د سېلابونو راوتو پر وخت څه وکړو؟

د عکس سرچینه، Kiki Cahyadi / Anadolu via Getty Images
- Author, لويس بروچو
- دنده, بي بي سي
په جنوب ختيځه اسيا کې وروستيو سېلابونو ګڼ ويجاړی رامنځته کړی او په اندونيزيا کې د مړو شمېر له ۵۰۰ اوښتی دی.
په تايلنډ، ماليزيا او شري لنکا کې هم د څو ورځو سېلابونو، باران او توپان له کبله ګڼ کسان مړه شوي دي.
په اندونيزيا کې ژغورنکې ډلې هڅه کوي چې د اغېزمن شويو کسانو مرسته وکړي. د حکومت د پېښو سره د مبارزې اداره وايي، سېلابونو دلته په دريو ولايتونو کې ۱.۴ ميلیونه خلک اغېزمن کړي. شاوخوا ۵۰۰ تنه لادرکه دي او زرګونه نور ټپيان شوي دي.

د عکس سرچینه، HOTLI SIMANJUNTAK/EPA/Shutterstock
څېړنې ښيي چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د بارانونو سختې پېښې د اقلیمي بدلون له کبله ډېرې شوې دي. کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا لړۍ به همداسې دوام وکړي.
په هره پېښه کې د اوبو د سطحې لوړېدو پراخ ورانی رامنځته کړی او زرګونه خلک یې بې کوره کړي دي.
په دې لیکنه کې دې ته کتنه شوې چې سېلاب څه دی او ولې دومره ډېرېږي او د سېلابونو د راوتولو پر مهال د خپل ځان او نورو د خونديتوب لپاره څه کولی شو.
سېلاب څه دی؟

د عکس سرچینه، Reuters
سېلاب چې تر ټولو عام طبيعي ناورین دی هغه مهال رامنځته کېږي چې اوبه له خپلې اندازې واوړي او وچه ځمکه ونيسي.
سېلاب هر وخت راتلی شي خو د اقلیم بدلون د باران شدت ډېر کړی چې ورسره د سېلاب خطر هم زيات شوی دی.
د ګرمو څپو او اوږده وچ موسم وروسته د سېلابونو لړۍ خورا خطرناکه او زيان رسوونکې وي.
د بریتانيا د سره صليب (بي ار اېس) په وينا "دا په دې معنی چې ځمکه ډېره سخته او وچه شوې وي. کله چې پر وچه ځمکه ډېر باران وشی، اوبه په ورو جذبېږي او د ځمکې پر مخ پاتې کېږي چې د اوبو د بهېدو سبب کېږي او سېلاب رامنځته کوي."
سېلابونه پراخ ورانۍ رامنځته کولی شي. د انساني او مالي زیان تر څنګ د عامه روغتیا زېربناوې هم زيانمنوي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د ۱۹۸۸ او ۲۰۱۷ کلونو تر منځ د سېلابونو له کبله په نړۍ کې دوه ميليارده خلک اغېزمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو په وينا، تر ټو ډېر زيانمنونکي خلک هغه دي چې د اوبو سره نژدې ژوند کوي او يا په ناخوندي او کمزوريو ودانيو کې اوسېږي. هغه سیمې چې د خبرداري سيسټمونه نه لري او يا هم د سېلاب د ګواښ په اړه لږ پوهاوی موجوده وي، هم له سختو اغېزو سره مخامخ کېدلی شي.

