د احمد الشرع حکومت کې مهمې څېرې څوک دي؟

د عکس سرچینه، BRENDAN SMIALOWSKI/AFP via Getty Images
- Author, د مانیټرېنګ څانګه
- دنده, بيبيسي
د سوریې د پخواني ولسمشر بشار الاسد د رژیم له نسکورېدو یو کال وروسته، د اوسني ولسمشر احمد الشرع لخوا انتقالي حکومت لپاره ډېری ټاکل شوي وزیران د تحریر الشام ډلې پخواني غړي او د راپورونو له مخې هغه ته نږدي کسان دي.
دا لنډ مهالی حکومت د سوریې په هغو برخو کې له مخالفت او دښمنۍ سره هم مخامخ دی چې د نورو ډلو په لاس کې دي.
شمال ختیځ کې د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیک ځواکونه او سویل سویدا کې د الشرع د مخالف دروزي مشر حکمت الحجري تر قوماندې لاندې ډلې هم په دې کې شاملې دي.
خو پر نړیوال سټیج، د دمشق نويو چارواکو پخلاینې او دې لپاره پراخې هڅې جاري ساتلې، چې له کلونو انزوا او ګوښیتوب وروسته سوریه د یوه متحد او حاکمیت لرونکي هېواد په توګه رامخته کړي.
دلته هغو مهمو شخصیتونو ته کتنه کوو چې په تېر یوه کال کې یې د سوریې اړوندو چارو کې مخکښ رول لوبولی دی.
احمد الشرع

د عکس سرچینه، Reuters
احمد الشرع د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر پر ۸مه د واک له ترلاسه کولو راوروسته په پرلپسې ډول خپل رسنیز حضور پیاوړی او په چټکۍ سره د سوریې له پولو بهر هم پراخ کړی دی.
الشرع د سيبياېس له ۶۰ دقیقو خپرونې او سياېناېن سره له مرکو رانیولې تر دې پورې چې د روان ۲۰۲۵ کال په می میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو "ځوان، زړه راښکونکي، سخت سړی" وباله، د نړۍ ګوټ ګوټ کې د لیدونکو پام ځان ته اړولی دی.
زیاتېدونکې لیدنې د هغه شخصي برانډ بدل کړی او په دې کې یې ورسره مرسته کړې چې ځان له خپلې جهادي ماضۍ لېرې کړي. هغه د سوریې د سیاسي انځور بیا رغونه هم پیل کړې ده.
هغه د ۲۰۲۵ کال سپتمبر کې له دولتي تلویزیون سره په خپله لومړۍ مرکه کې وویل چې سوریې د متحدو ایالتونو، اروپایي ټولنې، روسیې، ترکیې، د خلیج او نورو هیوادونو په ګډون له سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو سره "اړیکي په چټکۍ رغولي."
نوموړي په دې مرکه کې د اسد د رژيم له پیاوړي سیمهییز متحد ایران سره هم احتمالي اړیکو لپاره دروازه پرانېستې پرېښوده.
د یو عصري او تعامل وړ مشر په توګه د ځان انځورولو لپاره د شرع هڅې، په پراخه کچه د هغه د لیدل شويو ویډیوګانو له لارې ډېرې څرګندې شوې دي.
وروستۍ بېلګه یې د ۲۰۲۵ کال نومبر کې وه، چې دی د سوریې له بهرنیو چارو وزیر اسعد شیباني سره یو ځای پکې له امریکایي چارواکو سره د باسکیټبال لوبې کولو په حال کې لیدل کېږي.
دغو ویډیوګانو د جهادي او اسلامپاله کړیو نیوکې راپارولې. دوی الشرع د لیبرالو ارزښتونو په منلو تورنوي.
اسعد الشیباني

د عکس سرچینه، SYRIA TV
الشیباني پر سوریې د لګول شویو بندیزونو - په دې لړ کې په ځانګړي توګه د امریکا د سزا قانون لغوه کېدو لپاره له خبرو اترو رانیولې، د بشار الاسد له ډېر ځواکمن متحد، مسکو سره د اړیکو تر رغولو پورې د ګڼو ترسره شویو هڅو سرلاری دی.
د حکومت پلوه الثوره ورځپاڼې په وینا، هغه پر دې دندې له ګومارل کېدو راهیسې ۵۵ دیپلوماتیک سفرونه کړي، چې له سیمهییز او نړیوال ګوښېتوبه یې د سوریې په رایستلو کې پام وړ رول درلود.
چین ته وروستي سفر هم د سوریې د بیارغونې هڅو ته د بهرني ملاتړ راجلبولو لپاره د هغه هوډ روښانه کړ.
الشیباني همدا راونه میاشت له المجلې سره خبرو وویل: "هېواد مو ویجاړ شوی دی. موږ له ټولو هېوادونو سره رغنده اړیکي غواړو چې په دغه پړاو (د بیارغونې) کې له موږ سره مرسته وکړای شي. "
الشیباني په ادلیب کې د تحریر الشام د حکومت له بنسټ ایښودونکو و او د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو وزیر او د سیاسي چارو ادارې د مشر په توګه یې دندې ترسره کوله.
مرهف ابوقصره

