ټرمپ وایي، د درېیمې نړۍ له هېوادونو د کډوالو منل په دایمي توګه بندوي

ټرمپ د وینا په حالت کې

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې د "درېیمې نړۍ له ټولو هېوادونو" به متحدو ایالتونو ته کډوالي "دایمي بنده کړي."

ټرمپ د خواله‌ رسنۍ یوه پيغام کې لیکلي، چې دا پرېکړه به امریکا د کډوالۍ له هغو پالیسیو په بشپړه توګه رغېدو ته پرېږدي، چې د ده په وینا د ډیرو امریکایانو "ګټې او د ژوند شرایط" یې له منځه وړي دي.

د درېمې نړۍ هېوادونه عمومآ هغو ته ویل کېږي چې بې‌وزله، وروسته پاتې او له اقتصادي‌پلوه بې ثباته وي.‌

هغه د خپل دغه پلان جزییات او د هغو هېوادونو نومونه نه دي خپاره کړي، چې ښايي اغېزمن شي.

ښاغلي ټرمپ همدا راز کډوال "امریکا کې د ټولنیزې ګډوډۍ" پړه وبلل او ژمنه یې وکړه، هر هغه کس به وشړي چې امریکا ته یې ګټه نه رسېږي.

ټرمپ دا څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته کړې چې یوه افغان واشنګټن ډي‌سي کې د ملي ګارد پر دوو غړو په ډزو تورن شو.

یوه ټپې شوې سرتېرې وروسته په روغتون کې مړه شوه.‌

ولسمشر ټرمپ مخکې ویلي وو د ډزو دا پېښه ملي امنیت ته یو لوی ګواښ په ګوته کوي.‌ هغه ژمنه کړې وه د بهرنيانو اېستلو لپاره به چې "د هر هېواد وي او د دې ځای نه اړوندېږي" ګام پورته کړي.

متحدو ایالتونو د چارشنبې پر ورځ د ټولو افغانانو د کډوالۍ او پناه غوښتنې بهیر وځنډاوه او ویې ویل چې دا پرېکړه د "امنیت او د تفتیش پروتوکولونو" بیاکتنې ته انتظار باسي.

د پنجشنبې پر ورځ بیا د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې (USCIS) وویل هغو کسانو ته به ورکړل شوي ګرین کارتونه بیا وڅېړي چې له ۱۹ هېوادونو امریکا ته کډوال شوي دي.

کډوال له الوتکې راښکته کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ۲۰۲۱ کال لسګونه زره افغانان امریکا ته ولېږدول شول

کله چې بي‌بي‌سي له دې ادارې وپوښتل چې په دې نوملړ کې کوم هېوادونه دي، نو سپینې ماڼۍ لخوا په جون میاشت کې یې یوې خپرې شوې اعلامیې ته اشاره وکړه چې د افغانستان، کیوبا، هېټي، ایران، سومالیا او وېنزویلا نومونه پکې اخیستل شوي.

تر اوسه د دې بیا کتنې په اړه نور جزییات نه د�� ورکړل شوي.

د ټرمپ د پنجشنبې شپې د خواله رسنۍ پیغام کې دا ژمنه هم شوې، چې پر هغو خلکو به ټولې فدرالي ‌مرستې او سبسایډۍ بندې کړي، چې د امریکا تابعیت نه لري.‌

له کډوالو سره د سختۍ دا اعلانونه تر هغې وروسته کېږي، چې د واشنګټن ډي‌سي په ډزو کې د ښکېل مشکوک کس په اړه وویل شول چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو وروسته افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړي خوندیتابه پروګرام له لارې امریکا ته تللی دی.

امریکايي‌ چارواکو منلې چې رحمان‌الله لکڼوال یو وخت په افغانستان کې له سي‌ای‌اې سره کار کاوه.‌

یوه پخواني پوځي قوماندان چې له هغه سره یې دنده ترسره کړې، د بي‌بي‌سي افغان څانګې ته ویلي لکڼوال ۲۰۲۱ کال له افغانستانه د امریکا د وتلو پر مهال هم د کابل په هوايي ډګر کې د امریکایي ځواکونو ساتنه کې مرسته کړې.‌