د عکس سرچینه، Reuters
سېلابونه ولې رامنځته کېږي؟
سېلابونه د سختو بارانونو، د واورو چټکو ويلي کېدو، یا د توپانونو او څونامي پر مهال د سمندر د څپو ناڅاپي پورته کېدو له کبله رامنځته کېږي.
سېلابونه په عامه توګه په دری ډوله دی:
- ناڅاپي سېلابونه هغه مهال رامنځته کېږي چې چټک او ډېر باران د اوبو کچه په ناڅاپي توګه لوړه کړي.
- د سيند سېلابونه هغه وخت پېښېږي چې د پرلپسې بارانونو يا د واورو ويلي کېدو له کبله په سیند کې د ظرفيت له کچې اوبه زیاتې شي.
- ساحلي سېلابونه د استوايي توپانونو او څوناميو د څپو لوړوالي له کبله رامنځته کېږي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په تېرو لسو کلونو کې د ثبت شويو طبيعي پېښو له ۸۰ تر ۹۰ سلنې پورې د سېلابونو، وچکالیو، استوايي توپانونو، ګرمو څپو او سختو توپانونو له امله رامنځته شوې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
ولې سېلابونه خطرناک دي؟
سېلابونه کورونه ويجاړوي، ټرانسپورټ ګډوډوي او کاروبارونه له منځته وړي.
د بريتانيا سره صليب په وينا، هغه کسان چې کورونه، کاروبارونه يا ټولنې یې سېلاب ځپلې وي، کېدی شي د ورځو، میاشتو او ان کلونو پورې مرستې ته اړتيا ولري.
دغه اداره وايي، "يوازې شپږ انچه (۱۵ سانتي متره) تېزې بهېدونکې اوبه د يوه انسان د غورځېدو لامل کېدلی شي او دوه فټه (۶۱ سانتي متره) اوبه يو موټر خوځولی او وړلی شي."

د عکس سرچینه، Reuters
سربېره پر دې سېلابونه د فاضله اوبو سيستمونه ډکوی او اوبه ککړوي چې له دې کبله ناروغۍ خپرېږي.
"سېلابونه خلک خوړو، سرپنا، درملو، جامو او پيسو ته اړ کوي. ځينې کسان کار ته د بېرته ستنېدو کې هم مرستې ته اړتيا لري."
حتی هغه کسان چې بيمه لري، له پېښې وروسته یې د بيمې دعوا ډېره ستونزمنه وي او ډېری وخت شرکتونه د څو ځله سېلاب وروسته کور نه بيمه کوي یا یې بيه ډېره لوړه وي.
په بريتانيا کې د بيمې د شرکتونو ټولنې په وينا، له سېلاب وروسته بېرته کور ته ستنېدل "يو کال يا تر دې هم ډېر" وخت نيسي.
په مې مياشت کې د بي بي سي د يوه راپور له مخې په شمالي ايرلنډ کې له سېلابونو وروسته شاوخوا ۱۰۰ کاروبارونه چې زيانمن شوي وو، لا هم د تاوان يا جبران پيسو ته په انتظار دي.
د نړۍ په ډېرو برخو کې بيا اغېزمن کسان هېڅ ډول بیمه نه لري.
سخت بارانونه څنګه ناڅاپي سېلابونه رامنځته کوي؟

د ډېری سيندونو اوبه په ارامۍ سره ورو ورو سمندر ته تویېږي. کله چې سيند سېلابي کېږي، دا معمولا ورو پېښېږي، ځکه چې باراني اوبه د ځمکې له لارې سيندونو او بیا سمندر ته بهېږي چې دا وخت نيسي او وګړو ته د تيارۍ لپاره فرصت په لاس ورځي.
خو د ناڅاپي سېلابونو پر مهال د باران پیلېدو او د سېلاب رامنځته کېدو تر منځ ډېر لږ وخت وي.
د بريتانيا د هوا پېژندنې ادارې په وينا، "ناڅاپي سېلابونه تر ډېره په هغو سيمو کې رامنځته کېږي چې سيندونه تنګ وي او غرنۍ ويالې ولري، ځکه اوبه په چټکۍ ��هېږي. دا ډول سېلابونه په ښاري سیمو کې له کوچنيو سيندونو هم پېښېدی شي، هلته کلکې سطحې لکه سړکونه او کانکرېټ اوبو ته اجازه نه ورکوي چې ځمکه کې جذب شی."
"دا په سطحه د اوبو د زياتېدو سبب کېږي او ډېری وخت د ځايي نلونو اوبو او فاضله موادو د ايستلو سيستمونه له کاره غورځوي چې په پايله کې ناڅاپي سېلاب راځي".
ونې، شنې ساحې او کرل شوي بوټي په ښارونو کې د اوبو په جذبولو او د سېلابونو په کمولو کې ډېره مرسته کوي.
څنګه د سېلاب پر مهال ځان خوندي وساتو؟
د کارپوهانو له مخې د سېلاب پر مهال باید لاندې کړنې ترسره شي:
- که د ځاني خونديتوب هر ډول ګواښ موجود وي، بې له ځنډه د بېړنيو خدمتونو شمېرې ته زنګ ووهئ.
- د سېلاب اوبه مه تېروئ. لامبو مه وهئ او موټر هم مه چلوئ. يوازې ۱۵ سانتي متره اوبه انسان غورځولی شي او ۶۱ سانتي متره اوبه موټر وړلی شي.
- د سمندر پر دفاعي دېوالو يا د سيند پر غاړو مه ګرځئ.
- له سېلابي اوبو لرې اوسئ، دا ښايي د فاضله موادو له امله ککړې وي. که درباندې ولګېږي، خپل لاسونه او کالي په پاکو اوبو ښه ومينځئ.
- ماشومانو ته اجازه مه ورکوئ چې د سېلاب په اوبو کې يا د هغو تر څنګ لوبې وکړي.

