ولې د خولې کېدو پر وخت زموږ بدن بوی کوي؟

د عکس سر��ینه، Getty Images
- Author, ستر کاهومبي
- دنده, بي بي سي
ایا کله داسې شوي چې د ورځې په اوږدو کې او یا له کوم کس سره له لیدنې مخکې مو د خپل بدن د بوی په اړه اندېښمن شوي یاست؟
دغه ډول اندېښنې هغه وخت ډېرېږي چې کله د ښار په ځینو برخو کې او یا پر انټرنېټ داسې اعلانونه وګورو چې وايي: څنګه کولی شو ټوله ورځ مو ''بدن ښه او تازه بوی وکړي.''
په دغه ډول اعلانونو کې داسې اغېزناکې او اوڅارې څېرې لیدل کېږي چې له سره تر پښو پر ځان د خوشبویۍ مواد یا ډیوډرنټ کاروي او یا هم داسې ډېرې کتل شوې ويډیوګانې ګورو چې خلک په کې پر عامه رېل ګاډو او بسونو د مساپرو له ''بدبویۍ'' شکایت کوي.
کارپوهان وايي داسې تمه درلودل چې هېڅکله به خوله نه کوئ له حقیقته لیرې ده. خوله کول د بدن د ناپاکۍ نښه نه ده، دا د بدن بیولوژیکي فعالیت دی.
مېشل سپېر چې د برېسټول پوهنتون د اناتومۍ برخې استاده ده وايي: ''خوله کول یو بشپړ طبیعي او مهم بهیر دی.''
د ګڼ شمېر خلکو بدن د ګرمۍ، فزیکي فعالیت یا فشار له امله خوله کوي. خوله کول د بدن د تودوخې تنظیمولو میکانیزم دی.
موږ د خولې کېدو او دا چې څنګه مو بدن ښه بوی وکړي په اړه له ځینو کارپوهانو سره خبرې کړي چې ځینو پوښتنو ته ځوابونه ومومو.
ولې د خولې کېدو پر وخت زموږ بدن بوی کوي؟

د عکس سرچینه، Bloomberg via Getty Images
کله چې بدن ګرم شي یو ډول مایع مواد بیا له ځینو مالګو سره په ګډه زموږ له بدنه وځي. دا مایع مواد بیا تبخیر کېږي او د بدن د تودوخې کچه راټیټوي.
خو خوله د بدن د بدوبویۍ لامل نه ګرځي.
پروفیسوره سپېر وايي: ''زموږ بدن له دوو تر څلور میلیونه د خولې غدې لري چې دوه ډوله خوله تولیدوي، یو ډول یې اوبو ته ورته خوله ده چې د بدن د سړېدو لامل ګرځي او بل ډول یې بیا یو څه ټینګه خوله ده چې غوړ لري.''
غوړه خوله د تخرګونو او ورنونو په هغو برخو کې تولیدېږي چې کوتونه لري. دا خوله باکتریاوې سره بېلوي او د بدن بوی هم له همدې بهیره رامنځته کېږي.
که څه هم خوله کول یو طبیعي بهیر دی، خو دا هم طبيعي خبره ده چې موږ غواړو د پاکوالي او پر ځان د باور احساس ولرو.
کارپوهان وايي موخه مو باید دا نه وي چې د بدن له خولې کېدو مخنیوی وکړو، بلکې داسې لارې باید وکاروو چې زموږ ورځنی ژوند ورسره اسانه شي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
څه وکړو چې بدن مو ښه بوی وکړي؟
په منظم ډول پر اوبو او سابون د بدن مینځل د خولو بوی لیرې کولو تر ټولو ګټوره چاره ګڼل کېږي.
خو په دې اړه لا هم خبرې روانې دي چې اوونۍ کې باید څو ځله ځان ومينځو، چې ځینې وايي هره ورځ باید ومينځل شي او ځینې بیا وايي درې ځله بسنه کوي.
پروفیسوره سپېر سپارښتنه کوي: ''د بېلګې په توګه د تخرګونو لاندې او د ورنونو منځنۍ برخې ته مو ډېر پام وکړئ.''
هغه زیاتوي: ''کله چې موږ ځان مینځو، اوبه مو د بدن په ټولو برخو تېریږي، خو ډېری وخت مو پښې هېرېږي. دا مه هېروئ چې پښې مو هم باید ښې ومینځئ.''