د عکس سرچینه، Reuters
دی سوریه کې د حکومت له بدلېدو راهیسې د دفاع وزیر په توګه، په یوه یوموټي پوځ کې د وسلهوالو ډلو د رایو ځای کولو حساسه دنده مخ ته وړي.
مرهف ابوقصره له ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو قدرتونو سره د پوځي او امنیتي همکاریو څارنه هم کوي.
هغه د ۲۰۲۵ کال په می میاشت کې اعلان وکړ، هغه وسله والې ډلې چې پخوا د بشار الاسد پر وړاندې جنګېدې، اوس د دفاع وزارت تر نظر لاندې "په یوه واحده جوړښتي اډانه" کې راټولې شوې دي.
خو د کردانو په مشرۍ د سوریې دېموکراتیکو ځواکونو سره لا هم د دمشق په دې اداري جوړښت کې د ادغامېدو خبرې روانې دي.
ابو قصره پخوا د تحریر الشام قوماندان و.
د سکای نیوز عربي په وینا، هغه د کورنۍ جګړې پر مهال د مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې د پوځي وړتیاوو د پراختیا انجینر په توګه هم کار کړی.
انس خطاب

د عکس سرچینه، HTS
د سوریې دولتي تلوېزیون د کورنیو چارو وزیر انس خطاب د احمد الشرع له نږدې متحدانو بللی دی. هغه په هئیت تحریر الشام کې د الشرع لومړی مرستیال او د امنیتي چارو مسوول و.
ده د سوریې د انتقالي حکومت پیل کې د استخباراتو مشري کوله، خو وروسته د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو.
د ابو خطاب له لومړنیو فرمانونو یو دا و چې د سوریې پر وګړو د الاسد د رژیم لخوا د سفر لګول شوي محدودیتونه لېرې شوي دي. د ۲۰۲۵ کال تر نومبره پنځه میلیونه کسان له دغه محدودیته راوتلي.
خو خطاب د کورنیو چارو وزیر په توګه د سوریې بېلابېلو برخو کې له ګروهي تاوتریخوالي سره هم مخامخ دی.
کردي رسنیو هغه د یوه داسې کتاب په لیکلو تورن کړی، چې د دوی په وینا د عیسویانو او نورو لږکیو پر وړاندې "جهاد او ترهګرۍ" لپاره د اوسني حکومت د ملاتړ لاسوند کېدای شي.
حمزه مصطفى

د عکس سرچینه، X/Syrian Ministry of Information
حمزه مصطفی د ۲۰۲۵ کال له مارچ راهیسې د اطلاعاتو وزیر په توګه دنده ترسره کړې. هغه مخکې په استانبول کې د سوریې تلویزیوني شبکې رییس و او پخوا یې د قطر په العربي تلویزیون او همدا راز دوحه کې له یوې څېړنیزې ادارې سره دنده کړې.
مصطفی د اطلاعاتو وزیر په توګه د کار له پیل راهیسې، سوریه کې د رسنیو د ټولیز تصور بدلولو لپاره پراخې هڅې پیل کړې دي. هغه د سعودي او قطر په ګډون د سیمې هېوادونو له چارواکو سره په دې موخه لیدلي چې رسنیزه همکاري او د ژورنالیستیکي تجربو تبادله ورسره پیاوړې کړي.
هغه په دې وروستیو کې سوریې لپاره د اروپایي ټولنې د پلاوي شارژدافیر سره هم د دې لپاره ولیدل چې د دې ټولنې د غړو هېوادونو او دمشق ترمنځ د رسنیزو اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو وغږېږي.
په دې کې عربي او نړیوالو رسنیو ته په سوریه کې دننه د "آزاد او مسلکي" فعالیت د شونتیا برابرولو بحث هم شاملېږي.
مظهر ویس

