ۹ میلیون خلکو ته انساني او مالي زیانونه رسولي دي.
یوازې په ۲۰۱۲ کې، په هېواد کې شاوخوا ۳۸۳ طبیعي پیښې رامنځته شوې، چې په ۱۹۵ ولسوالیو کې له ۲۵۸۰۰۰ څخه ډېر خلک یې اغېزمن کړي دي. ۴۷۹ کسان مړه شوي او له ۲۹۰۰۰ څخه ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.
افغانستان په نړۍ کې د زلزلو له کبله دوولسم تر ټولو ډېر ځپل شوی هېواد دی او په ټوله نړۍ کې د وچکالۍ له پلوه په ۲۲ ځای کې دی او په نړۍ کې د سېلاب ځپلو هېوادونو په ډله کې څلورویشتم ځای لري.
د ځمکې ښوېدنې له پلوه په نړۍ کې ۳۰م ځای لري او د توپانونو له پلوه ۸۲م زیانمنونکی هېواد دی.