د اغوستو جامې هم ډېرې مهمې دي. هغه ټوکر چې د طبیعي پنبې له تارونو یا کتانه جوړ شوی لندبل جذبوي او له بدنه یې لیرې ساتي. خو مصنوعي تار لرونکي ټوکر بیا خوله پر پوستکي پرېږدي چې د لاګرمۍ او نارامۍ احساس لا ورسره ډېرېږي.
د بدن پاک ساتلو ځینې شخصي توکي لکه د خولو ضد د تخرګونو ډیوډرنټ یا خوشبویه مواد هم کولی شي ګټور تمام شي.
په عمومي ډول ډیوډرنټ الکول لري چې د پوستکي پر سطح داسې اسید لرونکی چاپېریال جوړوي چې د باکتریاو لپاره ښه نه دی. دا بیا خپل بوی کې د خولو بوی رانغاړي.
د خولو ضد مواد یا ډیوډرنټ المونیم لرونکې مالګه لري چې د خولو د ځینو غدو د سوريو له بندولو سره د خولو تولید کموي.
سپارښتنه کېږي چې د خولو ضد توکي د شپې لخوا وکاروئ او سهار یې له بدنه ومینځئ. د پوستکي متخصصان وايي، د خولو غدې د شپې لخوا ډېر فعالیت نه کوي ځکه نو المونیم په اسانه جذبېږي او د وخت په تېرېدو مالګه د خولو غدې بندوي چې پایله کې یې اغېز راڅرګندېږي.
ایا د خولو ضد توکي زیان رسوي؟
په دې اړه له اوږدې مودې راهیسې بوښتنې شته چې د خولو ضد توکو کارول څومره خوندي دي او ایا دا د سینې له سرطان او د الزایمر له ناروغۍ سره تړاو لري که نه.
ډاکټر نورا جعفر چې د پوستکي متخصصه ده، وايي: ''د شته شواهدو له مخې دا مواد د ډاډ وړ دي. تر دې دمه هېڅ باوري څېړنې نه ده ښودلې چې د خولو ضد توکي د سرطان لامل ګرځي.''
هغې وویل: ''المونیم لرونکې مالګه په سیمه ییز ډول او په داسې ډول کار کوي چې بېرته راګرځېدی شي. کله چې د خولو غدې بندوي، څه موده وروسته بیا په طبیعي ډول د بدن له مړ پوستکي سره یوځای له بدنه لوېږي.''
خو که دغه توکي په ناسم ډول وکارول شي، کېدی شي د پوستکي ستونزې او ناروغۍ رامنځته کړي. پروفیسوره سپېر
وايي: ''هغو توکو ته پام وکړئ چې ویل کېږي بدن به مو ۷۲ ساعته یا ۴۸ ساعته خوشبویه وساتي.''
''که څوک دغه ډول د خولو ضد مواد د بدن د منظم ډول مینځلو پر ځای وکاروي، کېدی شي ستونزې رامنځته کړي، ځکه د خولو ضد توکو دغه مواد د خولو غدې بندوي.''
د خولو او د پوستکي د مړو حجرو سره ګډېدل هم د خولو غدې بندوي او د پوستکي د پړسوب او خارښت لامل ګرځي.
د پوستکي متخصصین وايي غوره لار دا ده چې المونیم لرونکي مواد هغه وخت وکارول شي چې د تخرګ لاندې برخه په بشپړ ډول وچه وي. که لنده وي نو المونیم کلوراید له اوبو سره په ګډېدو د هایدروکلوریک په نوم اسید په کې جوړوي، چې د پوستکي د حساسیت او پارېدو لامل کېږي.
ایا طبیعي ډیوډرنټ یا د تخرګونو خوشبویه توکي شته؟

د عکس سرچینه، Getty Images
طبیعي ډیودرنټ یا خوشبویه مواد ورځ تر بلې په مشهورېدو دي ځکه ډېری وخت یې هغه کسان د بدیلو موادو په توګه کاروي چې له المونیم لرونکې مالګې او مصنوعي خوشبویۍ ډډه کوي.
په دې موادو کې په عام ډول د طبیعي باکتریاو ضد موادو یا له نباتي غوړو د بدبویۍ د له منځه وړلو لپاره کار اخیستل کېږي. همداراز د لندبل د جذب لپاره په کې د وریجو د نشایستې په څېر له موادو کار اخیستل کېږي.