د عکس سرچینه، Facebook/Syrian Ministry of Justice
مظهر ویس د ۲۰۲۵ کال مارچ کې د احمد الشرع لخوا د سوریې عدلیې وزیر او "د فتوا عالي شورا" په نوم د نوې جوړې شوې ادارې غړی وټاکل شو.
هغه د دندې له پیلولو وروسته د ۲۰۲۵ کال اکتوبر کې د قطر له الجزیرې تلویزیون سره په خپله لومړۍ مرکه کې د سوریې د خلکو "قربانۍ" دې لپاره "لویه انګېزه" وبلله چې اوسنی حکومت قانون حاکم او عدالت پلی کړي.
هغه خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې الاسد به "د سوریې د محکمو لخوا محاکمه شي" او دا چې "مشخصآ جنګي جرمونه ته رسېدو لپاره باید نوي قوانین تصویب شي."
هغه لبنان کې د سوري بندیانو او هېواد کې دننه "فرقهيي شخړو ته د لمن وهونکو" د محاکمه کېدو موضوعات هم یاد کړي دي.
ویس هم د نورو وزیرانو په څېر د تحریر الشام یو پخوانی مشر دی.
د سوریې 'عنب بلدي' رسنۍ د ۲۰۲۵ کال مارچ کې د یوه څېړونکي په حواله ویلي چې په حکومت کې د نوموړي شتهوالی هغو کسانو لپاره یو ډول "ضمانت" ګڼل کېږي چې د "عصري دولت" پر "اسلامي ماهیت" ټینګار کوي.
هغه په هئیت تحریر الشام کې د دیني ارشاداتو ادارې لوی رییس و.
ماهر الشرع

د عکس سرچینه، Syria TV
د ۲۰۲۵ جنورۍ کې تر هغې وروسته د لانجو بوی راوخوت، چې احمد الشرع خپل ورور ماهر الشرع په لنډمهاله حکومت کې د روغتیا وزیر وټاکه.
دی څو میاشتې وروسته د ولسمشرۍ ادارې عمومي منشي وټاکل شو. نوموړی دې اداره کې د اداري او جوړښتي چارو د څارلو مسوولیت لري.
د روسیې څېړنیزي رسنۍ اګنېڅتوا پر دې دنده د ماهر الشرع له ټاکل کېدو لږ وروسته راپور ورکړ چې د هغه ښځه تاتیانا زاکیرووا نومېږي او په خټه روسۍ – سوریایۍ ده.
دې رسنۍ زیاته کړه د ماهر ښینه (خوښینه)، چې د یوګینیا زربېڅوا په نوم پېژندل کېږي، د روسیې وورونژ ښار کې د حکومتي قراردادونو ترلاسه کولو شرکت لري.
د روسیې د پرودوکتوروف وېبپاڼې په وینا، ماهر ۲۰۲۲ کې د ترکیې ازمیر ته له تګ مخکې روسیه کې ژوند او د روغتیايي سلاکار په توګه کار کاوه.
اګنېڅتوا لیکلي، مسکو کولی شي له دغو کورنیو اړیکو پر دمشق د نفوذ لپاره ګټه واخلي، په ځانګړې توګه اوسمهال چې هڅه کوي د الشرع له حکومت سره اړیکې ورغوي او په سوریه کې خپل پوځي حضور ته دوام ورکړي.
حازم الشرع

د عکس سرچینه، PPO/Reuters
د ۲۰۲۵ کال په اګست کې د رویټرز یوې څېړنې څرګنده کړه، چې د سوریې د ولسمشر بل ورور حازم الشرع په "پټه" د سوریې اقتصاد رغونه څاري.
رپوټ کې راغلي چې هغه دا کار د یوې داسې کمېټې له لارې کوي چې مشري یې د یوه لبناني نژاده اسټرالیایي سړي پر غاړه ده.
د دغه سړي په اړه ویل کېږي چې نوم یې د ترهګرۍ د تمویل تورونو له کبله د استرالیا د بندیزونو په نوملړ کې دی. دی د ابراهیم سکاریه او ابو مریم الاسترالي په نومونو پېژندل کېږي.
د رویټرز د څېړنې له مخې، دا کمېټه د بشار اسد د دورې له سوداګرو سره راکړه ورکړه کوي چې لا هم تر نړیوالو بندیزونو لاندې دي.
حازم که څه هم کومه دولتي دنده نه درلوده، خو له احمد الشرع سره د سعودي او ترکیې په سفرونو کې ملګری و. دې د رسنیو پام جلب او د نوموړي د رسمي مقام په تړاو پوښتنې راپورته کړې.
د سوریې عنب بلدي رسنۍ د ۲۰۲۵ کال فبرورۍ کې د هغه په اړه یو رپوټ خپور کړ چې د حازم په نوم د لینکډین له پاڼې حواله پکې ورکړ شوې وه. دغه رپوټ کې راغلي وو چې هغه په عمومي مدیریت، د کاروبار غوړېدا، پلور او بازار موندنې، او همدا راز عملیاتي مدیریت کې له ۲۴ کلونو اوږده تجربه لري.
رپوټ کې ویل شوي چې حازم "په څو لویو شرکتونو کې مدیریت کړی او د قطر، متحدو عربي اماراتو، سعودي، عمان، عراق، کویټ او الجزایر په بازارونو کې فعال و."
محمد صفوت رسلان

