تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فیض حمید پر ۱۴ کلن بند محکوم شو
د پاکستان پوځ وايي چې د دغه هېواد د استخباراتي ادارې (ایاېسای) په پخواني مشر او متقاعد جنرال فیض حمید باندې "څلور بېلابېل تورونه ثابت شوي" او پوځي محکمې ورته د ۱۴ کاله بند سزا اورولې ده. د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې یا (ایاېسپيار) نن پنجشنبه (لیندۍ ۲۰/دسمبر ۱۱) په دې اړه خبرپاڼه خپره کړې. پکې ویلي یې دي چې د ایاېسای دغه پخواني مشر ته دا سزا د پاکستان د پوځ قانون له مخې د هغې پوځي محاکمې تر ۱۵ میاشتېني اوږده بهیر وروسته اورول شوې چې د ۲۰۲۴ کال د اګست پر ۱۲ نېټه پیل شوی و.
پاکستان: د طالبانو له حکومت لیکلی ډاډ غواړي
اسلام اباد په کابل کې د عالمانو شورا لخوا د صادر شوي پرېکړهلیک، چې وايي هېڅ افغان له افغانستانه بهر د "نظامي فعالیت" جواز نه لري، محتاط هرکلی کړی، خو ویلي یې دي چې پخوا په دې راز ژمنو عمل نه دی شوی. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي نن (پنجشنبه د ډسمبر۱۱مه) اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي، "د افغان ټولنې یوې برخې د وضعیت جدیت درک کړی او د دې منل چې د افغانستان خاوره یوازې د ټيټيپي لخوا نه، بلکې د هغوی د اتباعو لخوا هم پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره کارول کېږي، یو مثبت او د هرکلي وړ ګام دی."
د امنیت شورا غونډې ته د طالبانو حکومت غبرګون: "مثبت تعامل باور زیاتوي خو منفي دريځ اغېز نه لري"
په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازي وویل، نن چې موږ د بشري حقونو نړيواله ورځ لمانځو، په افغانستان کې د بشري حقونو د تحقق ژمنه لا هم په تراژيدۍ بدله پاتې ده. ده وویل، په ۲۰۲۶ کال کې اټکل کېږي چې ۲۱،۹ میلیونه افغانان، چې د ټول نفوس ۴۵٪ جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا ولري. بریتانيا د افغانستان تر ټولو زیانمنو خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره خپل کار ته ادامه ورکوي.
"عالمانو شورا" پرېکړه: له افغانستانه بهر هېڅ افغان د "نظامي فعالیت" جواز نه لري
په کابل کې سلګونه دیني عالمانو چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو راټول شوي وو، په یوه پرېکړه لیک کې ویلي چې "هېڅ افغان" اجازه نه لري چې له افغانستانه بهر جګړو کې برخه واخلي. دې ناسته ته چې د طالبانو حکومت په نوښت جوړه شوې وه، د طالبانو حکومت د سترې محکمې مشر مولوي عبدالحکیم حقاني، د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي او د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم په ګډون ځینې نور لوړ پوړي طالب چارواکي هم ورغلي وو.
یوناما ته د مجاهد غبرګون: د افغانانو هغه "ټول حقونه خوندي دي چې اسلامي شریعت ورکړي دي"
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د نننیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې د خلکو هغه "ټول حقونه تامین دي چې اسلامي شریعت ورکړي دي". په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یوناما وايي چې بشري حقونه "اختیاري" نه بلکې اړین دي خو لا هم "ګڼ افغانان، په ځانګړي ډول ښځينه ترې بې برخې دي". یوناما په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې له "نړیوالو مکلفیتونو" سره ځان برابر او د افغانانو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې "کوټلي ګامونه" پورته کړي.
ځانګړي مطالب
د طالبانو حکومت ځينو مخالفو څېرو د امنیت شورا په ملاتړ د 'هر اړخیزې سولې' لپاره د مذاکراتو غوښتنه کړې
د طالبانو حکومت مخالفو سياسي څېرو د افغانستان د کړکېچ حل لپاره د ملګرو ملتونو امنيت شورا په ملاتړ د سولې د خبرو اترو غوښتنه کړې ده. د افغانستان د یو شمېر سیاسي مشرانو لکه عبدالرشيد دوستم، عطا محمد نور، محمد محقق، محمد یونس قانوني، سرور دانش، محمد حنيف اتمر، عمر داودزي، تادين خان اڅکزي، سيمين بارکزي، راحلې دوستم تر څنګ له هېواده بهر يو شمېر نورو سياسي څېرو په دې انلاین غونډه کې ګډون درلود.
اسټراليا کې پر ماشومانو د ټولنيزو رسنيو بنديز: دا کار څومره شونی او ګټور دی؟
اسټراليا د چهارشنبې په ورځ (۱۰ ډسمبر) له ۱۶ کلونو کم عمره ځوانانو له خوا د ټولنيزو رسنيو په کارولو بنديز پلی کړ. اسټرالیا وايي که کوم پلټفارم لکه فېسبوک، يوټيوب، اېنستګرام، اېکس او نور له دغه امر سرغړونه وکړي ۳۳ ميليونه ډالر به جريمه کېږي. اسټراليا لومړنی هېواد شو چې پر سترو ټولنيزو شبکو یې دا ډول بنديز ولګاوه. حکومت وايي له دې کار یې موخه د ماشومانو خونديتوب دی.
څلور هراتي ځوانان چې د ځانګړو جامو اغوستلو له کبله نیول شوي وو بېرته خوشي کړل شوي دي
د طالبانو حکومت د دعوت او ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکوونکو د هرات په جبرئیل ښارګوټي کې هغه څلور ځوانان نیولي چې ویل کېږي په عام محضر کې یې د انګلیسي ټلویزیوني سیریال (پيکې بلائنډرز) کرکټرونو ته ورته کالي اغوستي وو. پر دې کسانو تور لګېدلی، چې د 'پردي کلتور' عامولو کې یې برخه اخیستې.
ولې افغانستان "د امریکا ملي امنیت تګلاره" کې نه شته؟
متحده ایالتونو دا اوونۍ "د امریکا ملي امنیت تګلاره" خپره کړه چې افغانستان نه دی پکې یاد شوی. که څه هم د افغانستان په ګډون ځينې نور هېوادونه هم په دې سند کې نه دي ځای یا یاد شوي خو امریکا په دغه ملک کې د اوسنۍ زمانې "تر ټولو اوږده جګړه" درلوده او هلته یې سلګونه میلیارده ډالر لګولي او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په یوه "ناوریني" حالت کې ترې ووتله. خو له هماغه راهیسې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په تېرو څلورو کلونو کې تل د امریکايي سیاستوالو پر ژبه پاتې شوی دی.
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۱ ډیسمبر ۲۰۲۵, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۱ ډیسمبر ۲۰۲۵, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, غږیز کتاب, ۱۳:۰۰, ۱۱ ډیسمبر ۲۰۲۵, ۳۰،۰۰ موده
خوشحال خان خټک د خپل شعر په نړۍ کې ـ د خوشحال خټک د شعرونو غږيز کتاب پر بي بي سي راډیو د داود جنبش او زمزمې نيازۍ په غږ کې.
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۱ ډیسمبر ۲۰۲۵, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.