ډاکټر جعفر وايي: ''دغه ډول تولیدات د خولو غدې نه بندوي،دا ډېر نرم دي او تر ډېره د بد بوی پر ضد کار کوي، نه د خولو پر ضد. خو طبیعي مواد تل په دې معنی نه دي چې دا به پوستکی نه پاروي او یا به د پړسوب لامل نه کېږي. نباتي غوړ او سپینه سوډا هم د حساس پوستکي د خارښت لامل کېدی شي.''
متخصصان وايي، د دې موادو د اغېز پایله د هر چا لپاره توپیر لري.
دا پر پوستکي د مېکروبونو ډول او خوشبویه مواد ټاکي چې د بد بوی په لیرې کولو کې څومره اغېزمن دي.
که تاسو ډېره خوله کوئ، کېدی شي ستاسو د خولې بوی ډېر زورور نه وي. خو دا به ښه وي که د المونیمو له کارولو ډډه وکړئ.
ایا کولی شو د خوشبویۍ مواد مو پر ټول بدن وکاروو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ځینې خلک یوازې په دې اړه اندېښمن نه دي چې پوه شي کوم ډول د خولو ضد مواد یا ډیوډرنټ غوره دي، بلکې دا چې غواړي پوه شي د بدن په کومو برخو کې یې کارولی شي.
په بریتانیا او امریکا کې داسې نوي ډیودرنټ یا خوشبویه مواد بازار ته وړاندې شوي چې خلک کولی شي د سینو لاندې او له نامه ښکته برخو په ګډون پر ټول بدن ووهي.
دغه توکي ژمنه کوي چې د بدن تر بل ځل مینځلو پورې به بدن خوشبویه ساتي. ځینې خو وايي ان تر ۷۲ ساعتونو به د بدن بوی کنټرولوي. خو کارپوهان وايي ضروري نه ده چې پر ټول بدن، په ځانګړي ډول پر تناسلي برخو مو ډیوډرنټ وکاروئ.
ډاکټر جعفر خبرداری ورکوي: ''د ښځو د تناسلي برخې بهرنی برخه او د ورنونو منځنۍ برخې د بدن ډېرې حساسې برخې دي. په عام ډول دغو برخو کې د خوشبویه موادو کارول د پوستکي د خارښت، حساسیت، د طبیعي مایکروبیوم ګډوډۍ او د بدن دغو برخو کې د اسیدو د کچې د خرابېدو خطر لري.''
هغه زیاتوي: ''په عام ډول پر اوبو او سابون د ځان پاکولو چاره یوازینی هغه څه دي چې تاسو ورته اړتیا لرئ.''
کله چې خوله کول په ناروغۍ واوړي
ځینې خلک د هایپرهایډروز یا د ډېر خولې کېدو له ناروغۍ سره مخ وي. هغه ناروغي چې بدن په کې له طبیعي کچې زیاته خوله کوي.
د نړیوالې هایپرهایډروز ټولنې په وینا، د خولو هغه غدې چې غوړه خولې تولیدوي، د محرکو یا عواملو پر وړاندې ډېرې حساسې دي او له خپلې اندازې زیاته خوله تولیدوي.
ډاکټران وايي، کېدی شي دا حالت د نورو ناروغیو نښه وي، او ځینې وخت د هورموني بدلونونو، د تایرایډ ګډوډیو، انتاناتو یا د میتابولیزم د ګډوډۍ له امله هم پېښېدی شي.
په دغه ډول حالت کې بیا د درملنې لپاره د خولو ضد داسې پیاوړې المونیم لرونکې مالګه کارول کېږي چې د خولې غدې بندوي.
همدارنګه، د ��وټاکس پېچکارۍ هم د خولو کمېدو لامل کېږی. د عملیات له لارې د خولو غدو لیرې کولو چاره هم د دغه ډول ناروغانو لپاره یوه بله چاره ګڼل کېدی شي.
پروفیسوره سپېر وايي: ''که یو کس احساس کوي چې ډېره خوله کوي، نو زما لومړنۍ سپارښتنه ورته دا ده چې په دې دې نه شرمېږي او له یو متخصص ډاکټره دې مرسته وغواړي.''











