د بلوټنګ په نوم یو ویروس کوم څاروي اغېزمنوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, هاجر شفق
- دنده, ګلوبل ژورنالېزم
د بلوټنګ وېروس، چې د BTV-3 په نوم هم یادېږي، هغه وېروس دی چې په غواګانو، وزو، پسونو، هوسیو، اوښانو، لاماوو، الپاکاوو او نورو شخوند وهونکو حیواناتو پیدا کېږي او دوی اغېزمنوي.
دا ناروغي د "بلوټنګ" په نوم یادېږي ځکه چې په شدیدو حالاتو کې ژبه او نور مخاطي غشاوي پړسېږي او ابي رنګه کېږي، چې د داخلي خونرېزۍ او د اکسیجن د کموالي له امله رامنځته کېږي.
د شمالي ایرلنډ د کرنې، چاپېریال او کلیوالو چارو وزارت د اکتوبر پر ۲۹ مه وویل چې په یوه مسلخ کې څارنې ښودلې چې ډاون کاونټي ته نژدې بنګر سیمې یوه فارم دوو غواګانو د دې ناروغۍ نښې درلودې.
وېروس د انسان د روغتیا یا د خوړو د خوندیتوب لپاره هېڅ ګواښ نه لري، خو د څارویو لپاره مرګونی کېدای شي. د ناروغۍ خپرېدو سره د څارویو د انتقال او سوداګرۍ بندیزونه هم رامنځته کېږي.
دا ناروغي عموماً په هغو هېوادونو کې لیدل کېږي چې هلته چیچونکي مچان شته، لکه د افریقا، اسیا، اسټرالیا، اروپا، شمالي امریکا او ګڼو استوایي ټاپوګانو برخو کې.
نښې یې څه دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم د نیلي ژبې علامه د دې ناروغۍ یوه مهمه نښه ګڼل کېږي، خو دا په هر اغېزمن شوي حیوان کې نه څرګندېږي.
د نیلي ژبې وېروس په پسونو کې نښې نښانې د خولې او پزې زخمونه، د سترګو یا پزې تېزاب، ډېر اوبه څښل، او د شونډو، ژبې، سر، غاړې او د کرونري بانډ (د پښې پوستکی) پړسوب شامل دي.
نورې نښې نښانې کېدای شي د پوستکي سوروالی وي چې د وینې د راټولېدو له امله رامنځته کېږي، تبه او د ساه اخیستلو ستونزې.
په غواګانو کې د نیلي ژبې نښې نښانې سستي، د پزې او خولې شاوخوا زخمونه، د خولې، سترګو او پزې سوروالی، د اشتها کموالی او د شیدو کموالی شامل دي. خو بالغو غواګانو کې ممکن وېروس څو اوونۍ پرته له کومو نښو موجود وي.
مېږې او پسونه هم له زیږون مخکې ناروغېدای شي که غوا یا مېږې (ورۍ) د میندوارۍ پر مهال وېروس ولري. د دوی اولادونه ممکن کوچني، کمزوري، معیوبه یا ړانده زیږېدلي وي. ځینې میندې ممکن میندوارۍ له لاسه ورکړي یا مړه بچیان وزیږوي.
اسونه، خنځیران او سپي د دې وېروس تر اغېز لاندې نه راځي.
ایا ساري دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
بلوټنګ مستقیما له حیواناتو نه حیواناتو ته نه خپرېږي. پر ځای یې، دا د چیچونکو مچانو له لارې خپرېږي، چې کله د ناروغ حیوان وینې څښي، وېروس ترې سرایت کوي او د لېږدوونکي یا ویکټر په توګه عمل کوي.
کله چې دا ناروغ مچان بیا د سالم حیوان وینه څښي، وېروس خپرېږي.
چیچونکي مچان په تودو فصلونو کې ډېرې فعالې وي او د وېروس د خپرېدو احتمال له دې توان سره تړاو لري چې د باد له لارې حرکت وکړي.
د اروپا وروستی بلوټنګ خپرېدل په ۲۰۲۳ کال کې په هالنډ کې پیل شو، کله چې لسګونه زره پسونه مړه شول.
مچان چې د اروپا له وچې بریتانیا ته لېږدول شوې وې، بیا یې د بریتانیا په جنوب ختیځ کې څاروي ناروغ کړل.
خو د بلوټنګ اغېز په بېلابېلو سیمو کې خورا توپیر لري، ځینې حیوانات لږ نښې ښیي او تر بیا رغېدو بریالي کېږي، په داسې حال کې چې نور ژر وروسته له ناروغۍ مري.
کوم هېوادونه اغېزمن شوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د څارویو د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، بلوټنګ په هغو سیمو کې ډېر لیدل کېږي چې چیچونکي کوچني مچان پکې ډېر وي.
