د مخ ښکلا لپاره د فیلر کارولو روغتیايي زیانونه

د عکس سرچینه، Getty Images
وروسته له هغه چې د روغتیايي خطرونو په اړه نوي جزییات خپاره شول، د مخ د ښکلا لپاره د فیلر تزریقونو په اړه خبرداری ورکړل شو.
دې اعلان سره ښايي ډېرو ته دا اندېښنه ور په زړه شي چې د مخ ښکلا دغه اسانه لاره دوی ته څه زیان پېښوي.
د رګونو بندېدو خطرونه
څېړونکي هغو ښځو ته خبرداری ورکوي چې د مخ د ښکلا لپاره د ��یلر تزریقونو عملیات کوي، د شریانونو د بندېدو له امله د جدي اختلالاتو او ګډوډیو د رامنځته کېدو وېره شته. دا بندېدل کولی شي د وینې جریان ته زیان ورسوي، او په پایله کې د پوستکي د زیانمنېدو یا ان د ړوندوالي لامل شي.
د څارنې او درملنې لپاره د الټراساؤنډ ټکنالوژي
څېړونکو د هغو ۱۰۰ ناروغانو د معاینې لپاره د الټراساؤنډ (Ultrasound) د عکس اخیستنې ټیکنالوژي وکاروله چې د فیلر له تزریق وروسته یې ناغوښتل شوې پایلې لیدلې وې.
اوسمهال کلینیکونو ته سپارښتنه کیږي چې د فیلر د تزریق پرمهال نږدې شریانونو ته د زیان رسېدو مخنیوي لپاره، د دې عکس اخیستنې له ټیکنالوژۍ کار واخلي.
د څېړنې مشره ډاکټره روزا سیګریست وايي چې "د رګونو د بندېدو" پېښې (چې په کې فیلر په رګونو کې دننه یا ډېر نږدې تزریق کېږي) عامې نه دي، خو کیدلی شي ډېرې خطرناکې وي، ځکه چې که ډاکټران یې درملنه ونه کړي، د نسجونو د مړینې او په مخ کې د بدلونونو لامل کېدلی شي.

د عکس سرچینه، Rosa Maria Silveira Sigrist, M.D., and RSNA
خطرناکې برخې او د تشخیص ارزښت

د عکس سرچینه، Getty Images
د فیلر تزریق په پراخه کچه د تجاعیدونو (ګونجو) پټولو، د پوستکي سطح نرمولو، یا د پزې او شونډو د شکل ښایسته کولو لپاره کارول کېږي. سیګریست وايي چې د پزې شاوخوا سیمې د تزریق ترټولو خطرناک ځایونه دي، ځکه چې د پزې د رګونو تړاو په سر کې له ځینو ډېرو مهمو برخو سره دی. هغې په دې اړه روښانوي چې دې رګونو ته زیان رسول د پوستکي زیان، ړوندوالی، او دماغي سکتې په څېر جدي اختلالاتو لامل کېدلی شي.
د برازیل د ساو پاولو پوهنتون د سیګریست یوې څېړنډلې په سلو (۱۰۰) ناروغانو کې د فیلر له امله رامنځته شوي د رګونو اختلالات ګډوډي وڅېړله. د الټراساؤنډ معایناتو ښودلې چې له نیمایي په کمه برخه کې په مخ کې د سطحې او ژورو شریانونو ترمنځ په کوچنیو رګونو کې د وینې جریان نه و، او نږدې په دریمه برخه کې په لویو رګونو کې د وینې جریان زیانمن شوی و.
د درملنې لپاره د الټراساؤنډ ګټه
د دې لپاره چې له پیل د هر ډول اختلالاتو مخه ونیول شي، اوسمهال سپارښتنه کېږي چې په کلینیکونو کې د تزریق ځایونو کره پلانولو لپاره د الټراساؤنډ معاینات وکارول شي.
سیګریست وايي: "که چیرې الټراساؤنډ د لارښود په توګه ونه کارول شي، نو د تزریق عملیات یوازې د کلینیکي معایناتو پر بنسټ ترسره کېږي، چې دا بې پلانه د تزریق عملیات ترسره کول دي." هغه زیاتوي چې "که موږ هغه څه وینو چې الټراساؤنډ یې راښيي، نو دا موږ سره مرسته کوي چې درملنه د بندېدو دقیق ځای ته را په ګوته کوي." هغه دې ته هم اشاره کوي، دې پرځای چې ټوله برخه د "هیالورونایډیز" (Hyaluronidase) په درملو ولړل شي ترڅو فیلر لرې کړي، متخصصین کولی شي په پام کې نیول شوي تزریقونه ترسره کړي چې کمه اندازه ماده کاروي او درملنې ته ښې پایلې ورکوي.
د څارنې زیاتولو غوښتنې
د بریتانیا د پلاستیک جراحانو ټولنه وايي چې په الټراساؤنډ باور مخ پر وده دی، خو لا تر اوسه د درملنې لپاره یو معمول یا معیاري کچه نه ده ګرځېدلې. دا خطرونه یو له هغو لاملونو دي چې پر پلاستیک جراحیو د څار زیاتولو او د دې طبي درملنې (لکه تزریق) یوازې د باوري طبي روزنې لرونکو کسانو پورې محدودولو غوښتنه یې کړې ده.
د بریتانیې حکومت هم اعلان کړی چې د ښکلا د عملیاتو لپاره به محدودیتونه پلي کړي. د وړاندیزونو له مخې، د لوړ خطر عملیات، لکه د سُرینونو لویول، به یوازې په مناسبو وړتیاوو لرونکو طبي متخصصینو پورې محدود وي.
هغه کلینیکونه چې د (فیلر) او (بوټوکس) له لارې د بدن ښکلا عملیات ترسره کوي باید د رسمي جواز ترلاسه کولو لپاره سخت معیارونه پلي کړي.
د ۲۰۲۶ کال په پیل کې به د نویو محدودیتونو په اړه د نظرونو راټولولو لپاره ټولیزه مشوره خپره شي، چې وروسته به پارلمان په دې اړه خپله پرېکړه وکړي.