د عکس سرچینه، X/Mohammed Safwat Raslan's X account
محمد صفوت رسلان د ۲۰۲۵ کال جولای میاشت کې د سوریې د پراختیایي صندوق عمومي رییس وټاکل شو.
هغه په دې وروستیو کې په یوه مرکه کې وویل چې دا صندوق لا هم د خپلو جوړښتي او عملیاتي چوکاټونو د جوړولو په "لومړنیو پړاونو" کې دی.
رسلان زیاته کړه د دې صندوق د جوړېدو موخه دا ده چې "د ډېرو اغېزمنو سیمو پر اړتیاوو" تمرکز وکړي. تر دې مخکې د ۲۰۲۵ کال سپتمبر کې د بېړنیو چارو وزیر راید صالح هم پر دې موضوع ټینګار کړی و.
صالح ویلي وو دا صندوق به پر ادلب، حلب، دیر الزور، حمص او دمشق ولایتونه تمرکز ولري، "چې په کلیو کې یې د ویجاړۍ کچه له ۹۰ سلنې لوړه او په ځینو کلیو کې چې یوازې یو یا دوه د استوګنې وړ کورونه پکې پاتې دي، ان ۱۰۰ سلنې ته رسیږي."
د سوریې د دولتي تلویزیون په وینا، رسلان د حلب دی او جرمني ته تر تګ مخکې په سوریه کې د بانکوالۍ برخه کې کار کاوه.
طلال محمود هلالي

د عکس سرچینه، Al-Ikhbariyah al-Suriyah TV
طلال محمود هلالي د سوریې د پانګونې ادارې لوی رییس ټاکل شوی. داسې ښکاري چې دا اداره تر ډېره له سیمهیزو قدرتونو سره په اقتصادي راکړه ورکړه او بهرنۍ پانګونې جلبولو لپاره د زمینه په برابرول تمرکز کوي.
هلالي متحدو عربي اماراتو کې د فعال هلالي ګروپ اجرائیوي رییس دی.
د "سوریې حافظې" په نوم د پېژندل کېدونکي بریښنايي ارشیف د اسنادو له مخې، هغه ۲۰۰۱ کال کې د شارجې له امریکایي پوهنتونه فارغ شوی او پر دې دندې له ټاکل کېدو مخکې یې ټول مسلکي ژوند په متحدو عربي اماراتو کې تېر شوی.
موسی عمر

د عکس سرچینه، SYRIA TV
موسی عمر یو سوریایی - برتانوی ژورنالیست او سوداګر دی چې په لندن کې میشت او پخوا یې په قطر کې پروژې اداره کولې. هغه په ټولنیزو رسنیو کې د پام وړ حضور لري او د شرع د حکومت له واکمنېدو راهیسې د نوموړي فعال ملاتړی دی.
د سوریې لنډمهاله حکومت کې داسې څېرو ته ځانګړی پام شوی چې ټولنیزو رسنیو کې اغېزناکې دي او ډېر خلک یې څاري. د سوریې د اطلاعاتو وزیر په دې وروستیو کې له دغو شخصیتونو سره یوې غونډه کې وویل چې دوی د ۲۰۲۴ کال ډسمبر کې د سوریې په "ازادېدو" کې نقش لوبولی دی.
عمر د سوریې له بهرنیو چارو وزیر اسعد شیباني سره لندن ته په وروستي سفر کې ملګری و. د ۲۰۲۵ کال نومبر کې له العربیه تلویزیون سره د مرکې پر مهال کوربه هغه "حکومت ته نږدې" کس وباله. ده هم ویل چې له ۱۱ کلونو راهیسې احمد شرع پېژني.
موسی عمر - احمد شرع "کوډګر" وباله او ویې ویل: "هغه چې کله خبرې کوي، نشئ کولای ترې متاثره نه شئ."
نوموړي هغې مرکه کې دا رد کړه چې حکومت "ویاند" وبلل شي. خو ویې ویل چې د هغو کسانو منتقد دی، چې د ده په اند "د ملي ګټو پر ضد" عمل کوي. د هغه اشاره د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو او د دروزي مشر حکمت الحجري ملاتړو ته وه.