دا ناروغي په هغو سیمو کې پاتې کېږي چې هوا یې د مچانو لپاره د ژمي په اوږدو کې د ژوندي پاتې کېدو اجازه ورکوي.
وېروس په لاندې هېوادونو کې موندل شوی دی: تونس، نایجیریا، هندوستان، پاکستان، بنګلهدېش، چین، اندونیزیا، لبنان، اسپانیا، پرتګال، استرالیا او متحده ایالات.
په افریقا، اسیا او لاتیني امریکا کې څو هېوادونه او سیمې بلوټنګ د یوه انډیمیکی یا ځايي (هغه ناروغي چې په یوه مشخصه سیمه کې په دوامداره توګه موجوده وي) ناروغۍ په توګه ګڼي، یعنې وېروس پکې ډېر عام دی او د خپرېدو ځانګړی او وړاندوینې وړ کړنلار او نمونه لري.
په شمالي ایرلنډ کې به په ۲۰ فارمونو کې ازموینې پیل شي چې د ناروغۍ د خپرېدو کچه معلومه کړي.
واکسین یې شته؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د بلوټنګ پر وړاندې واکسینونه شته او په څو هېوادونو کې کارول کېږي، په شمول د متحده ایالاتو، هندوستان، بریتانیا، چین او مالیزیا.
وېټرنره کلودیا سالازار وایي: "غوره حل لاره د واکسین له لارې مخنیوی دی."
"خو دا د سیمې د اقتصادي وضعیت، د بزګرانو د قراردادونو ډول او په بازار کې د شتون پورې اړه لري. په هغو هېوادونو کې چې "بلوټنګ انډیمیک" وي، په عمومي ډول د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره کوم مشخص پروتوکول نه وي."
نړیوالې تودوخې او د اقلیم بدلونونه دا وړتیا لري چې د وېروس خپرېدو نمونه ګډوډه کړي او وېروس نورو هېوادونو ته هم وغځوي.
سالازار وايي: "ژمي ګرمېږي او د باد جریانونه بدلېږي، چې دا د مچانو د تولید او وېروس د خپرېدو لپاره چاره اسانوي."
"تر ټولو زیانمنې سیمې هغه دي چې مخکې له وېروس سره اړیکه نه لري. په دې حالت کې، څو پروتوکولونه په کار دي لکه د مخنیوي واکسین کول، څارنه، قرنطین او د حیواناتو ازموینه."
په هغو سیمو کې چې عمومي توګه له "بلوټنګ وېروس پاکې" ګڼل کېږي، یوه عامه پروسه دا ده چې څاروي سملاسي ووژل شي چې د مچانو د سرایت له لارې د ناروغۍ خپرېدو مخنیوی وشي.
تاسو کوم محافظتي تدابیر نیولی شئ؟

د عکس سرچینه، Getty Images
سالازار سپارښتنه کوي چې بزګر یا هر څوک چې څاروي لري باید د خپل هېواد د بلوټنګ په اړه وروستي لارښوونې وګوري او ځان پرې پوه کړي.
دا وایي چې د سختو حشره وژونکو تدابیرو، د حیواناتو واکسین او د زیانمنو سیمو پېژندلو ترکیب کولی شي د فارم څارویو ترمنځ د بلوټنګ نور خپرېدل ودروي.
هغې وايي: "ټول دا کنټرول کېدای شي که موږ د وېروس لېږدوونکي [چیچونکي مچان] کنټرول کړو. البته، دوی باید څاروي واکسین کړي، خو باید خبر وي که څاروي له یوې بلې سیمې راځي چې هلته بلوټنګ عام وي - په دې حالت کې به اړتیا وي چې قرنطین او معاینه شي."
په بریتانیا کې، د چاپېریال، خوړو او کلیوالي چارو وزارت سپارښتنه کوي:
- د ناروغۍ نښو ته هوښیار پاتې کېدل
- څاروي په داسې ودانیو کې ساتل چې چیچونکي مچان پکې نه شي داخلېدلی
- په فارم کې د ښې صفايۍ چارې په پام کې نیول
- د فارم سپي، میاشې یا نور حیوانات نه پرېښودل چې د احتمالي ناروغو شويو موادو (لکه سقط شوي مواد او وروسته له زیږون پاتې موادو) سره لوبې وکړي، وخوري یا وژوي.
- د مناسب او جواز لرونکي واکسین سره د څارویو واکسینول
سالازار وايي: "بلوټنګر یوه ناروغي ده چې له یوې پېړۍ راهیسې له موږ سره ده."
خو هغې زیاته کړه: "خو په پای کې دا ټول د هر هېواد د زیانګالې وړتیا او د کرنې وزارتونو د دې ناروغۍ د مدیریت پر څرنګوالي پورې تړاو لري."








