امریکا د افغانانو لپاره وېزې وځنډولې

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د امریکا متحدو ایالتونو د جمعې پر ورځ اعلان وکړ چې د ټولو پناه غوښتنوپه اړه یې پرېکړې درولې دي، ځکه د یوه افغان سړي له لوري واشنګټن کې د ملي ګارد پر دوو سرتېرو د ډزو له پېښې وروسته، ډونلډ ټرمپ خپلې د کډوالۍ ضد تګلارې نورې هم سختوي.
د چهارشنبې له برید سره چې یوه ښځینه سرتېرې پکې له ټپونو مړه شوه، امریکا کې پر بهرنیانو د نویو سختیو لړۍ پیل شوې ده. ټرمپ ژمنه کړې چې د "درېیمې نړۍ" له هېوادونو به کډوالۍ ځنډوي.
د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې (USCIS) مشر جوزف اېډلو وویل، ادارې یې "د پناه غوښتنې ټولې پرېکړې تر هغه مهاله ودرولې دي چې موږ ډاډمن شو هر بهرنی په پوره توګه وڅارل شي."
تر دې مخکې ټرمپ اعلان کړی و چې غواړي د درېیمې نړۍ له ټولو هېوادونو کډوالۍ "دایمي وځنډوي چې د امریکا سیستم بېرته عادي حالت ته راوګرځي."
کله چې ترې د اغېزمنو هېوادونو نومونه وپوښتل شول، د کورنیو چارو وزارت اېاېفپي ته هغه ۱۹ هېوادونه یاد کړل چې له جون راهیسې د سفر محدودیتونه پرې لګول شوي دي.
په دې کې افغانستان، کیوبا، هېټي، ایران او میانمار هم شامل دي.
هممهاله د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې امریکا ټولو افغان پاسپورټ لرونکو ته د وېزو ورکول په موقت ډول بند کړي دي.
هغه وویل: "د امریکا تر ټولو مهم لومړیتوب زموږ د هېواد او زموږ د خلکو ساتنه ده."

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د اېاېفپي په راپور کې راغلي، دغو ډزو درې سیاسي حس��س موضوعات سره یو ځای کړي: د ټرمپ له لوري پر کور دننه له پوځه لانجمنه ګټه اخیستنه، کډوالي او په افغانستان کې د شل کلنې جګړې پاتې شوني.
۲۹ کلن رحمان الله لکڼوال چې سپینې ماڼۍ ته نږدې پرې د ملي ګارډ پر سرتېرو د ډزو تور لګول شو، د سي ای اې تر ملاتړ لاندې د "ګډې ډلې" غړی و چې په افغانستان کې یې د طالبانو پر ضد جګړه کوله.
هغه ۲۰۲۱ کال کې د بیا مېشتېدو پروګرام له لارې امریکا ته تللی دی.
د واشنګټن فدرالي څارنوالې جینین پیرو وویل، لکڼوال به د قتل په تور محاکمه کېږي.
پیرو فاکس اېنډ فرېنډز پروګرام ته ویلي، ۲۰ کلنه ساره بېکسټروم د لویدیزې ویرجينیا د ملي ګارد غړې چې د "جرم ضد عملیاتو" په لړ کې پلازمېنې ته استول شوې وه، د ټپونو له امله مړه شوه.
دویم ټپي سرتېری ۲۴ کلن انډرو وولف هم ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي.
د عدلیې وزیرې پم بانډي ژمنه کړې چې لکڼوال لپاره به د مرګ سزا وغواړي او هغه یې "وحشی" وباله.
"له ډېر وخته پلان شوی"

د عکس سرچینه، Reuters
ټرمپ پر خپله ټولنیزه ټروت سوشیل پاڼه ګواښ وکړ چې د جو بایډن په دوره کې ورکول شوې "میلیونونه" قبولۍ به بېرته وګرځوي. دا د کډوالۍ پر وړاندې د ده د سخت دریځ نوی پړاو ښيي.
په یوه جلا اعلان کې USCIS وویل، د دایمي استوګنې کارتونه (ګرین کارډونه) به هم بیا وڅېړي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو چې له هماغو ۱۹ هېوادونو ورغلي دي.
د دغو هېوادونو شاوخوا ۱.۶ میلیون اوسېدونکي د امریکا ګرین کارډ لري چې د دایمي نفوس شاوخوا ۱۲ سلنه جوړوي. یوازې له ۱۱۶ زرو ډېر افغانان ګرین کارډ لرونکي لري.
د AfghanEvac مشر شاون وېنډایور د افغانانو لپاره د وېزو بندولو په اړه د روبیو پرېکړه غندلې او ویلي یې دي:
"هغوی د یوه تاوتریخجن فرد پېښه د هغو پالیسیو لپاره پلمه کوي چې له ډېر وخت راهیسې یې پلان لاره."
AfghanEvac یوه امریکایي مدني ټولنه او ټلواله ده چې له ۲۰۲۱ کال وروسته جوړه شوه - کله چې د افغانستان حالت ګډوډ شو او ډېر افغانان په خطر کې پاتې شول.
لکڼوال له خپلې کورنۍ سره واشنګټن ایالت کې اوسېده او له برید وړاندې پلازمېنې ته په موټر کې تللی و.
ټرمپ ټینګار کوي چې لکڼوال د پنا غوښتنې د کمزوري سیستم له امله بې له پلټنې امریکا ته ننوتی.
خو AfghanEvac وایي افغانان د نورو ټولو کډوالو پرتله " له ژورو امنیتي پلټنو" تېر شوي دي.
دوی زیاتوي چې لکڼوال د بایډن واکمنۍ کې د پنا غوښتنه کړې وه، خو پرېکړه یې د ټرمپ په ولسمشرۍ کې وشوه.