د عکس سرچینه، Reuters
ولې سېلابونه ډېر او سخت شوي دي؟
د ملګرو ملتونو په وینا، "د اقلیمي بدلون له کبله د ډېر باران پېښې به همداسې دوام وکړي."
لکه څنګه چې نړۍ تودېږي، هوا لا ډېر رطوبت ساتلی شي، د هر يو سانتي ګراډ تودوخې لوړوالي په بدل کې شاوخوا ۷ سلنه رطوبت ساتي. دا د دې سبب کېږي چې د اوبو زیات څاڅکي جوړ شي او بارانونه درانه شي چې ځينې وخت دا په لنډ وخت او کوچنۍ سیمه کې کېږي.
د بریتانيا د هوا پېژندنې اداره وايي، "ګرمه هوا لا ډېر رطوبت ساتي. که چېرې د اوبو لویه زېرمه وي لکه سمندر نو ګرمه هوا اضافه رطوبت جذبوي. له دې کبله په وريځو کې د باران لوی څاڅکي جوړېږي او له همدې امله په اوړي کې باران ډېر دروند وي."
"لکه څنګه چې اقلیم تودېږي، دا اغېز لا ډېرېږي او د درنو بارانونو پېښې به نورې هم عامې شي".
ساينسپوهان د سختې هوا پېښو د علت معلومولو لپاره طبيعي او انساني عوامل څېړي چې معلومه کړي څومره د اقليم بدلون په کې رول لري.
د ۲۰۲۴ کال د اپرېل په مياشت کې چې په متحده عرب اماراتو او عمان کې سخت بارانونه وشول په دقيقه توګه د دې معلومول ګران وو چې اقلیمي بدلون په کې څومره رول درلود.
دا ځکه چې په دې سيمه دروند باران ډېر کم وي او ساينسپوهانو ته د پرتله کولو لپاره ډېر تاريخي معلومات نشته.
خو د نړيوالې هوا پېژندنې پېښو د ارزونې ډلې له مخې د دې ډول باران شدت له ۱۰ سلنو تر ۴۰ سلنو پورې زيات شوی او تر ټولو منطقي دليل یې اقلیمي بدلون دی.

د لندن د امپېريل کالج د اقلیمي چارو کارپوه ډاکتر فرېډرېک اوټو وايي، "که انسانان د تېلو، ګاز او سکرو سوځولو ته دوام ورکړي، اقلیم به نور هم تود شي، بارانونه به لا درانه شي او خلک به د سېلابونو له امله ژوند له لاسه ورکړي.
په اپرېل کې د ختيځې افريقا په ډېرو برخو کې هم سخت سېلابونه راغلل چې ساينسپوهان په کې د اقليمي بدلون د رول په اړه څېړنې کوي.
د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې د ليبيا په شمال کې وژونکي سېلابونه راغلل د نړيوالې هوا پېژندنې پېښو د ارزونې ډلې له مخې چې د اقليمي بدلون اغېزو د باران احتمال ۵۰ برابره زیات کړی دی. سربېره پر دې د کلونو سياسي بې ثباتۍ خلک د دې پر وړاندې کمزوري کړي وو.
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ادارې (ای پي سي سي) له مخې د انساني فعاليتونو له کبله په ډېرو وچو ځمکو کې د درنو بارانونو پېښې زياتې شوې دي. د یادې ادارې په وینا دا بهير به د لا زیاتې تودوخې په صورت کې نور هم دوام وکړي.








